کور / هراړخیز / د ژباړي ارزښت او دهغې د پېښلیک څرنګواله

د ژباړي ارزښت او دهغې د پېښلیک څرنګواله

ژباړي ته په لاتیني (Transletion) واي٬ مانا دا چې د یوې ژبي مفهوم و بلي ژبي ته را اړول دي . هغه موضوع یا مضمون چې په پره دۍ ژبي لیکل سوی وي ژباړن ئي داسي ژباړي ٬ چې دغه په پره دي متن کي نغښتی مفهوم د خپل ژبي ولوستونکو ته په هغه دود د ژبي ور څرګندکړي . دلته دژباړونکي د ژباړي څخه اصلي موخه داده٬ چې د پره دۍ ژبي څخه هغه اند٬ اندیښنه او مفهوم د لیکونکي را واخلي او پخپله ژبه ئي را واړه وي او خپل ژبوالو ته ئي ور وړاندي کي .

دغه د ژباړن د ژباړي اصلي موخ بله موخه د ژباړني فرعي موخه ده . دلته ژباړن زیار باسي د خپل ژبي د ودي او پراختیا لپاره چې نوي اصطلاحګاني پیدا کړي او پخپل ژبه ئي په یوه ادبي مضمون را واړه وي . چې و کولاي سي و خپلو لوستونکو ته د نثرپوهني له مخه په یوه لوړه کچه یو ژباړل سوی مضمون وړاندي کړي . ژباړنه د ژبپوهني له مخه یوه پوهنه ده٬ چې په یوناني ژبه کي ورته (Translatology) واي او ځانته ځانګړی مسلک دی . یو ژباړونکی باید پخپله ژبه ډېر ښه پوه وي او هغه پره دې ژبه چې دی ئي ژباړي هم ئي پوره زده وي . ژباړنه په عامه توګه په فزیکي لحاظ په دو ډوله سرته رسي : یوه ئي لیکنیزه ژباړه ده او بله ئي وینیزه ژباړه ده٬ چې خبري په خبري ژباړي . وینیزه ژباړه بیا په دو ډولو ده٬ چې ویونکی مطلب لنډ واي او ژباړونکی دغه لنډ مطلب ژباړي یاني وقفه (iterval) په وقفه د ویونکي خبري ژباړي . بله وینیزه ژباړه داسي کیږي٬ چې ‎ژباړونکی په نېغه سم د ویونکي سره د ده خبري سمدلاسه ژباړي٬ چې دغه هم مهاله ژباړیني ته په لاتیني (simultan translation) وايي .

 دا ډول ژباړنه ډېره ستونځمنه ده . دغلته باید ژباړن پخپله ژبه او په پردۍ ژبه ډېر ښه و پو هیږي او په موضوع کي ډېر وارد وي . او په هم مهاله ژباړنه کي ښه ازموینه ولري . څرنګه چې مو پورته و ویل بله ژباړه لیکنیزه ژباړه ده٬ د دې ژباړه ني یو ډول ګړه په ګړي یاني تحت لفظي ژباړنه ده٬ چې تر اوسه پوري په ځينو کتابونو کښې لیدل کیږي . دغه ډول ژباړنه روانه نه وي . د متن بهیر یاني تسلسل نه لري . بله بیا ازاده ژباړنه ده٬ چې ژباړونکی د موضوع محتوا ژباړي . دغه رنګ ژباړنه روانه سلیسه او متن ئي سره تړلی وي د نثر اوصول په پام کي نیوله سوي وي . لوستونکی د متنه څخه د ژباړي خوښ وي . ژباړه یو اغیزمن مرکزي رول د علمي او کلتوري توکو د انتقال چې په لاتیني ورته (Transfer ) واي٬ په منځ کي د ډول ډول ولسونو لوبه ولی او لوبه وي .

دغه ژباړه ده٬ چې د نورو ولسونو څخه د هغو هنر٬ پوهه٬ کمال٬ کلتور کړه وړه او دغسي نور په پوهنیزه توګه په ژبه کي را انتقاله وي . په رښتیا چې ژباړنه د ژباړونکي په پوه٬ ازموینه او وړتیاپوري اړه لري . دی نسو کولاي٬ څرنګه چې د لیکني متن دی خاص ئي هغسي ژباړه کړي . دا په تصمیم پوري د ژباړن اړه لري٬ چې دغه پره دې لیکنه خپل د ژبي سره پرتله کوي او هغه پره دۍ اصطلاحګاني پخپل ژبه کي را نغاړي او یا دغه پره دۍ اصطحلاګاني د خپل ژبي په اصطلاحو سره ژباړي٬ چې کومه ژباړنه د دوغو څخه ځان و اصل ته د ژباړه کیدونکي متن ته نږدې کوي٬ خو دا نه ویل کیږي .

په دې خبره پخپله ژباړونکی ښه پوهیږي او دا اختیار هم د ده دی . دغه ژباړني لکه لیکنیزه او وینیزه د خپل پېښلیک له مخه داسي څرګنديږي٬ چې وینیزه ژباړنه تر لیکنیزي ژباړني قدامت لري . دا په دې زبات دی٬ چې : « ویکي پیدیا» (Wikipedia) د لیکنیز او وینیز پېښلیک داسي ښېي : بنسټ د ژباړني د ودي د ژبي دپیدایښت څخه چې څه نا څه سل زره کاله پخوا وه٬ جوړه وي . د لیکني د پراختیا او ودي منځ ته راتک څه ناڅه پنځه زره کاله پخوا وو. نو له دې کبله ژباړنه په مهال او ځائ پوري ا و د هغې د اړتیا له مخه په تاریخي بدلون پوري اړه لري . تر اوسه چې دپېښلیک له مخه څېړل سوې او څرګنده سوې ده په نړۍ کې لومړنې ژباړنه په ۲۴۷ کاله ترمخ تر میلاد ده٬ چې «سپیتواګینتا» (Septuaginta) مانا اویا (۷۰= LXX) ده . د یهودانو کتاب یاني تورات دی٬ چې د عبراني څخه په یوناني ژباړه سوی . نقل قول دی٬ چې دغه کتاب ۷۲ ژباړونکو په ۷۲ ورځو کي ژباړلی دی . او بله تاریخي لرغونې ژباړنه د یوې زړې ډبري چې د « روزیتې ډبره » (Ston of Rosette) نومیږي د مصرپه یوه ښارکي چې « روزېتې » نومیږي پیدا سوې ده . پر دغي توږل سوي ډبري یوه لیکنه ده٬ چې ویل کیږي په ۱۹۶ تر مخ تر میلاد دغه لیکنه په امراو هدایت ده یوه راهب سوې ده٬ چې په دو ژبو او درو ډولو لیکونو لیکل سوې ده . په انځور کې لږ ښکاري .
De r Stein von Rosette
په زړه مصري او « هېروګلیفو» (Hieroglyph) او یوناني ژبه لیکل سوي دي . دغه څو ژبنیزو لیکنو مرسته وکړه٬ چې د هېروګلیف لیک لوستنه اسانه کړي او پوهان په و پوهیږي .
بله زړه ژباړنه د « هیرو نیموس (Hieronymus) ده٬ چې د وخت « پاپ » په ۳۳۱— ۴۲۰ وروسته تر میلاد و « هیرو نیموس »ته هدایت وکړ٬ چې (بایبل) د یو ناني څخه لاتېني ته راواړه وي . دغي ژباړي ته (Vulgata) ولګاتا یاني د بایبل ژباړنه واي ٬ چې دغي ژباړني په رومان کاتولیکانو کي ډېره د مانا ډکه اغیزه لرله . په ۹ همه او ۱۰ سمه پېړیو کي په بغداد کي د یوناني علمي او فلسفي کتابون ژباړه وه٬ چې د یوناني ژبي څخه و عربي ژبي ته راواړول سوه او په دغه ډول په ۱۲ سمي او۱۳ سمي پېړیو کي د هسپانيي د «توليدو»
(Toledo) په ښار کي د غه کتابونه چې د یوناني څخه په عربي ژباړه سوي وه دلته د عربي څخه په لاتین او وروسته په هسپا نوي ژباړه سوه ٬ چې په دغه ډول کرارکرارد هسپانیي له لاري په ټول اروپاکي و وېشل سوه .بل د ژباړني لوي واک په اروپاکي چې د ۱۴۸۳ څخه بیا تر۶ ۱۵۴ پوري په دغه منځ کي یوه جرمني راهب چې
 کاتولیک هم وو په نامه د« مارتین لوتر » (Martien Luther ) [بایبل] ئي د لاتیني څخه په الماني ژبه راواړاوه . ډېرخلک د [بایبل] په لوستلو وپوهیدل٬ هرڅه چې (لوتر) ویل هغه په [بایبل] کي وه .


 (لوتر) پخپله دغه ژباړه د عسویت په مذهب کي یو ریفورم راوست٬ چې په پاي کي ئي (اېوانګېليک)« Evangelic» منځ راوست . څرنګه چې ګورو ټول د ژباړني ځواکمني ده . تر مخ هم یادونه وشوه٬ ژباړن پخپله ژباړه ولسونه را ویښوي غوږونه ئي ورخلاس وي . زموږ ښاغلو ژباړونکو برسېره پر دې چې پخپل ژباړه وپښتو ژبي ته وده او سمون تیا ورکړې٬ هغه پټ رازونه او سیاسي پټ چالونه ئي را برسېره کړي او خپل ولس ته ئي وړاندي کړی دی٬ چې بله لار ئي بې ژباړي ناشونی ښکارېده .