د کندهار ولايت د خاک ريز ولسوالي په مربوطاتو کي د جمعي د ورځي په مازيګر د ملکي خلکو په سپرلي موټر د سرک دغاړي چاودنه رامنځته شوه چي له امله يي دري ښځي ، دوه ماشومان او دوه نارينه وژل شوي او د سپرلي موټر يې کاملا له منځه تللي دي .
په کندهار کښي امنيتي مسوولين وايي د سرک دغاړي ماين د وسله والو مخالفينو له خوا ايښودل شوي وه چي ټوله مرګ ژوبله يي ملکي خلکو ته اړولي ده ، خو د چاودني په تور څوک ندي نيول شوي .
د يوبل خبر په اساس افغان پوليسو او ايتلاف ځواکونو د کندهار ولايت په ارغنداب ولسوالي کي پنځه حلقي ماينونه يي کشف او خنثي کړي او د هلمند ولايت په موسي کلا ولسوالي کي يي د عملياتو په لړ کي تيره ورځ پنځه وسله وال مخالفين وژلي او يوه اندا زه مهمات او چاوديديونکي توکي يي تر لاسه کړي دي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه