موسي کلا: دوه پوليس وژل شوي او څلور تپيان دي
د هلمند ولايت د موسي کلا ولسوالي په کاريز په کلي کې نن سحر په نه بجو[مرغومي په ١٠مه] د پوليسو يو موټر د سړک تر غاړي په ريموت کنترل ماين والوزول شو ، چي په نتيجه کې دوه پوليس ووژل شول او څلور ټپيان شوي دي .
د موسي کلا د ولسوالۍ سرپرست ولسوال حاجي پير محمد وويل : ماين نوي په سيمه کې ځاي په ځاي شوي وو.
خو ذپيح الله مجاهد، ددي تر څنګ يي چي د پيښي پړه يي په غاړه اخيستي وويل : د پوليسو د يوه قومندان په ګډون چي نيک محمد نوميږي لس تنه پوليس د چاد ني له امله مړه او ټپيان شوي .
په سيمه کې عيني شاهدانو هم د پوليسو د قومندان [نيک محمد ]د سخت ټپي کيدل تاييد کړي دي .