په سيمه کې د امنيت د ټنګښت او ورنکارو ډلو د مخنيوي په موخه د کونړ او نورستان ولايتونو دولتي چارواکو او قومي سپين مشرانو د نورستان ولايت په مرکز پارون کې ګډه غونډه و کړه .
د نورستان د چارواکو په وينا : د دغو ولايتونو قومونو ژمنه وکړه چې په خپلو سيمو کې به ورانکارو ډلو ته اجازه نه ورکوي چې په سيمه کې نا امني رامنځته کړي .
د نورستان والي جمال الدين بدر وويل : په سيمه کې د امنيت د ټنګښت په موخه جوړه شوې دغه غونډه کې پر دولتي چارواکو سربيره د کونړ او نورستان ولايتونو په لسګونو قوموي مشرانو برخه لرله .
نوموړی وايي :د نورستان او کونړ ولايت پر لويه لار کله ناکله ورنکارې ډلې ستونزې را ولاړوي چې په دغې غونډه کې يې د دواړو ولايتونو مشرانو له لورې د مخنيوي ژمنه وشوه.
نورستان او کونړ د هېواد په ختيځ کې پراته سرحدي ولايتونه دي چې ګډې پولې لري .
ددغو دواړو ولايتونو قومونه په داسې حال کې په خپلو سيمو کې د امنيت د ټنګښت او ورنکارو ډلو د مخنيوي ژمنې کوي چې له څه مودې راهيسې ددغو ولايتونو ګډه پوله د امنيت له پلوه د انديښنې وړ ده.
هېره دې نه وي چې کابو دوه مياشتې وړاندې هم د يادو ولايتونو قومي مشرانو د کونړ ولايت په مرکز اسدا باد کې ، په سيمه کې د امنيت د ټنګښت په موخه ورته غونډه ترسره کړې وه.