۵-د میړه او ښځې تر منځ د اړیکو سهي آند:
د کورنۍ د جوړښت او د جنسي بې لاریو د مخنیوی نه وروسته چې کوم شی د یوه صالح تمدن له پاره اړین دې هغه د ښځې او نارینه تر منځ د اړیکو د سهي شکل او نوعیت ټاکل دي . د هغوې حقوق باید د عدل او انصاف مطابق و ټاکل شي، دهغوې تر منځ باید مسؤلیتونه په پوره او ښه توګه وویشل شي او په کورنۍ کې دهغوې مراتب او دندې په داسې توګه و ویشل شی چې په اعتدال او برابرۍ کې یې کوم توپیر را نه شي . د تمدن په ټولو مسایلو کې تر ټولو مهمه او پیچلې مسئله هم داده خو انسان ددغې ستونزې په حل کولو کې ډیر وخت د ناکامۍ سره مخ کیږي .
ځینې ولسونه داسې دي چې هلته ښځه په سړي باندې قوام (مشره ) ګرځول شوې ده خو مونږ ته هیڅ داسې مثال په لاس نه راځي چې ددې ډول ولسونو څخه کوم ولس د تهذیب او تمدن پورته پوړ ته رسیدلې وي . لږ تر لږه د تاریخي معلوماتو دڅیړنې له مخې د هیڅ داسې ولس نښې په نظر نه راځې چې ښځّه یې حاکمه کړي وي بیا یې په نړۍ کې عزت اوځواک تر لاسه کړې وي . یا یې کوم مهم کار تر سره کړې وي .
برعکس ډیرو ولسونوبیا سړي په ښځو باندې قوام (حاکم اومشر ) ګرځولي خو دغې کار ډیر وخت د ظلم او تیرې بڼه خپله کړې ده . د ښځې څخه یې وینځه جوړه کړې ، دهغې تذلیل او تحقیر یې کړې ، هغې ته هیڅ ډول ټولنیز او تمدني حقوق نه دې ورکړي ، هغه دکورنۍ یو ډیر ادني خادم او د سړي له پاره د شهوت پوره کولو یوه اله ګرځول شوې او دکورنه بهر یې که د ښځو یوه ډله دعلم او تهذیب په ګاڼه ښایسته کړې هم وي نو یوازې په دې خاطر چې هغوې د سړو جنسي غوښتنې په ډیر په زړه پورې ډول سره پوره کړي او سړو ته د خپلې موسیقۍ د اوریدو لذت او دخپلې نڅا او نازو ادا څخه دکتلو لذت او د خپلو جنسي حرکاتو دکمالاتو څخه د جسم له پاره لذت تیار کړي . دا د ښځو د توهین او سپکاوي تر ټولو زیاته د شرم نه ډکه لاره وه چې د نارینه و نفس پالنې ایجاد کړې ده. او هغه ولسونه چې دغه لار یې خپله کړې پخپله هم د زیانمن کیدو څخه خوندې نه دي پاته شوی .
نوې غربي تمدن دریمه لار خپله کړې یعنې دا چې د ښځو او نارینه و تر منځ برابري را وړي ، ددواړو مسؤلیتونه یو شان کړ ي ، دواړه د کار په یوه ډګر کی مسابقه وکړي ، دواړه خپله روزي په خپله و ګټي او دخپلو اړتیاو کفالت په خپله وکړي . د ټولني د تنظیم دغه قاعده تر اوسه پورې تکمیل شوې نه ده . ځکه چې د سړې فضیلت اوبرتری اوس هم په ډاګه ده ، د ژوند په هیڅ اړخ کې هم ښځه د نر سره برابره نه ده او هغو ې ته تر اوسه ټول هغه حقوق پوره نه دې ور په برخه شوې چې د پوره مساوات او برابرۍ په صورت کې باید ورته ور په برخه شوي واې . لیکن تر کومه ځایه چې دغه مساوات قایم کړل شوې هغه له اوس نه په ټولنیز نظام کې فساد خپور کړې ، ددې تر مخه مونږ په پوره وضاحت سره دهغې پایلې څیړلې دي چې اوس یو ځل بیا تبصرې ته اړتیا نه لري .
دغه درې واړه ډوله تمدن د عدل ، توازن او تناسب څخه خالي دې، ځکه چې هغوې د فطرت د لارښونو په پوهیدو او دهغې په مطابق د لارې په خپلولو کې لنډ پالې کړې . که چیرې د سلیم عقل څخه کارواخستل شي نو څرګنده به شی چې فطرت په خپله ددې مسایلو حل وړاند ې کړې . بلکه ې داهم په اصل کي د فطرت ستر ځواک دې چې دهغه له امله ښځه د هغومره غورځیدو څخه ژغورل شوې څومره چې دهغې د غورځولو هڅه شوې او دهغومره لوړیدو مخه یې نیول شوې چې سړو یې هڅه کړې .
د افراط او تفریط دغه دواړه اړخونه انسان د غلط فکر کولو او د خپلو پستو خیالاتو تر اغیز لاندې خپل کړي. خو فطرت عدل او تناسب غواړی او په خپله دهغې صورت جوړوی .
هیڅوک ددې څخه انکار نه شی کولې چې د انسان په څیر ښځه او نر دواړه برابر دي ، دواړه د انسانیت دوه برابرې برخې دي ، د تمدن په جوړښت کې ، دتهذیب په تاسیس او وده کې او دانسان په خدمت کې دواړه برابر ګډون لري . دواړه زړه ، ذهن ، عقل ، جذبي ، غوښتنې او بشری اړتیاوې لري . دتمدن د اصلاح او ښیګڼو له پاره ددواړو نفس د تهذیب ، دماغي روزنې ، او عقلي او فکري ودې ته یو شان اړتیا لري . ترڅو د تمدن په خدمت کې هر یو خپله خپله ونډه واخلي ، په دې اعتبار سره د مساوات خبره وروسته ده او دا د هر صالح تمدن دنده ده چې د نارینه و په څیر ښځو ته هم دهغوې د فطر ې وړتیاو او صلاحیت په مطابق د پر مختګ موقع او فرصت برابر کړي . هغوې په علم ، پوهې اوښه روزنې باندې ښایسته کړي ، هغوې ته د نارینه و په څیر تمدني او ټولنیز حقوق ورکړي او هغوې ته په ټولنه کې دعزت ځاې ورکړی ، تر څو په هغوې کې د نفس د عزت احساس را پیدا شي . او په هغوې کې هغه بهترین بشری صفات وده وکړي چې یوازې د نفس د عزت او احساس په واسطه را پیدا کیدای شي . هغه ولسونو چې ددغسې برابرۍ اومساوات نه مخ اړولې او خپلې ښځې یې نا پوه ، ناروزل شوې ، ذلیله او دمدنیت د حقوقو څخه بې برخې کړې هغوې پخپله د پستۍ او دذلت په کنده کې پریوتې دي . د ذلیلو میندو په غیږ کې دعزت خاوندان ، دناروزل شوو میند په غیږ کې ښه روزل شوو او د پست فکره ښځو په زانګو کې د ستر او اعلی فکر انسان نه شې جوړیداې .
خو د مساوات یو بل اړخ دادې چې د ښځې او نارینه دکار ډګر یو وي ، دواړه یو شان کار وکړی ، دواړه د ژوند د ټولو اړخونو مسؤلیتونه یو ډول په اوږو واخلي او دتمدن په نظام کې ددواړو حیثیتونه پوره برابر وي . د دې د تائید له پاره دساینسي علومو دمشاهداتو او تجربو څخه دا ثابتوی چې ښځې او نر د خپل جسماني استعداد او قوت له اړخه یو له بله سره مساوي (Equipotential) دې خو دا خبره چې دهغوې تر منځ دغه ډول برابري شته ددې له پاره کافي نه ده چې د فطرت موخې هم همدا دی چې د دواړو څخه یو ډول کار واخلي ، داسې نظریه قایمول تر هغې درسته نه ده چې تر څو ثابته نه شي چې ددې دواړو جسماني نظام هم یو دې ، په دواړو باندې فطرت د یوه ډول خدماتو بار اچولې دې او ددواړو نفسي کیفیت هم یو شان دې تر اوسه چې انسان څومره علمي تجربي کړې دهغو له مخې ددغو درې واړو پوښتنو ځواب منفي په لاس راځي .
د ژویو دعلم (Biology) د څیړنو څخه په ډاګه کیږی چې ښځه د شکل او صورت او دکار د غړو څخه نیولې د جسم د ذراتو او نسیجي حجراتو (Protein Molecules of Tissue Cells) پورې په هر برخه کې له نارینه څخه پوره تو پیر لري ، په هغه وخت کې چې رحم کې د کوچني صنفي جوړښت (Sex Formation) صورت نیسي نو دهماغه وخته ددواړو صنفونو جسماني جوړښت یو دبل څخه په مختلفه توګه وده کوي .
د ښځې جسماني نظام په داسې ډول جوړیږي چې هغه د کوچني د پیدا کیدو او دهغې د روزنې له پاره تیاره وي ، دجنین دمرحلي څخه نیولې د بلوغ تر وخته پورې دهغې د وجود وده دهمدغې وړتیا دتکمیل له پاره کیږی او همدغه شې دهغې د راتلونکې ژوند لاره ټاکې .
د ځوانۍ په مرحله کې د میاشتنې مرض (حیض) د ورځو لړۍ پیلیږي چې دهغې په واسطه دهغې دوجود د ټولو غړو فعالیت تر اغیز لاندې راځې. د ژوې څیړونکو پوهانو او دغړو پلټونکو د څیړنو څخه د ا څرګندیږي چې دمیاشتنۍ ناروغتیا له ا مله په ښځه کې دغه لاندې بدلونونه منځته راځی .
په وجود کې د تودوخي د ساتني ځواک کمیږي په دې خاطر دهغې د وجود څخه تودوخه ډیره خارجیږی او د تودوښې درجه لاندې لویږي .
نبض سستیږي ، د ویني فشار کمیږي .
په (Endocrines) غدو ، (Tonsils) ټانسلونو او (Lymphatic Glands) لمسفاتیک غدو کې بدلون را پیدا کیږي .
پروټیني تحول (Protien Metabolism) کې کمښت پیدا کیږی .
د فاسفیټس او کلورایډونو په وتلو کې کمښت را ځي او هوایی تحول یا (Gaseeous Metabolism) کې نزول او انحطاط پیدا کیږی .
په هضم کې ګډوډې را منځته کیږی او د غذا د پرو تیني برخې او وازدې په جذبیدو کې کمښت راځې .
د تنفس په وړتیا کې لږوالې او د اواز په غړو کې ځانګړي بدلونونه را پیدا کیږی .
په غړو کې سستوالي او په احساساتوکې کمښت پیدا کیږی .
د ذهن او فکر دمرکز دهم اهنګ (Consentratos) کولو حالت او توانایي کمیږی.
دغه بدلونونه یوه صحتمنده ښځه دناروغتیا حالت ته دومره ورنژدې کوې چې په هغه وخت کې د صحت اوناروغتیا تر منځه یو څرګند خط کښل ستونزمن وي . (۲۳ سلمه) داسې ښځې وي چې میاشتنې ناروغتیا یې پرته له کوم تکلیف څخه تیریږي . یو ځل د( ۱۰۲۰ ) ښځو په هکله څیړنه او تحقیق وشو چې دهغوې څخه ( ۸۴ سلمه ) داسې وې چې هغوې ته دمیاشتنۍ ناروغتیا په وخت کې دردونه او تر څنګ یې نورې ستنونزې هم را پیدا کیدې .
«ډاکټر امیل نووک» چې د ښځینه ناروغیو لوې متخصص دې وایې چې حایضه ( دویني په ناروغتیا ککړې ) ښځې په عمومی توګه د لاندې ستونزو سره مخامخ کیږي :
[سردرد ، ستړتیا ، د غړو ماتوالې ، عصبي کمزورتیا ، په طبیعت کې تنبلې ، د مثانې نا ارامي ،د غذا د هضم د نضام خرابوالې او په ځینو حالاتو کې قبضیت ، کله کله وچ قي کول .]
یو زیات شمیر داسې ښځې هم وي چې د هغوې تیونو کې نرم او نرې درد را ولاړیږی خو کله کله هغه په ډیر دورند او سخت درد باندې هم بدلیږي ، د ځینو ښځو د (تایې راېډ) غده پړسیږي چې د هغه په واسطه ستونې درنیږي ، ډیر وختونه د بد هضمۍ شکایت ترې پیدا کیږی او د تنفس او ساه اخستنې په وخت کې تکلیف را پیدا کوي .
«ډاکټر کریګر» چې د څومره ښځو معاینه کړې دهغوې څخه نیمایې داسې دي چې د میاشتنې ناروغتیا په وخت کې د بد هضمۍ څخه ناا رامي وي او په اخرې ورځو کې قبضیت ورته پیدا کیده .
د« ډاکټر کب هارډ» وینا ده چې داسې ښځې ډیرې کمې په نظر راځي چې د حیض په وخت کې ورته کوم تکلیف نه وي پیدا شوې . ډیرې داسې هم لیدل شوي چې د سر درد ، ستړتیا، دنامه لاندې درد او د توکاڼو په کمښت اخته کیږی . په طبیعت کې یې خرابولاې راځې او زړه یې غواړی چې و ژاړي . ددې حالاتو په بنسټ دا خبره درسته ده چې د میاشتنې ناروغتیا یا حیض په وخت کې ښځه په حقیقت کې ناروغه وي او دا یوه ناروغې ده چې هره ښځه پرې هره میاشت اخته کیږي .
ددغې جسماني بدلونو اغیز د ښځې په ذهني قوت او د غړو په فعالیت هم پرېوځې ، په (۱۹۰۹ م) کې «ډاکټر وایسهوسکي (Voicechevsky) » دخپلو پرلپسې او زورو څیړنو څخه دا پایلې تر لاسه کړې چې د حیض په وخت کې ښځې کې د افکارو په تمرکز او د دماغي کارو په ځواکونو کې کمښت را پیدا کیږي . «پروفیسور تراچسکاریکي (Krschiskersky) » دخپلو رواني څیړنو په پایلو کې لیکي: چې دحیض په وخت کې دښځې عصبي نظام ډیر اشتعال قبلونکې وي . په احساساتو کې یې ناهمواري او سستي را پیدا کیږي . دمرتبو انعکاساتو دمنلو صلاحیت یې کم او ډیر وخت له منځه ځي . چې د هغې له مخې دهغې هغه افعال او کړه وړه هم درست نه شې پاته کیداې چې په ورځنې ژوند کې یې په خپله کول ، کومه ښځه که د بس کلینره وي دحیض په وخت کې به غلط ټکټ ورکوی او په شمیره کې به متردده وي ،د حیض په وخت به ډریوره ښځه خپل موټور ډیر په ویره ویره چلوي او په هر موړ کې به د ویرې احساس کوي ، او یوه ټایپسته ښځه به غلط ټایپ کوي او په کلاره به یې کوی، الفاظ به ترې پاته کیږی ، غلطې جملې به جوړوي ، د یوې وکیلې ښځې د استدلال وړتیا سهي نه پاته کیږی او د یوې قضیي په وړاندې کولو کې دهغې ددماغ او ادبیاتو دواړو قوت غلطي کوی، د یوې قاضڼې ښځې د پوهې او فهم او پریکړې قوت تر اغیز لاندې راځې غرض دا چې په دغه وخت کې د ښځې دماغې اود اعصابو فزیولوژې تر ډیره ځایه پورې سسته اوغیر فعاله وي ، دهغې غړی په پوره توګه دهغې د ارادې لاندې حرکت نه کوي ، بلکه یو اضطراري حرکت دهغې په ارادې باندې غالبیږي او دهغې د پریکړې او ارادې قوت زیانمن کوی ، دهغې څخه مجبورانه اعمال صادریږې په دغه وخت کې دهغې دعمل ازادی په خپل ځاې نه پاته کیږې او نه هغه د کم مسؤلیت نه دډک کار کولو وړتیا لري .
«پروفیسو لاپنسکي (Lapinsky) » په خپ لکتاب (The Development of Personality in Woman) کې لیکي چې حیض ښځه د خپل عمل د ازادۍ نه بې برخي کوي ، هغه په دغه وخت کې د اضطراری حرکاتو غلامه وي او په هغې د کار کولو یا نه کولو ځواک کمښت مومي . دا ټول بدلونونه په یوې صحتمنده ښځه کې را ځې او په اسانۍ سره پر مخ ځي اود ناروغتیا شکل خپلولې شي ، داسې پیښې په ریکارډ کې ډیرې زیاتې دي چې دحیض په وخت کې ښځې د لیونیو په څیر وي، په ډیرې وړې خبرې باندې په قهر یږې او وحشیانه او احمقانه حرکتونه کوي ان تردې چې ځینې د ځان وژنې هڅې هم کوي او دا کومه غیر معمولي خبره نه ده.« ډاکټر (Kraft Ebing)» لیکي چې : مونږ په ورځنې ژوند کې وینو چې کومې ښځې د نرم مزاج خاوندانې ،د ښه سلیقي لرونکې او د نیک خویې مالکانې دې دحیض په وخت کې دهغوې دغه حالت بدلیږي او وخت په وخت پرې د توپان په څیر را ګرځي . هغه په هره خبره غوریږي . جنګ ته تیاره وی او ځان ته ناسته خوښوي ، نوکران ، اولاد او ان تر دې چې میړه ټول ترې نالانه وی ، هغه د بیګانه خلکو سره هم په ډیره بده توګه ناسته پاسته کوي . او ځینې نور د فن خاوندان د ډیرو څیړونو او تحقیق وروسته دې پایلو ته رسیدلې دي چې ډیروخت د ښځو څخه جرایم د حیض په وخت کې صادریږي ځکه چې هغوې په دغه وخت کې تر کنټرول لاندې نه وي ، یوه نیکه ښځه په دغه وخت کې غلا کولاې شی خو بیا به په خپل دغه عمل باندې ورته شرم ورځی .
«وینبرک (Weinberg) » په خپلو څیړنو او مشاهداتو کې لیکې چې په ځان وژونکو ښځو کې ( ۵۰ سلمه ) داسې دي چې د حیض به وخت کې یې دا کار کړي وي ، په همدې توګه د« ډاکټر کرافټ ایبنګ » نظر دا داې چې که چیرې د بالغو ښځو د جرم په هکله کومه محکمه تحقیق او کار کوي نو ارو مرو دې پلټنه وکړی چې دغه جرم خو دحیض په حالت کې نه دې شوې .
دمیاشتنې ناروغۍ یاحض څخه زیات دحمل وخت د ښځې له پاره ډیر دروند او سخت وي ، ډاکټر (Reprev)لیکې چې د حمل په وخت کې د ښځې د جسم څخه دفضلاتو را وتل ډیر وخت د لوږې وهلو د حالت نه هم په ډیر مقدار سره وي ، په دغه حالت کې د ښځې قوت په هیڅ توګه د جسماني او دماغي کار توان نه لري کوم حالت چې د حیض په وخت کې په ښځه راځي هغه که چیرې په نارینه راشي یا دحمل د وخت نه پرته په بل وخت په ښځه راشي نو بلکل د ناروغتیا حکم به پرې کیږي . د حمل په و خت کې د څو میاشتو له پاره دهغې عصبي نظام مختل وي ، دماغي توازن یې خرابیږي او ټول روانې عناصر یې د پرلپسې بدنظمۍ په حال کې وی. هغه د ناروغتیا او صحت تر منځ زوړنده وي او یو کوچنې ټکان هغه د ناروغتیا تر مرحلې پورې ورسوي ، د «ډاګټر فشر» ونیا ده چې یوه صحتمنده ښځه هم د حمل په وخت کې په ډیر ستر نفسي کشمکش او نا ارمتیا کې اخته وي ، فکر یې پریشانه وي ، ذهن یې خپور وي ، د شعور ، غور ، تفکر او پوهې صلاحیتونه یې ډیر کم وي ، «هیولاک ایلیس» او« البرټ مول» او د ځینې نورو پوهانو ټولو نظر دادې چې دحمل د وخت په اخري میاشت کې ښځه بلکل ددې وړ نه وې چې کوم جسماني یا دماغي کار ترې واخستل شي ، دحمل د وضعې نه وروسته دبې شمیره ناروغیو د را پیدا کیدو اندیښنه موجوده وي ، د زچګي زخم د هر قسم مکروب د جذبولو له پاره اماده وي .
دحمل دمخه حالت ته د تللو تر وخته پورې په غړو کې یو حرکت پیلیږي چې ټول جسماني نظام د ګډوډۍ سره مخ کوي. که چیرې کومه ځانګړې پیښه و نه شی ، نو بیا هم اصلي حالت ته د ګرځیدو له پاره جسم ته څو اونۍ په کار دې . په دې تر تیب دحمل داستقرار نه وروسته تر یوه کاله پورې ښځه په حقیقت کې ناروغه او یا لږ تر لږه نیمه ناروغه وی او دهغې د کار ځواک د عامو حالاتوپه نسبت سم نیمایې بلکه تر نیمایې هم کم پاته کیږی .
بیا د رضاعت یا شیدې ورکولو داسې وخت وی چې په حقیقت کې ښځه دخپل ځان له پاره نه بلکه دهغه امانت (بچې ) له پاره ژوند کوی چې فطرت ورته سپارلې دي . دهغې د وجود انرژي د هغې دکوچني له پاره شیدې جوړي ، هغه غذا چې ښځه یې خوري ، دهغې څځه یوازې همدومره دهغې جسم ته ځي چې د هغې د ژوندې پاته کیدو له پاره ورته اړتیاوي ، پاته ټوله د شیدو په جوړولو کې مصرفیږي ، له دې وروسته تر اوږدې مودې پورې د کوچنی په پالنه ، ساتنه او روزنه خپله ټوله توجه مرکوز وي .
په اوسني وخت کې د رضاعت یا شیدو ورکولو د ستونزې حل داسې ښوول شوې دې چې کوچنیان په بهرنیو غذاګانو ماړه کړي . خو دا سهي حل نه دې ، ځکه فطرت چې د کوچني د ودې او نمو له پاره کوم وسایل د مور په سینه کې پیدا کړې هیڅ شې د هغې سهي بدل نه شی کیداې . کوچنې د هغه څخه بې برخې کول د ظلم او خپل غرضۍ پرته نور څه نه دې ، د کوچنیانو ټول ډاکټران په دې خبره یو شوې دي چې د کوچني د سالمي ودې له پاره د مور د شیدو څخه بله ښه غذا نه شته .
که څه هم اوس دکوچنیانو د روزني له پاره د نرسنګ کورونه او روزنتونونه جوړ کړل شوې دي تر څو میندې له خپلو کوچنیانو بې غمه او دکور څخه بیرون کارونو کې مصروفې شي خو په هیڅ نرسنګ کور اویا روزنتون کې د مورني شفقت مثال نه موندل کیږی ، د کوچنې والي لومړۍ وختونه چې کوم محبت او مینې ته اړتیا لری هغه دکرایه شوو او مزدورو پالونکو په زړونو او سینو کې کله شته ، د کوچنیانو د روزنې دغه نوې لارې چارې تر اوسه د ازمیښت څخه نه دې تیرې شوې. تر اوسه پورې هغو نسلونو میوه نه ده ورکړې چې دکوچنیانو د روزنې په دې نوو کارخانو کې تر روزنې لاندې نیول شوي ، تر اوسه دهغوې اخلاق د هغوې کړنۍ د نړۍ تر مخ نه دې راغلي چې ددې تجربی د کامیابۍ او ناکامۍ په هکله نظر ورکړي . لهذا ددې طریقي په اړه به دا دعوا کول مخکې د وخته وی چې نړۍ د مور دغیږي بدیل پیدا کړې . لږ تر لږه د ا حقیقت په خپل ځاې دې چې د کوچني فطري روزنتونځاې دهغې د مور غیږه ده .
اوس په دې خبره د لږ عقل خاوند هم پوهیږی چې که چیرې د ښځې او نارینه دواړو جسماني او دماغي ځواک او استعداد بلکل مساوي هم وي ، بیا هم فطرت په دواړو باندې مساوی بار نه باروي. د نسل د پایښت په خاطر د تخم شنیدلو پرته د سړي په غاړه بل کوم کار نه دې ور اچول شوې . ددې وروسته هغه بلکل ازاد دې ، د ژوند په کومه څانګه کې چې هغه غواړی کاروکړی کولاې یې شی.
بر عکس ددې خدمت ټول بار د ښځې په اوږو ور اچول شوې دي ، دهمدې بار د پورته کولو له پاره ښځه دهغه وخته څخه تیارول کیږی چې لا د مور په ګیډه کې دغوښې د یوې ټوټې په څیر پرته وي. په دې اساس دهغې د وجود ټول ماشین دهمدې له پاره تیاریږي . په دې خاطر په هغوې باندې د ځوانۍ په ټولو وختو کې دحیض میاشتنۍ ناروغي راځي چې په هره میاشت کې ددرېو څخه نیولې تر اوه یا لسو ورځو پورې دوام کوي په دې وخت کې هغوی دکوم لوې مسؤلیت د پورته کولو یا د جسماني او دماغي کار د تر سره کولو له پاره پوره وړتیا نه لري . په همدې اساس هغوې دحمل نه تر مخه او وروسته تر یوه کاله پورې ډیرې ستونزې ګالي ، او په حقیت کې هغوی په دغه وختونو کې نیم ځانه اوسي ، همدا راز په هغوې د رضاعت دوه کاله وخت ډیر ستونزمن تیریږی . هغوې پخپله وینه د انسانیت فصل ته وده ورکوی او دخپلې سینې په ویالو هغه خړوبه وی . د نسل د پایښت په خاطر هغه د کوچني لومړني څوکاله په همداسي تکلیف او ستونزو کې تیروي چې د شپې خوب او د ورځې ارام پرې حراموي ، او هغه خپله ارامتیا ، لطف ،خوښي غوښتنې ، لنډه دا چې هر څه په دغه راتلونکې نسل باندې ځاروي . کله چې دهغې دغه حال وي نو فکر وکړۍ چې اوس د عدل غوښتنه څه ده ؟ ایا دا عدل او انصاف دې چې د ښځو څخه دهغو فطري مسؤلیتونو د ادا کولو او په ځاې راوړلو غوښتنه هم وشي چې سړې ورسره په کې شریک نه وی، او بیا دهغو تمدني او ټولنیزو مسؤلیتونو بار هم پرې د نارینه و سره برابر وربار کړل شي چې دهغې د وړلو له پاره نارینه د فطرت له لورې د ټولو مسؤلیتونو څخه ازاد پریښوول شوې. هغوی ته وویل شی چې تاسې ټول هغه مصایب هم و زغمۍ چې فطرت ستاسې په اوږو ایښې دې او بیا زمونږ تر څنګ د ډوډۍ دپیدا کولو ستونزې هم زمونږ سره برابرې پورته کړئ ، سیاست او عدالت ، صنعت او حرفه ، تجارت او زراعت او دامن په قیام او د وطن نه ددفاع په خدمتونو کې هم زمونږ سره برابری شریکې اوسئ . زمونږ په ټولنه کې به زمونږ زړونه هم خوشحالوئ او زمونږ له پاره دعیش و عشرت ، خوښئ او لذت وسایل هم برابروئ ؟
دا په اصل کې عدل نه بلکه تیرې او ظلم دې ، مساوات نه بلکه نابرابري ده.
دعدل غوښتنه خو باید داوی چې په هغه چا چې فطرت تر هر څه زیات بار ور اچولې په هغوې د تمدن تر ټولو سپک بار ور واچول شي . او په چا چې فطرت هیڅ بار نه دې ورا چولې په هغوې دتمدن تر ټولو دروند بار وربار کړل شي او هغې ته داهم ور وسپاري چې هغه دې د کورنۍ روزنه او ساتنه هم وکړی .
یوازې دا نه چې په ښځې دکورنه بهر د مسؤلیتونو بار اچول ظلم دې بلکه په حقیقت کې هغه د هغه نارینه ئي خدمتونو د تر سره کولو وړ نه ده چې پورته یاد کړل شول . ددې کارونو له پاره همغسې کار کوونکې موزون کیداې شی چې د کارکولو ځواک یې ثابت وي او په پرلپسې توګه خپلې دندې په پوره اهلیت سره سرته رسوي او په فزیکې او دماغی ځواکونو یې باور کیداې شی خو په هغو کار کوونکو چې تل په هره میاشت کې د یوې کافي مودې له پاره د نه اهلیت او بې کفایتۍ ناروغتیا پرې حمله کوي او دکار کولو وړتیا یې د مطلوبه معیار څخه په مکرره توګه ښکته پریوباسي نو هغه به په څه ډول ددغه مسؤلیتونو بار پورته کړی .
دهغې عسکر ی ځواک یا بحري ځواک په حال غور وکړئ چې د ښځو څخه جوړ شوې وي ، او د جنګ په وخت کې څو سلمه د میاشتنۍ ناروغتیا له امله د فعالیت توان له لاسه ورکړي ، یو خاص شمیر د ولادت یا کوچني د زیږدو په حالت کې په شفاخانو کې پرتې وي او یو شمیر د حامله کیدو په اساس دکار وړ تیا و نه لري .
د فوځ مثال خو تاسې ویلاې شئ چې هغه د ډیرو سختو دندو د اجرا کولو سره اړیکې لري . خو پولیس، عدلیه ، ادارات ، سفارتي خدمات ، د اورګاډی ، صنعت حرفي او تجارت …. او په دې کې کوم کارونه داسې دي چې په پر لپسې توګه د باور وړ قابلیت او اهلیت ته اړتیا نه لري ؟
نو هغه څوک چې د ښځو څخه د نارینه و کار اخستل غواړی نو دهغوې مطلب شاید دا وی چې یا خو له ټولو ښځو څخه دښځیتوب صفت سلب کړي او په دې توګه انساني نسل ته د پاې ټکي کیږدي. او یا دا چې د هغوې څخه څو فیصده لازما دناښځیتوب د سزا له پاره و ټاکي او یا دا چې دتمدن د ټولو معاملاتو د اهلیت معیار د تنزل سره مخ شي . خو که چیرې تاسې ددې څخه هر صورت اختیاروې ،خوښځې د نارینه و د کارونو له پاره تیارول د فطرت د غوښتنو پر خلاف کار دې او داسې نه دانسانیت له پاره ګټور دې او نه پخپله د ښځې له پاره. ځکه چې د ژویو د پوهې له مخې ښځه دکوچنې د ساتنې او روزنې له پاره جوړه کړل شوې ،په دې خاطر د رواني علامو په دایره کې هم هغې ته هماغه صلاحیتونه ورکړل شوې چې دهغې د فطري دندې د ادا کولو له پاره ورته اړتیا ده لکه محبت ، همدردي ، مهرباني او زړه سوې ، حساسوالې او جذباتیتوب او څرنګه چې په جنسې ژوند کې سړې ته فعل او ښځې ته دانفعال مقام ورکړل شوې په دې خاطر ښځې ته ټول هغه صفتونه ورکړل شوې چې د هغې د ژوند دغه منفعلانه اړخ کار کولو ته تیار وي . هغه ته د سختۍ او شدت پر ځاې نرمي او نزاکت ورکړل شوې ، هغه ته د اغیزناکه کولو په ځاې د اغیزمن کیدو، د فعل پر ځاې د انفعال ، د سختیدو او څښیدو په ځاې د ټیټیدو اوملایم کیدو صلاحیت ورکړل شوې ، هغوې ته د زړورتوب او جرئت پر ځاې د بې زړه توب او تیښتې خاصیت ورکړل شوې ، ایا ددغه ځانګړتیاو تر څنګ هغه کله هم ددغه کارونو له پاره موزون ثابتیداي شي ؟ او د ژوند په هغه کارونو کې سوبه موندلاې شی چې سختي ، تحکم ، مقابلې او سوړ مزاجۍ ته اړتیا لري ؟ او د نرمو جذبو پر ځاې قوي ارادو او پریکنده اراده غواړی ؟ د انساني تمدن په داسې اړخونو کې د ښځې راوړل په خپله د ښځې ضایع کول هم دې او د تمدن ددې اړخونو ضایع کول هم.
په دې کې د ښځو له پاره ارتقانه بلکه انحطاط دې .د ارتقا معنې دا نه ده چې د چا طبیعې وړتیاوی تر فشار لاندې رواړل شي او له منځه یوړل شی او په هغې کې په مصنوعي توګه هغه وړتیاو ې را پیدا کړل شی چې په فطري توګه په هغې کې نه وې موجود ، بلکه د ارتقا معنې داده چې قدرتي وړتیاوو ته وده ورکړل شی هغه را وټوکول شي او ورته د ښه نه د بهتر عمل کولو زمینه برابره کړل شی، په دې کې ښځو ته کامیابی نه بلکه ناکامي ده ، د ژوند په یو اړخ کې ښځې کمزورې دي سړې ځواکمن دی ،خو په بل اړخ کې سړي کمزوري او ښځې ځواکمنې دي ، تاسې ښځې په هغه اړخ کې چې کمزوري دي د سړو سره برابرۍ ته راکاږئ چې طبیعي پایلې به یې دا وي چې ښځې به تل د نارینه و څخه کمزورې وي تاسې چې هر څومره تدبیرونه وکړئ دا شونې نه ده چې د ښځو له ډلې څخه ارسطو ، ابن سینا ، کانټ ، هیګل ، شکسپیر ، سکندر ، نیپولین ، سیدجمال الدین افغان ، صلاح الدین ایوبی ، نور الدین زنګې او محمد بن قاسم ، سلطان محمود غزنوې …. په څیرو ګړي را پیدا کړئ خو تر څنګ یې که د ټولې نړې سړي خپل سرونه خوږ کړي نو هغوې به په خپل ټول جنس کې یوه معمولي مور هم پیدا نه شي کړاې .
په دې کې پخپله د تمدن ګټه نه شته بلکه زیان دې ، انساني ژوند او تهذیب ته چې څومره د زیږوالي ، سختۍ او قوت اړتیا ده په هماغه اندازه ورته د رقت ، نرمۍ او لطافت اړتیا هم ده ، لکه څنګه چې ښه عسکري قوماندانانو ته د بهترینو منتظمینو او اداره چیانو اړتیا ده په هماغه اندازه بهترینو میندو ، ښه ښځو او کور ودانو ته اړتیا ده که ددواړو عناصرو څخه هر یو ساقط شي نو انساني تمدن ته یې ډیز زیان رسیږي .
دا هغه ویش دې چې پخپله فطرت د انسان د دواړو جنسونو تر منځ کړې دې . ژویو ، غړیو او رواني علومو ټولو دې لورې ته اشاره کړې چې د کوچني د پیدا کیدو ، او پاللو خدمت ښځو ته سپارل یو داسې پریکنده حقیقت دې چې پخپله په انساني تمدن کې ورته یو دایره ځانګړې کړل شوې ده ، او هیڅ مصنوعي تدبیرونکو لا تر اوسه داسې ځواک نه دې پیدا کړې چې د فطرت دغه پریکړه بدله کړي ، یو صالح تمدن هغه دې چې لمړۍ خو دا پریکړه لکه څنګه چې ده همغسې و مني اوښځې ته خپل سهي مقام ورکړي او ورته په ټولنه کې د عزت مرتبه ورکړي د هغې تمدني او وګړیز حقوق ورکړي په هغوې یوازې د کورنۍ دمسؤلیتونه بار وا چوي او دکورنه بهر مسؤلیتونه او دکورنۍ قوامیت سړو ته وسپاري ، هغه تمدن چې ددې ویش د له منځه وړلو هڅه وکړي هغه که څه هم په ډاګیزه توګه څه ظاهری پر مختګ کولې شي خو بلاخره دداسې تمدن تباهي یو حتمي امر دې ځکه کله چې پر ښځه باندې د سړې په څیر برابر مسؤلتیونه ور واچول شی نو هغه بیا د خپل ځان څخه د فطري مسؤلیتونو بار ایسته غورځوي چې پایلې یې نه یوازې د تمدن بلکه دانسانیت بربادي هم ده .که چیرې ښځه دخپل فطري جوړښت په خلاف هڅه وکړي نو تر یوه نه یوه حده پورې د سړي د ټولو کارونو بار په اوږو اخیستې شی خو سړې هیڅکله هم د دکوچني دپیدا کیدو او روزلو وړتیا نه شي تر لاسه کولاې .
د فطرت ددغه ویش د په نظر کې نیولو سره دکورنۍ د تنظیم اوپه ټولنه کې دښځې او سړي دندې په لاندې توګه ویشل کیداې شی :
د کورنۍ له پاره د روزۍ پیدا کول ، دهغه ملاتړ او ساتنه کول ، او د تمدن دمحنت غوښتونکو خدمتون پاې ته رسول د سړي کار دې او د هغې ښوونه او روزنه باید داسې وشي چې هغه ددغو اهدافو د تحقق له پاره ډیر زیات ګټور ثابت شي .
د کوچنیانو روزنه ، کورنۍ دندې او دکورني ژوند نیکمرغي او ارامتیا ، او دهغې څخه جنت جوړول د ښځې کار دې باید د ښځې د ښې ښوونې او روزنې اهتمام وشي تر څو دهمدې موخو د تحقق له پاره ښه جوګه شي .
دکورنۍ د نظم او ډسپلین د ساتلو له پاره یو کس ته د قانوني پولو په داخل کې د حاکمیت پوره واک ور په برخه وي تر څو کورنۍ دخپلسرۍ او اړو دوړ څخه وساتي .
داسې وګړي یوازې سړې کیداې شي ځکه چې دکورنۍ هغه غړي چې دماغي اوقلبی حالت یې د میاشتنۍ ناروغۍ په دوران کې ثابت نه پاته کیږی دداسې واکمنۍ او اختیاراتو د استعمال وړ نه شی ګرځیداې .
د تمدن په نظام کې ددغه ویش او تر تیب دځاې په ځاې ساتلو له پاره باید مناسب احتیاطي ترابیرو نیول شي تر څو ساده ډوله او بې عقله خلک د خپلې بې عقلۍ له وجې د نارینه او ښځو دکار اوفعالیت د ساحو په ګډولو او مخلوطولو سره د صالح تمدن نظام برباد نه کړي .
پاته په څوارلسمه برخه کې ولولئ…