کور / خبرتیا او پيغامونه / د ماشوم نړيواله ورځ

د ماشوم نړيواله ورځ


د سپيڅلي څښتن په سپيڅلي نامه

دماشوم د نړيوالې ورځې په مناسبت د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې د محترم وزير پيغام

خوښ يو چې د نورې نړۍ په څير په افغانستان كې هم د غبرګولي له يوولسمې څخه چې د ماشوم له نړيوالې ورځې سره برابره ده يادونه او لمانځنه كوو، هغه ورځ چې د دغه بې وزله قشر د حقونو د خونديتوب او د ټولو اړوندو ميثاقونو او تړونونو د صادقانه تطبيق په لاره كې له مونږ څخه د جدي هڅو او هاند غوښتنه كوي.

پرځاى ده چې له دغې پرتمينې ورځې څخه په لمانځنه كې، چې د افغان ماشومانوله حقونو سره نيغ په نيغه اړيكه لري، ټولو خوږو ماشومانو ته مباركي وركړم او هم د نړى له ټولو هغو بشرپالو انسانانو څخه مننه وكړم چې عملاً د ماشومانو په روزنه او پالنه بوخت دي.

په دې كې شك نشته چې ماشومان د هغوى د عمر له كموالي او دغه راز عقلي او جسمي تكامل ته د هغوى د نه رسيدو له امله نشي كولاى د ناخوالو په وړاندې مقابله وكړي، ځكه نو د هغوى اوليه او طبيعي حقونو ته لومړيتوب نه يوازې اړين او بديهي دى، بلكې د ټولو حقيقي او حقوقي اشخاصو تكليف او وجيبه هم ده.

په تاْسف سره بايد ياده شي چې په هيواد كې د څو لسيزو تپل شويو جګړو او مداخلو له امله ديرش كاله په دې خاوره كې ماشومان له خپلو حقونو بې برخې شوي او كورنۍ هم خپل ماشومان د ستونزمنو كارونو ترسره كولو ته اړ باسي چې له همدې امله ۳.۵ ميليونه د زده كړې په عمر ماشومان له زده كړې او خپلو خدايي او لازمي حقوقو بې برخې دي.

د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت يو وار بيا پر خپلو ټولو وطنوالو په خاصه توګه د جنوبي او جنوب غربي ولايتونو په علماؤ، مخورو او متنفذينو غږ كوي چې د تړل شويو ښوونځيو د پرانيستو په زيار كې دې له پوهنې وزارت سره لاس يو كړي څو په دې توګه د دې خاورې هغه معصوم ماشومان، نجونې او هلكان چې شمير يې تر ۳۰۰ زرو اوړي او د ښوونځيو د تړل كيدو له امله له زده كړې بې برخې شوي بيرته د هيواد دنورو ماشومانو په څير د زده كړو په خونو كې كښيني او د لوى خداى(ج) د معرفت، د هيواد د پرمختګ او په آينده كې د حلال معيشت فرصت بيامومي.

د پوهنې وزارت په داسې حال كې چې ماشومانو ته د حقونو وركولو په موخه له دغه نړيوال خوځښت څخه ملاتړ كوي، د خيرښېګڼې له ټولو ملي او نړيوالو بنسټونو غواړي چې له افغان دولت سره د ماشومانو كنوانسيون د ۱۳۸ او ۱۸۲ موادو د تطبيق په موخه لاس يو كړي څو په دې توګه چې د ماشومانو د حقوقو د بهبود او پراختيا چارې په بشپړه توګه مراعات او ټينګې شي.

د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت ډاده او هوډمن دى چې د لوى خداى په مرسته او د خپلو ټولو موجوده امكاناتو په كارولو سره به په راتلونكو ۱۱ كلونو كې د هيواد ټولو بچيانو ته د هغوى د ترټولو لوى او مهم حق يعنې زده كړې زمينه برابره وي او په دغه برخه كې به په خپله دغه ژمنه كې بريالى كيږي.

ومن الله توفيق

 فاروق وردګ – د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزير






د مباركۍ پيغام

ماشومان كه د مشرق كه د مغرب وي

د ژړا او د خندا انداز يې يو دئ



 


مصور خپرندوى بنسټ د غبرګولي ۱۱مه د ماشوم نړيواله ورځ دافغانستان او نړۍ ټولو ماشومانو ته د زړه له كومې مبارك وايي .

 په درنښت

د مصور خپرندوى بنسټ د مشرتابه شورا