کور / تازه خبرونه / د ټاكنو كمېسون: تر وخت دمخه كمپاين سرغړونه ده

د ټاكنو كمېسون: تر وخت دمخه كمپاين سرغړونه ده


د افغانستان د ټولټاكنو خپلواك كمېسون د يوې اعلاميې په خپرېدو څخه له ټولو كانديدانو غوښتي چي تر وخت دمخه كمپاينونه ودوري.


د ټولټاكنو كمېسون وايي دوى ته د جمهوري رياست د ځينو كانديدانو په اړه داسي شكايتونه رسېدلي چي تر وخت ډېر دمخه يې انتخاباتي كمپاينونه پيل كړي دي، چي دا كار يې د انتخاباتو له قانون څخه څرګنده سرغړونه ده.

د اعلاميې له مخي هيڅ كانديد حق نه لري چي د جوزا تر ۲۶ -مي دمخه انتخاباتي كمپاين وكړي، او كه هر كانديد دې كار ته دوام وركړي، ښايي د انتخاباتو له ليست څخه يې نوم وايستل سي.

د انتخاباتو كمېسون كه څه هم د هيڅ كانديد نوم نه دئ اخيستئ خو وايي په كابل او نورو سيمو كي د ځينو كانديدانو عكسونه، پلانونه او نوري پاڼي پر دېوالونو او موټرانو ليدل سوي دي.

بلي خواته ډېرى كانديدان پر ولسمشر حامد كرزي نيوكه كوي چي له دولتي امكاناتو څخه استفاده كوي، د افغانستان په ملي راډيو ټلوېزون كي يوازي د ځان په ګټه راپورونه نشروي، په ولايتونو كي واليان د قومي مشرانو او ځوانانو په پلمه غونډي ورته جوړوي، نو دوى مجبوره دي چي له حريف څخه د مخته كېدو په خاطر هلي ځلي وكړي.