هسې نا هيلى شوم ځكه غواړم يو څه وليكم، خبره به دومره جدي نه وي خو ما ته يې زور په دې راكړ چې د ريدي ګل په مشاعره كې د ګډون په موخه د بلخ ولايت شاعران او ليكوالان، ددغه ولايت د پارلمان د وكيلې ښاغلى ګلالۍ صاپۍ له خوا راليږل شوي په دې معنا چې د تګ راتګ لګښت يې ورته هغې برابر كړى و، خبره په دې راياده شوه چې د كندوز شاعرانو او ليكوالانو په هغه شپه چې په مشاعره كې د ګډو كولوپه خاطر يې د هيواد بيلا بيلو ولايتونو ته ټليفونونه كول، ليكوالان او شاعران يې خبرول نو پريكړه يې وكړه چې ښه به وي چې ددغه ولايت تكړه وكيل معين مرستيال!!! چې ليكوال هم دى له دوى سره په مشاعره كې ګډون وكړي او ددوي پروګرام يې په ګډون ښكلى شي، دغه ځوانان هيڅوك نه هڅوي، او نه ورسره څوك د مشاعرو او فرهنګي كارونو په ترسره كولو كې مالي مرستې كوي، او نه ورته د دغه ډول لويو پروګرامونو له جوړيدو وروسته د خداى كوم بنده شاباسې وركوي خو بياهم دا خپل وياړ ګڼي چې د خپلو جيبونو په مرسته يې په سيمه كې داسې فرهنګي يون پيل كړى چې ډير فرهنګي مركزونه يې د پنډ او پروژو په اخيستلو سره هم نه شي ترسره كولاى، خبره رانه اوږديږي، كله چې ددغه ولايت يو تن ليكوال او شاعر معين مرستيال ته له ماښامه لږ وروسته ټليفون وكړ نو معين مرستيال خپلې خبرې داسې پيل كړى.
دا وخت د زنګ وهلو دى ؟ حال داچې د ماښام نهه بجې وې
ټليفون بند شو، شيبه وروسته هغه ښاغلي!!! بيرته زنګ را وواهه او ورته يې وويل چې څه خبره ده.
– معين صيب مونږ په كندوز كې د ريدي ګل مشاعره لرو، كه راسره په كې ګډون وكړئ ښه به وي.
– معين: (په تنده لهجه) كله مو ورته پلان ونيوه
– نن شپه مو نيت وكړ چې د ټولو ولايتونو شاعران خبر كړو
– ولى زه څه دوكاندار يم چې دوه ورځې وروسته مشاعره ده او نن مې خبروئ؟
– تاسو زما خبرى ته غوږ…..
– اول دخبرو كولو اصول زده كړئ بيا خلكو ته ټليفون كوئ.
– تاسو ماته غوږ ….
– زه خو څه دوكاندار نه يم چې دوكان بند كړم څادر په اووږه كړم او درشم، ماته بايد يوه مياشت مخكى احوال راكړئ چې زه درشم. بلكه ځينې نور الفاظ تر دې هم زشت وو.
دغه ځوان ټليفون بند كړ او په ټولو شاعرانو او ليكوالانو چې د مشاعرى په اړه يې پلانونه جوړول سكوت برى وموند.
خو كله چې د ريدي ګل مشاعره وشوه او خبر شوو چې د بلخ ولايت د فرهنګيانو د ترانسپوټ په خاطر د يوه ټليفون په كولو سره ددغه ولايت وكيلې ګلالۍ صاپۍ هغوي ته اته ويشت زره افغانۍ وركړي نو افسوس مې وكړ چې كاش مونږ هم د معين مرستيال پر ځاى كومه ښځه پارلمان ته استولي واى، دا ځكه چې يوازې دمرستيال لپاره په كندوز كې په هغه وخت كې دغو شاعرانو او ليكوالانو دومره كمپاين كړى چې حد نه لري، او زه په دې باور يم چې دغه ښاغلى!!! تراوسه په دې نه دى خبر چې له هغو خلكو څخه پرته چې له ده به يې پيسې شكولې نورو مخلصو هم ورته په غير مستقيم ډول كمپاين كړى دى. زه د تخار يم خو پر كندوزيانو مې زړه وسوځيده چې دغه فرهنګ دوسته ځوانان څومره ستونزى ګالي، زما د معلوماتو له مخې چې يو څه منډه مې ورسره وهلى، دوې له درې مياشتو را په دې خوا ايله د ريدګل مشاعرې لپاره شل زره افغانۍ مرسته راټوله كړى هغه هم په داسې حال كې چې د ميلمنو لپاره دغرمنۍ ميلمستيا پيسې چې ټولې تقريبا اتيازره افغانۍ كيدى نيمې ورسره چارواكو منلي او نيمې (۴۰۰۰۰) يې دوې وركړي، چې شل زره نورې يې دغو ځوانانو له جيبه پرې كړي، او دا لا پرې سربارې دى چې هريو دغه درې مياشتې له كاره وتى دى او د خلكو او ملت د فرهنګ د ژوندي ساتلو په موخه يې ځانونه له وظيفو او كارونو ګوښه كړي دي، او يايې خپل هغه وخت چې دوې په كې له دى پرته چې مصرف وكړي نورې اقتصادي ګټې هم درلودى له لاسه وكړى. د نورو ولايتونو فرهنګيانو ته د چارواكو له خوا په لسګونو زره افغانۍ خو لا پريږده ډالر وركول كيږي چې مشاعرى جوړى كړي، چې په مثال كې يې مونږ د ننګرهار، هليمند، كندهار، ميدانښار او نورو ولايتونو مشاعرى يادولى شووچې د سلو تنوشاعرانو د انتقال لپاره يې له كابل څخه كندهار ته د الوتكې ټكټونه اخيستي وو.
افرين شه او صد افرين شه د كندوز پر ځوانو شاعرانو او ليكوالانو چې په يوازې ځان دغه ډول لوې پروګرامونه پر مخ وړي.