پينځمه او وروستۍ برخه
(او دا دى په مى ٢٠٠٩ کې يې د هغه پخوانو ديارلس ميليارده ډالرو نه وروسته د نورو اوه نيم ميليارده ډالرو وعده د امريکا نه وا خيسته)
١٣- په افغان جګړه کې د پاکستان تر ټولو لويه ګټه دا ده چې تر څو چې دلته امريکائيان د جنګ په اوبو کې ډوب وي نو پاکستان به بې غمه وي، تر کومه چې د افغانستان په پښتني ډډه د اور لمبې او لوګي لوړېږي نو د پنجاب په بډه اتوم ته به د نړۍ، په سر کې يې د امريکا نظر نه رسېږي. همدا وجه ده چې پاکستان د امريکا په پيسو او وسلو غواړي د جنګ لنګر د همدې امريکا په سر برابر و ساتي. برابر په دې تعبير چې نه دومره دروند شي چې د امريکا په سر کې د ډوبېدو وېره و زېږوي او د پاکستان وجود د ځان د پاره د يو مرګوني ګواښ په نوم د نړۍ د سنوکر د تختې د سون ځوړندي ته ور و شغوي. پاکستان په خپله پنجابي پاډوګرۍ د امريکا ډېرې پيسې په افغانستان کې د امريکا په خلاف سوړ او تود جنګ لګوي او چې کله اوبه د امريکا د غاړې په اوښتو شي نو لږه يې له غوږونو پورته کش کړي او غرونه غرونه منتونه پرې بار کړي. د جنګ په دې خپل جوړ کړي ډنډ کې د سرو زرو ډک د دې منګي جګول او ټيټول د پاکستان څخه د ډېر زور او ځواک تقاضا هم نه کوي بلکه په يو وړه اشاره يې د څپ څپاند ساتلو لوبه توده ساتلى شي. چې داسې به امريکا د يوې دروغجنې هيلې او شلخۍ وېري تر منځ تل د جنګ د دې واقعي دوزخ نه د ژغورنې او د خيالونو او خوبونو جنت ته د ننوتلو په تمه د پاکستان ٫٫کلمه٫٫ وايي. په امريکا، د ټول سامريت سره سره، د خپل خُسي (پاکستان) ګډا دومره جادو کړى دى چې کله چې پاکستان په جنګيالو د پيسو او وسلو د بوجۍ خوله وتړي، د جنګيالو رسد قابو کړي او په جنګ کې څه نا څه سړزښت را شي نو امريکا ګُمان و کړي چې رښتيا هم پاکستان د تروريزم! خلاف په جنګ کې د (غربي) نړۍ په ګټه ډېر څه کوي او ډېر څه کولى شي.
د جنګ د غزېدو په صورت کې به امريکا\ اروپا تل د سيمې وضع د پاکستان له سترګو ګوري او په دې ډول به ورته د جنګ قربانيان د جنګ د عواملو په بڼه ښکاري، په بې ګُناه خلکو به بمبارې او عمليات کوي. چې په دې صورت کې به د پاکستان دواړه، هم د اقتصادي ــ نظامي عمق را منځته کولو او هم د امريکا لوبولو موخې تر سره کېږي.
دا چې پاکستان څنګه او په کومو وسلو دا جنګيالي وسله والوي چې د نړۍ والو شک پرې را نه شي، هغه پوښتنه ده چې د پاکستان د پوځ نه وروسته يې په ځواب دوهم څوک چې ډېر ښه پوهېږي، هغه افغانان دي او هغه داسې چې د ١٩٩٥ نه تر ٢٠٠١ مېلادي کال پورې چې له افغانستان نه کومې روسۍ او چينايې غټې او وړې وسلې (د ټانکونو او زغره والو موټرو په ګډون) ټولې شوې، هغه ټولې لومړى کندهار او بيا کويټې ته انتقال شوې او له هغو وسلو سره يو ځاى کوټ شوي چې د افغان جهاد څخه پاکستان پټې کړې او په خپلو عسکري ډېپو ګانو کې يې ذخيره کړې وې او اوس يې دا دى د خپلو ګټو د پاره کاروي. د افغان جهاد په وخت کې پاکستان او افغانستان دواړه د وسلو په ډېري بدل شوي ؤو او اوس د هغو وسلو لويه سلنه د پاکستان د پوځ سره ده چې کولى شي لسيزې لسيزې پرې دا جنګ و چلوي. او چې هغه وسلې پرې ور برسېره شي چې د کراچۍ د بندر نه تر لنډي کوتله يې د پاکستان پوځي استخبارات د امريکا، ناټو او ائتلاف د کاروانونو نه پټوي او جنګيالو ته يې ور کوي نو بيا خو د وسلو د کمښت څه پوښتنه نه پيدا کېږي. هره وسله چې امريکا، ناټو او ائتلاف ته را ځي، لومړۍ تجربه پرې (د پاکستان د منافعو) جنګيالي کوي او تر څو چې دوى ته را رسي هغوى يو ځل ډزولې وي. په انټرڼت، تلوېزونونو او اخبارونو کې به مو په امريکايې ټانکونو ٫٫د بيت الله مسعود کاروان٫٫ بينر ليدلى وي. زمونږ د اردو ناري او سورې چې د مخافينو وسلې تر دوى ښې دي، به مو هم اورېدلې وي او د امريکا ژړاــ فرياد چې ګوندې د دوى د ٧٠٠٠٠ نه تر ٨٠٠٠٠ پورې وسلې ورکې شوې دي، به مو هم غوږ ته رسېدلې وي.
که د وسلو دومره سرچينې ما غوندې ړانده کتلى شي، چې په افغانستان کې د ژوند په دې د مجبوريت په لوبه کې نه انټرنټ کتلى شم؛ نه د تلويزون او ډيش انتن او برق اسانتيا لرم او نه د نړۍ معتبرو چاپي رسنيو ته لاس رسى، نو هغه د ټکنالوجۍ او استخباراتو سترګو ته چې ښکاري، هغه وسلې به څومره وي؟ او هغه وسلې چې د دوى نه هم پټې دې (د اُسامه او نورو پانګوالو عربو، او نورو د خيرات او صدقو کومې پيسې چې د آي- ايس- آيى د حواله کارانو له لارې را ځي او د پاکستان د وسلو مافيا پرې وسلې اخلي) خو د دې جنګ يوه برخه ضرور ده، پر دې وسلو ور زياتې شې نو تاسې پخپله فکر و کړۍ چې دا به څومره وسلې وي؟
هاغه اداره چې د اتوم بمب او د هغه د ټکنالوجۍ تجارت کولى او پټولى شي، هغه ته به د کلاشنيکوف او باروتو سودا کول او د هغې توجيه ولې سخته وي؟
د پاکستان د پاره په دې اکتفاء کول چې غربيان په افغانستان کې مصروف و ساتي، د دې جنګ يو مؤقتي نتيجه او دوهمه ترجېح ده.
١٤- د پاکستان لومړۍ ترجېح به دا وي چې د امريکا\ اروپا په خلاف روان جنګ دومره اوږد، پراخ او چټک کړي چې هم د جنګ ملا ماتوونکي لګښتونه او هم د دې جنګ د سړولو په نوم پاکستان ته ور کول کېدونکې بونګې يې د اقتصاد د ملاتير مات کړي، نور يې دلته د پاتې کېدو اقتصادي زغم ختم او نظامي زور اوبه شي، د روپو د خپل داخلي پړسوب (انفلاسيون) او د سر زيان ورته دومره داخلي مخالفتونه و زېږوي چې په دې و ارزي دا دواړه له بهرنو ګټو سترګې پټې، د خپل داخلي اور وژلو ته مخه کړې او په پاى کې له افغانستانه وتلو ته اړ او د پاکستان په اتوم بمب يې د منګُـلو د ښخولو احتمال منتـفي شي. که څه هم د دې دومره اوږد او سخت کمپاين نخښې نښانې به ډېر ځله را څرګندېږي خو پاکستان چې له مخکې يې خبره ښه پخه کړې ده؛ کله به د دې جنګ د چلولو پړه په مذهبې ډلو ټپلو اچوي (او بيا به يې هغه زوړ نوم غير قانوني اعلانوي خو د دې نه مخکې به يې وخته په بل نوم او ادرس پخپله فعال کړي وي) کله به پرې د حکومت (د پوځي څارګرو ادارو) افراد ګرموي، کله به زاړه حکومتونه ملامتوي، کله به له سرحدي اورپکو سره د ټوکو اور بندونه کوي او په دې کاذبه ِرجا او رښتيني خوف به پرې کلونه په کلونو پسې اوړي؛ د جنګ لمبي به ژبه و باسي او د نړۍ والو سړي، وسلې او پيسي به خوري.
که داسې نه وي نو دا څه مانا لري چې د پېښور په زړه د ټرکونو د هډو په منځ کې د متحدينو د لارېو د بيا بيا سوځولو او لوټلو، د څمکنو د تاڼې تر څنګ يې د تېلو د ټانکرونو او ذخيرو د سوځولو د پاره يو ناڅاپه يو نيم سل، دوه سوه يا درې سوه په کلاشنيکوفو، راکټ لانچرو، پي کاؤو، … وسله وال سړي را پيدا او د عملياتو د پلي کولو نه وروسته د سترګو په رپ کې ورک شي؟
د ټرکونو د هډو نه تر خيبر ايجنسۍ په ګېنټو ګېنټو لاره ده او په دې لاره کې بيا د پېښور ملکي- نظامي هوايې ډګر، بې شماره پوځي يونټونه، د بډه بېرې په سکيم چوک کې د امريکا هوائي بيس او په دې بيس کې د پاکستان ګڼ شمير پوځيان، د پوليسو زياتې ټاڼې او د صدر ستره پوځي- امنيتي سيمه، د پېښور بالاحصار، د نوښار- چراټ مضبوط عسکري جوړښتونه او د نزدې يو درجن استخباراتي ادارو دفترونه پراته دي! خو دا د پيريانو لښکرې نه څوک ګوري، نه پرې خبرېږي، نه يې ډزې اوري او نه يې د اور اوچتې لمبې ويني! ډېره عجيبه خو دا ده چې عين عمل هره شپه، شپه تر منځ او په پر له پسې ډول په عين ځاى کې تکرارېږي خو حکومت يې د مخنيوي د پاره هېڅ اقدام نه کوي. بس په سبا يې د خورو ورو رپورټونو تائيد يا و کړي او يا يې و هم نه کړي. خو بس دنيا ته دا و ښئې چې ګوندې پاکستان پخپله هم د ترورېزم ښکار دى او دې ته اړتيا لري چې اقتصادي او نظامي مرسته ور سره وشي او په دې ډول د نړۍ د واکدارو ړندو هوښيارانو نه احمقانه اخلي.
د دې جنګ ملاتړ کول د پاکستان مجبوري ده. او که پاکستان دا جنګ په همدې نوم او نښان تود و نه ساتي او اکثراً د پردو سړو، ودانيو او پيسو په زيان خپل اتوم و نه ساتي نو بيا خو به له اوله د دې جنګ نخښه پخپله پاکستان ؤ او اوس به پاکستان دومره بمبار شوى ؤ چې هغه د بوش خبره، اوه- اته کاله د مخه به د ٫٫ډبرو د توږلو دورې٫٫ (Stone-age) ته ور ستون شوى ؤ. او چې په دې جنګ کې جنګېدل خامخا د پاکستان په غاړه دي، نو د دې په ځاى چې خپل وجود د دې اور د لمبو خوراک کړي، ولې يې په پردو غوښو خوله نه بندوي؟
فقر او جنګ دوه هغه ناروغۍ دي چې دواړه يو بل په پښو ودروي. په نورو الفاظو فقر جنګ زېږوې او جنګ فقر. دا پوښتنه چې کوم يو يې د هغه بل پلار دى، کټ مټ هغه سوال ته ورته دى چې وايې: “چرګه مشره ده که هګۍ؟” دا چې اول يې کوم يو منځته را غلى دي، دا به څښتن تعالى ته معلومه وي خو تر څو پورې چې د چرګو د دوام خبره ده نو د هګيو روزل يې يوازينى اړين توکى دې او تر هغې چې د هګېو د پاره اړتيا بنسټيزه ده نو د چرګو له ساتلو لابُدي ده. په همدې ډول فقر هم د جنګ زېږونکى او جنګ د فقر پلار دى. تر څو چې فقر له منځه تللى نه وي جنګ به دوام لري او تر هغې چې جنګ روان وي فقر به ښېرازه وي. فلسفيان په همدې توره سپينولو کې لېوني شول.
د اقتصادي چارو کارپوهان د جنګ د ودرولو د پاره نظر ور کوي چې که خلکو ته روزګار پيدا شي او د نفقې سوله ايزه وسيله و مومي نو له جنګه به لاس واخلي، د عزت ژوند به غوره کړي او له خپلو کورنېو سره شپو ته به زړه ښه کړي. سياست پوهان بيا د اقتصادپوهانو سره جوړ نه دي. که څه هم د سياست پوهانو دا تلپاتې مرض دى چې د هيچا سره په هېڅ خبره يوه خوله نه دي، او همدا د سياست ته را وتلو او نوم ايستلو لنډه او اغېزمنه لار ده چې چا څه ويل بس مه يې منه نو ټول خلک به دې و پېژني. هغه د پښتو متل دى، وايي “يو سړى چا نه پېژانده، هغه په … کې … و کړې”. هر چا به پوښتنه کوله چې دا کوم ظالم؟ دا کوم نا مسلمانه؟ ځواب به يې اورېده چې دا خو هغه د فلاني ځوى، او په دې ترتيب يې نوم و ايست. د سياست هم همدا حال دى! په تېره تېره ځمونږ په دريمه نړۍ او په ځانګړې توګه په جنوبي اسيا کې. سياسيون وايي تر څو چې جنګ وي، فقر له منځه نه شي تللى. لمړى دې جنګ ختم شي او بيا دې د غريبۍ چاره و شي. دوى د جنګ د پاى ته د رسولو د پاره د جنګيالو ختمول اړين ګڼي او د جنګيالو د ختمولو د پاره د هغوى په وړاندې جنګېدل. دا جنګېدل که په هره بڼه او هره بيه وي، د سياستوالو د تګلارې بنسټيزې کرښې جوړوي. که پردي فوځونه هم را ځي، که ټول ولس په لمبو کې هم سوځي، که د ملت ازادي، تاريخ، کلتور، شتمني، او حتى وجود هم په کې له منځه ځي لاړ دې شي خو چې (د دوى د مخالفينو) جنګي قوت له منځه لاړ شي او د دوى قدرت او حکومت تاُمين او تضمين شي. مخالفين هم همدا لاره غوره گڼي او (هغه) حکومتونه (چې دوى يې اخيستل غواړي) د جنګ سرچينه او له منځه وړل يې د سولې د پاره خپله فريضه بولي. يوه خوا د بهرنيانو وجود او جنګ جګړې د بهر نه د را تلونکو تروريستانو د له منځو وړلو د پاره، او دوهم لورى په هېواد کې د د بهرنو پوځونو وجود د جنګ پوتنسيال ګڼي. ولس نه پوهېږي چې د دوى ګناه څه ده؟ او دا چې دوى ولې وژل کېږي؟ او دا چې د دې دواړو پردو پالو جنګ د همدې بېوزلي ولس په بړستن نه دى؟
زموږ د هيواد په دې تاريخي مقطع کې په رښتيا هم چې جګړه د فقر مؤلده ده، فقر او بې روزګاري د جګړې د پاره افراد او جواز برابروي او نړۍ وال او ګاونډيان دواړه د خپلو موخو د تر لاسه کولو د پاره د افغان ولس په وړاندې د ثور د کودتاچيانو د پيل کړې جګړې د غزولو په مقصد موجوده فقر تقويه کوي، جګړه ګرموي، د کار هغه ډېر لږ موجود فرصتونه هم له منځه وړي او ښه پرېمانه جنګيالي او فردي قوت تر لاسه کوي، د جګړې د سون د موادو په توګه د دې وګړو په مټو، وينو او غوښو د جنګ ماشين چلوي او لا زيات فقر توليدوي او نوى جنګيالي تر ګوتو کوي او په دې ډول دا دوران دوام مومي.
تاسې و ګورۍ مونږ د جنګ په وجه، په هېواد کې دومره امکانات هم نه لرو چې د هيواد توليد شوې غلې، مېوې دانې او سابه په کې و ساتو. زمونږ بزګر ټول کال چاپت کوي او کله چې غنم او جوار واخيستل شي نو په ده د دکاندارانو پور د سره اوښتى وي او دى اړ وي چې خپل حاصلات په هره بيه چې يې پلورلى شي سمدستي و پلوري. ډېر کله خو بزګرانو عقربانو لا د فصل په سرکې د غله جاتو د مافيا او سودخورو نه په غنمو، جوارو، پيازو، مڼو، زردالو، انګورو، الوګانو او نورو مخکې له مخکې په نيمه بيه پيسې را اخيستې وي او چې څنګه فصل واخيستل شي هماغه ظالمان يې يوسي او بزګر خوار په سپين ميدان هک حيران پاتې شي. دولت خو خداى بخښلى دى هغه خو نه د غلو دانو او نه د ميوو او سبو د ساتلو د پاره سړوبي او سيلوګانې لري، نه بزګر او نه خوار ولس ته سب سائيډي ور کوي او بس هماغه د سياست په منطق د “دېرش کاله جنګ تير شوى دى” بهانه د خپل مسيوليت د غاړې نه د غورځولو د پاره کافي بولي. دا مافيا، چې جرړې يې په سياست کې دي، بيا دا غلې، مېوې او سابه مخا مخ ګانډيو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته رسوي خو مياشت لا نه وي تېره چې د هېواد دننه د خوراکي موادو ذخيرې خلاصې شي او بېرته هماغه خپل حاصلات په دوه ځله او درې ځله جګه بيه اخيستلو ته اړ يو. حتى بوس دومره ارزانه شي چې د دولتي اجاره اي ځمکو بوس خو د بزګر کور ته د وړلو لګښت هم نه پوره کوي چې زياتره په ډاګ پاتې شي او بادونه يې يوسي خو ژمى د پاکستان نه د بوسو بنډلې د خپلې مالدارۍ د پاره په لوړه بيه واردوو. په دې ډول زمونږ عايد ډير ټيټ شي، پانګه مو پاکستان ته لاړه شي او ځوانان مو مجبور شي چې د هماغې خپلې پانګې د يوې برخې د لاسته را وړلو د پاره د دې يا هغې خوا په جنګې ليکو کې ودرېږي او په دې توګه هم د تعليم او هم د توليد نه خلاص شي او هم د خپل فقر د قوت د پاره د خپل وجود او شتو، د خپل ملت د وجود او شتو په وړاندې و جنګېږي او بېرته د خپل ځان په وړاندې د جګړې د تشديد د پاره عوامل او افراد برابر کړي.
د اقتصاد پوهانو او سياسيون ترمنځ د جنګ او فقر د لومړيتوب په سر لانجه ټولنپوهان پرې کوې. دوى د انسانيت دا دواړه دښمنان له منځه و باسي او مشري جهل، بېسوادۍ او ناخبرۍ ته ورکوي. دوى دليل را وړي چې د ولسونو کلتور د هغوى د تعليم، او سلوک يې د تربيې هندارې دي. زما زړه هم د ټولنپوهانو په خبره اوبه څښي او ور سره منم چې رښتيا هم په مونږ حاکم د جنګ کلتور او د ورور په وړاندې د دښمنۍ سلوک زمونږ د لږ تعليم او ټيټې روزنې زېږنده دي.
پاکستان دا هم پتېلې ده چې د نړۍ والو په پاکستان د حملو نه د منصرف کولو د پاره د خپل اتوم بمب د کارولو غوږيزې و ولي او نړۍ و ګواښوي چې که ګويا پاکستان له منځه ځي نو هغه دې ته هم تيار دى چې د اتوم بمب په کارولو نړۍ او يا لږ تر لږه سيمه د ځان سره سمه د منځه يوسي. ځکه په هر صورت به د پاکستان وجود د له منځه تلو د ګواښ سره مخ وي که هغه د ائتلاف په وړاندې د جنګيالو د را لېږلو او وسله والولو په تور وي او د که د اتوم بمب د لرلو په تور. خو په دې کې، چې د جنګيالو ملاتړ و کړي، به د دې چانس ډېر زيات وي چې ائتلاف ماته و خوري او پاکستان ترې بې له د پام وړ تلفاتو په ور کولو خپل غوږونه ساړه کړي. دا که هر ملک د پاکستان غوندې چلنج سره مخ شي او داسې ماهرانه سياست طرح کړى شي، نو په رښتيا چې دا به يې د ځان د ساتنې د پاره يو ډېر بريالى سياست وي. د سياست هغه ډېره عملي معنى هم همدا ده چې څنګه څوک د حالاتو نه د ځان او خپل هيواد په ګټه کار واخلي. او د ګټې مفهوم هم همدا دى چې په څه ډول سړى په نسبتاً لږو ضايعاتو او لګښت ډېر څه تر لاسه کړي. هيڅ داسې گته نه شته چې تاوان ور سره يا ور پسې نه وي. دا ډېره زياته طبيعي ده چې پاکستان به هم د ځان د بقا په دې تنازعه کې د دې اصل نه په ناچارۍ يو څه تلفات ګالي او د نړۍ په سترګو کې د شګو اچولو د پاره به په همدې قربانيو استناد کوي، ځان به د نړۍ وال تړون د جنګ د سر لوبغاړى ثابتوي. خو په حقيقت کې به دا جنګ هغه لنګه غوا وي چې خوله به يې په غرب او غولانځه په پاکستان کې وي. حقيقت دى چې څومره دا غوا څربېږي نو د غولانځې مېرمن به ترې ډېرې پۍ اخلي. د غوا خوله پوهېږي او د هغې څښتن.
دا پوښتنه چې ولې غربي نړۍ څه ړنده ده؟ او دا چې پاکستان اوس دومره هوښيار شو چې دا ټول خلک تېرباسي، ډېره وارده ده.
هو، اصلاُ غرب د دې جنګ نه د خپلو ګټو د پاره هيلې لري او دا هغه جنګ دى چې بهانه يې غرب جوړه کړې ده خو دا اوس د هغوى په ځيرکتيا پورې اړه لري چې څنګه د دې جګړې لارښوونه و کړي چې ورته ټاکلې موخې ترې تر لاسه کړي. د بل په لاس مار وژل ډېر ځله همداسې پايلې لري. د دې جنګ په اوږدولو کې د غرب لاس پټ نه دى. د جنګ د پلمې د را منځته کولو ابتکار په اصل کې د غرب په لاس کې ؤ خو ورو- ورو ترې پاکستان په ډېره هوښيارۍ دا ابتکار د ګوتو کړ او اوس دواړه يو بل ته نرمې پلندۍ اچوي تر څو هغه بل پرېباسي او د جګړې ګټې په خپله ځولۍ کې ټولې کړي. او دا چې ملامت څوک دى؟ دا دواړه بېل بحثونه دي چې ما پرې څېړنه کړې او ډېر ژر به خپل اند او ذېرمه د لوستونکو سره شريک کړم.
پاى
د څښتن ښه دي