کور / سياسي / نو اوباما كرزى ومانه!

نو اوباما كرزى ومانه!

د امريكې ولسمشر بارك اوباما د امريكې ولس د غوښتنو تر شا ټولټاكنو ته راوړاندې كړاى شو او ده هم په خورا سياسي ځيركۍ سره ډېر ژر د ولس ژبه خپله او د خپل انتخاباتي كمپاين د مېز ترشا د هغوى غږ يې پورته كړ، د چنج يا بدلون شعار يې وركړ او په لږه موده كې په خپلو انتخاباتي سيالانو مخكې شو.

د ټولټاكنو له ګټلو وروسته چې كله اوباما ته د چارو واګي سپارل كېدل نو اوباما وپوهيده چې د امريكې ولسمشرانو كاري شخصيت د دوى له سياسي شخصيت سره خورا توپير لري او پر نړۍ د امريكې راج ساتلو له پاره په كار ده چې امريكايي مشران يوازې د سي اى اى د سناريوګانو ممثلين وي، نه د دغو سناريوګانو ليكونكي او يا بدلوونكي.

د ټولټاكنو پر مهال چنج(بدلون) د امريكايي ولس غوښتنه وه چې نور د بوش له تګلارو ستړى او بېزاره شوى و.

ځكه د امريكې د لوى لوبې تګلارې او د دغې تګلارې د پلي كولو پر وړاندې رامنځته شويو غبرګونونو اوناخوالو د امريكې ولس ته له سړې جګړې وروسته سخت ټكان وركړى و.

امريكا د خپل اعتماد،سربازانو، برم او اقتصاد له لاسه وركولو سره له اتو كلونو راهيسې د عراق او افغانستان د جګړو په دلدلزار كې بنده وه او د جګړې واګي دومره د دوى له لاسه وتلي وو، چې نور چا نشواى كولى د سبا ورځې وړاندوينه وكړي چې سبا ته له دغې جګړې به امريكې ته څه پېښېږي.

د امريكايي ستراتيژيستانو د وړاندوينو پر خلاف جګړې د لمنې پراختيا د جګړې لګـښتونه او زيانونه نور هم زيات كړي وو او دغو لګښتونو د امريكې جيبونه خالي او اقتصادي كړكېچ يې رامنځته كړى او دغه هيواد يې د چين په ګډون د يو شمېر هيوادونو پوروړى كړى و.

دغو ټكانونو د امريكې ولس ويښ كړ او پام يې ورته دېته راواړاوه، كوم څه چې دا وخت د بوش په مشرۍ د امريكې د سياسي كړيو له خوا په عراق او افغانستان كې روان دي تېروتنه ده او بايد بدلون ورته وركړ شي.

خو دا چې له درې پېړيو راهيسې پر امريكې د هغه هيواد د استخباراتو سنتي واكمني ټينګه ده، نو څرګنده ده چې د امريكايي ولس د خوبونو تعبير ته په كې زيات ځاى نشته.

د دغو ځواكمنو استخباراتو پر وړاندې چې پر نړۍ د امريكې د راج ساتنه كوي، د امريكې ډېرى مشران او سياستوال په ګونډو شوي او د امريكې په سياست كې ورته د چنج وخت نه دى وركړ شوى.

د لوستونكو د معلوماتو له پاره زياتوم چې په امريكې كې د ځواك د تمثيل درې لوى بنسټونه دي چې امنيتي ځواك، كانګريس او حكومت بلل كيږي او په دا منځ كې د كانګريس واك ډېر محدود او سمبوليك دى چې په دې توګه په دولت كې د امريكايي ولس غوښتنو ته كم ځاى پاتې كيږي.

له ټولنيز پلوه د امريكې ټولنه په دريو طبقو وېشل شوې: د امريكې شتمنه طبقه چې د دولت پر واګيو يې منګولې ښخې دي او په كې لوى پانګوال، سوداګر او د لوړې كچې بوروكراتان شامل دي.

منځنۍ طبقه چې په كې كوچني پانګوال او د منځنۍ كچې بوروكراتان شامل دي.

ټيټه طبقه چې په كې بېوزلي كارګران، بزګران او د ټيټې كچې مامورين شامل دي او د سياسي حالاتو، اقتصادي كړكېچونو او نورو پېښو اصلي قربانيان ګڼل كيږي.

سره له دې چې دغه طبقه د امريكايي ولس ډېرى برخه جوړوي، خو سياسي اغېز يې خورا كم دى.

اوس راځو اصلي خبرې ته يانې د امريكې په سياست كې د چنج امكاناتو ته !

اوباما ته چې كله د حكومت واګي وسپارل شو، نو ده په افغانستان كې د جګړې لنډولو او پاى ته رسولو هوډ په ډاګه كړ، نو د استخباراتو له غبرګون سره مخ شو او يو لوړ پوړي چارواكي په غوږ وواهه چې اوباما بايد خپل له دې هوډ څخه تېر او په سيمه كې د امريكې ګټو ته پام واړوي.

دا په دپلوماتيكه ژبه كې دا مانا لري چې په افغانستان كې د جګړې په لنډولو سره د امريكې ګټې له ګواښ سره مخ كيږي او اوباما بايد په سيمه كې د اوږدې مودې جګړې له پاره تيارى ونيسي، نه د جګړې د لنډولو له پاره.

كله چې دا خبرې د استخباراتو د مامور له خوا مطرح كيږي، نو مانا به يې دا هم وي چې د امريكې او د امريكې د ولسمشرانو له پاره تګلارې او ستراتيژۍ د هغه هيواد استخبارات او پوځي چارواكي جوړوي.

د اوباما لومړۍ غونډه هم د استخباراتو او پوځ له چارواكو سره وه او له دې غونډې وروسته د اوباما په خبرو او د چنج په پاليسۍ كې خورا بدلونونه رامنځته شول.

له دغې غونډې وروسته اوباما په پاكستان كې د القاعدې او طالبانو پر پټنځايونو له بريد څخه په شا شو او د افغان حكومت يوه ډله يې د خبرو له پاره امريكې ته وغوښته، تر څو د خپلې راتلونكې ستراتيژۍ په اړه د دوى له خولو د افغانانو اندېښنې واوري.

له دغه ډلې سره هيڅ كوم لوړپوړي چارواكي ونه كتل او د وزارتخانو د دريم لاس مامورينو سره يې يو لړ سمبوليكې غونډې درلودې.

دا د دې څرګندونه كوي چې امريكايي چارواكو ته يا خو د افغانانو اندېښنو اهميت نه درلود او يا خو نوموړي هيئت د ويلو له پاره څه نه درلودل او يا هم د امريكې په ستراتيژۍ كې د افغانانو د اندېښنو ځايولو له پاره كومه اجنډا نه وه.

د امريكې بل كار په هالنډ كې د افغانستان په اړه د يوې نړيوالې غونډې رابلل و چې ورسره جوخت اوباما هم اروپا ته په سفر ورغى.

دغه غونډه په حقيقت كې د افغانستان په اړه د نړيوالې ټولنې د هوډ او ارادې د څرګندولو له پاره جوړه شوې وه تر څو امريكايان له اوباما څخه وروسته د امريكې او ترهګرۍ ضد جګړې په اړه نړيوال نظر معلوم كړي.


د اوباما د دفتر لومړى كار د څو اقتصادي لايحو تاييدول او ورپسې د اوباما اروپايي سفر و چې په تركيه پاى ته ورسېد.

د اوباما موخه له دې سفر څخه د افغانستان او عراق د جګړو له پاره د اروپايي ټولنې د ملاتړ راماتول وو چې چندانې لاسته راوړنه يې نه درلوده.

د اوباما دريم كار د افغانستان ټولټاكنې او په دغو ټولټاكنو سره پر افغانستان د خپل اغېز ساتل وو، چې د وخت د كمي له امله اوباما يې د وخت له تنګسې سره مخ كړى و. ځكه افغانستان د اساسي قانون له مخې ټولټاكنې بايد واك ته د اوباما له رسېدو يوه يا دوه مياشتې وروسته ترسره شوې واى.

دا موده د همدې تنګسې له امله درې مياشتې وغځول شوه، تر څو اوباما وكولى شي د افغانستان ولسمشرۍ ته د امريكې د ګټو ښه او وفاداره پالونكى ومومي.

اوباما په لومړيو كې داسې ايسېده چې ګوندې كرزى يې د زياتې بې كفايتۍ او په سيمه كې د امريكې د ناكامۍ له امله نه خوښېده، خو خپله يې هم د افغانستان له پاره كوم كانديد نه درلود.

اوباما په افغانستان كې د يو ډاډمن كس د موندلو په لټه د راتلونكې ولسمشرۍ له مخكښو احتمالي كانديدانو څخه په امريكې كې يوه غونډه جوړه كړه چې په كې زلمي خليلزاد، علي احمد جلالي، اشرف غني احمدزي، ډاكتر عبدالله عبدالله او د كرزي په ګډون د يو شمېر سياستوالو او كانديدانواستازو ته بلنه وركړ شوې وه.

په دغه غونډه كې د امريكايي ارزونكو په وړاندې دغو كانديدانو خپلې مشورې او وړانديزونه وړاندې كړل.

داسې ګومان كيږي چې له دغې غونډې څخه وروسته امريكايي ارزونكو اوباما ته دا مشوره وركړي وي چې په افغانستان كې د امريكايي ګټو تر ټولو ښه پالونكى او ډاډمنونكى كرزى دى او د نورو كانديدانو له وړانديزنو او نظرونو څخه ښكاري چې دغو كانديدانو ته د واك سپارلو په صورت كې كېداى شي په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو فعاليتونه او خپلسري رامحدوده او له امريكې څخه د دلخواه چناق ماتولو فرصت واخيستل شي.

دغه كارونو كولى شول په هيواد كې له امنيت او سولې راوستلو سره مرسته وكړي او جګړه رالنډه كړي، دا هغه څه دي چې امريكه يې نه غواړي.

د علي احمد جلالي له څرګندونو څخه هم چې د ځان نه كانديدولو

په اړه يې په دې وروستيو كې درلودل يو ډول داسې بوى راځي چې د پورتنيو دلايلو پخلى ترې كېداى شي.

د جلالي له خوا په خپره شوې هغه اعلاميه كې چې ولسمشرۍ ته د خپلې نه كانديدۍ د دلايلو په اړه يې خپره كړې وه راغلي وو چې ده ځكه خپل ځان كانديد نه كړ چې نړيواله ټولنه د افغانستان د رڼو ټاكنو د ملاتړ په اړه روښانه دريځ نه لري او د ټولټاكنو روڼتيا تر پوښتنې لاندې ده.

د دې خبرې مانا دا ده چې د افغانستان له سولې سره د نړيوالې ټولنې لېوالتيا كمه شوې، په افغانستان كې له سياست څخه له امريكې پرته نورو هيوادونو لاس اخيستى او له همدې پلوه له نويو كانديدانو او نويو سياستونو څخه ملاتړ كم شوى او دا پر ټولټاكنو د امريكې فشار او اغېز زياتوي او د كرزي پر وړاندې د نورو سيالانو د بري چانس كموي.

د جلالي خبره تر ډېره د باور وړ ده، ځكه د نوماندو تر نوم ليكنې مخكې پېژندل شويو او مخكښه كانديدانو ښه په درز سره كمپاينونه پر مخ بيول او لېوالتيا يې زياته وه، خو بيا وروسته د كوم پټ فشار له امله له نوم ليكلو او ځان كانديدولو په شا شول او له نوم ليكلو وروسته بيا داسې نومونه په ډاګه شول چې د هيواد په كچه څه چې د خپلو كليو او سيمو په كچه يې هم څوك نه پېژني او داسې ښكاري چې د ټولټاكنو د چاپېريال د ګرم ساتلو له پاره ترې افزاري ګټه پورته كيږي او د ټولټاكنو تمثيل پرې ترسره كيږي.

په دغو نوماندو كې درې تنه غښتلي ښكاري چې كرزى، اشرف غني احمدزى او ډاكتر عبدالله دي، پاتې نور داسې كسان دي چې اصلاً د سيالۍ حساب پرې كېداى نه شي.

د كرزي پر وړاندې د عبدالله او غني شتون هم تر پوښتنې لاندې دى چې ايا د دوى خپل هوډ دى او كه كومه موخه ترې په پام كې ده.

يوه موخه د دوى له كانديدېدو څخه كېداى شي دا وي چې رايې ووېشل شي او كرزى ونه شي كړاى ټاكنې په غټ اكثريت سره يوسي او يو موټى حكومت جوړ كړي. دا ځكه چې امريكه او نړيواله ټولنه په افغانستان كې د يو باثباته او پياوړي دولت له جوړېدو ډارېږي او دا په افغانستان كې د خپلو خپلسريو او بې پوښتنې راج پر وړاندې ګواښ بولي. په همدې موخه په تېرو ټاكنو كې هم د كرزي رايي له 86 سلنې څخه په ناڅاپي ډول 54 سلنې ته راوغورځول شوې او پر ده يې يو ايتلافي حكومت وتپه، چې د نشه يي توكو قاچاقونكي، جنګسالاران او سياسي استخباراتي مافيا په كې راټوله شوه.

د رپوټونو له مخې د نوماندو د نوم ليكنې له پيلېدو دوه يا درې ورځې مخكې د جلالي او ګلاغا شېرزي په ګډون ځينې كانديدان ولمشرۍ ته غوښتل شوي وو چې ګلاغا شېرزي له ولسمشر سره له كتنې وروسته وويل چې له كرزى سره يې په ګډه كاسه ډوډۍ وخوړه، د هغه د زوى شاهزي ميرويس عاطفې اړ وېسته تر څو له كاندېدۍ لاس په سر شي.

جلالي بيا يوازې له خپلې كاندېدۍ څخه د تېرېدو په خبر بسنه وكړه او دا يې په ډاګه نه كړه چې كرزي پرې څه جادو وكړه چې دى يې دېته اړ كړ تر څو له خپلې كانديدۍ تېر شي.

انورالحق احدي په اړه كېداى شي لامل دا په ګوته شي چې په دې وروستيو كې نوموړى د افغان ملت ګوند له خوا شړل شوى او نوموړي ګوند د ده له نوماندۍ څخه ملاتړ رد كړى و، نو دى نور باوري شوى و چې نور نوموړى هم ((له دينه وتى و او هم له سادينه)) او په دې لټه و كه بيا وكړاى شي كرزي ته ځان نږدې كړي.

بلخوا په ناڅاپي ډول د كرزي له مخالفينو او ملي جبهې څخه د يو شمېر كسانو راماتېدل او له كرزي سره يوځاى كېدل په دې برخه كې د يو شمېر بهرنيو لوبو، فشار او لاسوهنې پخلى كوي.

د كانديدانو له نوم ليكنې څخه مخكنيو رپوټونو دا په ډاګه كول چې د علي احمد جلالي، ډاكتر عبدالله او خليلزاد له خوا د كرزي پر وړاندې يوه ټلواله رامنځته شوې وه او په بري سره كمپاين يې مخې ته وړ، خو دغه ټلواله بيا له صحنې څخه ډېر ژر ترې تم شوه.

ويل كيږي پر خليلزاد د امريكې فشار و چې ځان بايد كانديد نه كړي او دا ځكه چې د نوموړي له ولسمشر كېدو سره په سيمه كې امريكې ته د پاكستان، ايران او روسيې له خوا جنجال جوړېده.

بيا هم د دغې ټلوالې سترګې جلالي ته اوښتې، خو داسې ښكاري چې پر نوموړي به هم بهرنى فشار اعمال شوى وي.

د ډاكتر عبدالله كانديدي شايد ځكه له بهرني فشار سره مخ شوې نه وي چې نوموړى په دې كچه نه دى چې كرزي ته ګواښ پېښ كړي او له بلې خوا د ټاكنو د تمثيل له پاره هم يو وړ كانديد دى چې افزاري استفاده ترې كېداى شي. ځكه امريكه له دې وېرې چې د افغانستان په شمال كې ورته جنګسالاران سرخوږي جوړه نه كړي، نو دوى د ځان ترڅنګه او په دولت كې د لوړو څوكيو په وركولو دلاسا ساتي او هم يې له روسيې سره د دوى د نژدېوالي له امله ترې ښه نه ايسي.

لكه څنګه چې متل دى((څوك چې د خان په كاسه له ډوډۍ خوړو سره روږدى شو هغه يې تل د خان په كاسه خوري))

د همدې تجربې پر بنسټ له مارشال فهيم څخه نيولې بيا تر رباني، سيافه، حكمتياره او طالبانو په مشرانو پر يوه يې هم باور نشته چې دوى به يې په كراتو كراتو د خپلو بادارانو په كاسه نه خوري او د دوى له كاسو سره به خپله روږدتيا پرې كړي.

مارشال يو پوځي سخت زړى شخص او خپلو انډيوالانو پرې هيڅكله سياسي باور نه دى كړى او چې كله خبره به د پوځي ډګر وه نو دى به مخكې و او چې كله خبره به بيا د سياست وه نو نوموړى به شا ته وهل كېده.

مارشال ته به دغه حالت تل ځورونكى و او له همدې امله نوموړى به په دې لټه كې و چې له پوځي شان سره برابره سياسي ونډه ولري او په هره لاره چې وي د خپلو سياسي سيالانو سبوتاژ ته تن كېنږدي او د سياسي معاملو له لارې دغه موخه لاسته راوړي چې له كرزي سره د نوموړي ايتلافونه او معاملې د همدغې موخې پايلې دي چې كله نا كله د پنجشېر_بدخشان_هزاره او ازبك ټلوالې سياستوال يې خپه او له ده لرې كول.

د شمال ټلواله اوس د خپلو مشرانو د شخصي لېوالتيا او غوښتنو پر سر په دوه او يا څو برخو وېشل شوې چې يوه برخه يې په مارشال پورې اړونده ده.

له شمال ټلوالې وروسته د كرزي پر وړاندې بل غټ ګواښ د څلورو ختيځو ولايتونو رايې دي چې تل يې په ټاكنو كې ټاكونكى رول لوبولى دى.

ويل كيږي د ختيځو ولايتونو ډېرى ولسونو له كرزي څخه مخ اړولى او په دې باور دي چې تر څو په هيواد كې جګړې او ورور وژنې پاى نه وي موندلى د هر ډول دولت او ټولټاكنو جوړول بې ګټې دي او په روان دريځ او ونډې سره د ترهګرۍ په ضد جګړه كې د افغانانو ګډېدل او يا له ترهګرۍ ضد جګړې ملاتړ له ورور وژنې او د خپل هيواد له ورانونې پرته بله پايله افغانانو ته نه لري.

د مشرقي ويښ ولس كېداى شي په ټولټاكنو كې د خپل نه ګډون له امله او يا د كرزي پر ضد د خپلو رايو د كارولو له لارې پر نړيوالې ټولنې زور واچوي چې تر څو نړيواله ټولنه او امريكه د افغانانو له وژنې لاس اخيستو او د جګړې درولو ته اړباسي.

نړيواله ټولنه او امريكه هم له دې خبرې بې خبره نه ده او په خپلو هڅو سره كوښښ كوي چې د ترهګرۍ ضد جګړې ته د خپلې موخې ترلاسه كولو ادامه وركړي او لكه ايران، روسيه او پاكستان خپلې موخې د افغانانو په قربانولو ترلاسه كړي او د خپلو موخو له پاره يې د افغان دولت تر منځ يو مافيايي جال رامنځته كړى چې په افغانستان كې له سياست څخه لومړنۍ موخه به يې د نوموړي جال ژوندي او فعال ساتل وي.

كرزي د ختيځو ولايتونو ولس د رايو وېشلو له پاره كېداى شي څو كسان ګومارلي وي چې دغه رايې كرزي ته واړوي او كه دا يې په وس كې پوره نه وي، نو لږ تر لږه داسې يوه چاره وكړي چې نوموړې رايې د دې پر ضد د يو پياوړي كانديد له پاره ونه كارېږي.

دويم كار به يوازې د هغو كسانو له لاسه پوره وي چې سيمه ييز نفود ولري او له پخوا نۍ څېرې يې يا خلك ووېرېږي او يا د كومې تمې لېواله شي.

پورتنيو څرګندونو ته په كتنې سره ويلى شو چې په هر صورت كې يوازنى كانديد چې كرزى ګواښي اشرف غني احمدزى دى.

داسې څرګندېږي چې له نړيوال ډاډ سره سره بيا هم كرزى د اشرف غني له اړخه يو څه ناراحته دى او له همدې امله د اشرف غني احمدزي په وينا كرزي ورته د كورنيو چارو وزير حنيف اتمر او د سيمه ييزو چارو د ادارې مشر پوپل ننواتې وراستولي وو چې ګوندې دى له خپله هوډه د كرزي پر وړاندې لاس په سر كړي.

احمدزى كه څه هم د احمدزيو په ګڼ قوم پورې اړه لري، خو دى د بري له پاره اړ دى چې د ختيځو، سويلي او لويديځو پښتنو ملاتړ خپل كړي.

دا د احمدزي له پاره په دومره لنډ وخت كې ستونزمنه ده، ځكه دى په دومره لنډ وخت كې نه شي كولى د پښتنو په دېرو وګرځي او هغوى ته خپله ځولۍ وغوړوي. كه دا كار وكړاى هم شي، خو فكر نه كوم چې ځولۍ ډكه به راوګرځي. ځكه پښتانه به د خپل ملاتړ په بدل كې له ده څخه ځينې غوښتنې ولري، لكه د دولت له مخالفينو سره جوړجاړى، د دوى له سره د امريكې او پاكستان د قهر او دښمنۍ كمول، پښتنو ته بېرته د دوى د حيثيت او حقونو ګرځول او داسې نور چې دى يې هيڅكله په دومره لنډه موده كې له باره نه شي وتلى.

بل پلو احمدزي خپل ډېرى وخت په امريكې كې تېر كړى او له خپل ولس څخه لرې پاتې دى، كله چې دى په واك كې و او تر دا وروستيو يې هم د ولسمشرۍ لېوالتيا نه لرله او په دې اړه يې هيڅ كار نه دى كړى، يا په بله وينا له پښتنو سره سم اوبه او مالګه شوى نه دى، نو اوس د دې د ولسمشرۍ دغه ناڅاپي لېوالتيا او د پرون لرې والى په خپله دى تر پوښتنو لاندې راولي.

ايا اشرف غني په رښتيا د ولسمشرۍ له پاره لېواله دى كه د بهرنيانو په اشاره تمثيل يې كوي؟

يا د اشرف غني ولسمشر كېدل خو به پر افغانانو او په تېره پښتنو د كرزي د دورې يانې د ودونو او خيراتونو بمبارېدل، د بېوزلۍ، فساد او بې عدالتۍ زياتېدل، خلك د خپلو كورونو، ځمكو او هيواد پرېښودو ته اړ وېستل، د يوې مړۍ ډوډۍ له پاره د اولادونو پلورل او له لوږې واښه خوړل او د بيو لوړېدل او اقتصادي بحران راغبرګېدل نه وي؟

غني به د افغانستان په دې له بې باورۍ ډك سياسي چاپېريال كې د افغانانو او په تېره د پښتنو د ملاتړ د ترلاسه كولو له پاره اړ وي چې ځان په هكله د پورتنيو پوښتنو ځواب په ميدان او په ډاګه ووايي، ځكه اوس افغانان نور د معاملو او شخصي مصلحت يا په بله وينا د پټ پټونې له سياستونو زړه توري دي.

بل پلو كه د هيواد امنيتي او سياسي حالات وكتل او وڅېړل شي، نو دا په ګوته كيږي چې په افغانستان كې ټولټاكنې ناشوني دي او كه ترسره هم شي نو مشروعيت به ونه لري.

د لويديځوالو له خوا د ځينو خپرو شويو وروستيو شمېرو له مخې 75 سلنه خاوره د دولت له ولكې وتې ده او د دولت د مخالفانو او سيمه ييزو قوماندانانو په لاس كې ده.

په نوموړو سيمو كې كه د دولت مخالفان ټولټاكنې سبوتاژ كړي، نو د سيمې اوسېدونكو ته به د رايو وركول د سر په تاوان تمام شي،له همدې امله كېداى شي د ناامنو سيمو وګړي راى وركولو ته زړه ښه نه كړي.

بل پلو د ټاكنو د كميسيون په حواله له 17 مليونو زيات د راى وركولو كارتونه يې وېشلي دي.

د ټولټاكنو د مشروعيت له پاره 50 جمع يو رايې په كارې دي چې له 9 مليونو څخه زياتې رايې كيږي.

اوس تېرو ټاكنو ته په كتنې او دا چې د ولس تر منځ د دولت د ملاتړ كچه تر زياتې اندازې ټيټه راغلې، نو فكر نه كيږي چې تر 9 ميليونو زيات وګړي رايې وكاروي.

كه څه هم تېرو ټاكنو ته په كتنې د دغې تشې ډكول د درغلۍ لويديځو ماهرانو ته كومه ستونزمنه خبره نه ده او كېداى شي په زرګونه صندقونه له رايو ډك د رايې شمېرنې مركز ته ننوېستل او نوموړې شماره پرې پوره كړاى شي، خو خبره دا ده چې ځمكه هغه سوځوي چې اور پرې بل وي.

ټاكنې به تحميل او يو څوك به ولسمشر شي، خو هغه څه چې څرګند دي دا دي چې د ولس ستونزې به همداسې پرځاى پاتې او د پنځو كلونو له پاره به پر افغانانو وخت تم وي او مجبوره به وي چې د پنځو كلونو له پاره تر بل ټاكنو دوزخي چوپتيا خپله او په رډو رډو به د هغو پېښو تكرار ته په پوره بېوسۍ سره ګوري چې په تېرو پنځو كلونو كې ترسره شوي.

لكه څنګه چې د افغانستان د ستونزو واقعيتونه سره جلا او څو اړخونه لري، نو د دغه ستونزو د هوارۍ حقيقت هم يوازې ټاكنې نه شي كېداى.

پر فساد ككړه مافيايي اداره او د ولس د خوښې پرخلاف مافيايي سياستونه، اقتصادي كمزوري او نړيوال فشارونه د افغان لانجې غوره اړخونه دي چې حل يې له سياسي ډيالوګ پرته بلې لارې سره ناشونى دى.

 له ياده بايد ونه وېستل شي چې له دومره ننګونو سره سره بيا هم دې د كرزي او يا بل چا له پاره د ولسمشرۍ د ټاكنو ګټل اسانه وي.

كرزي له دې امله چې ويې نكړاى شول په هيواد كې د ملكي وګړو مرګ ژوبله ودروي، نړيواله ټولنه دېته اړ كړي چې افغانستان په برابرې او فعالې دپلوماسۍ سره تحويل واخلي او له نړۍ سره خپلې اړيكې په برابرې دپلوماسۍ مخ ته يوسي او هم په ټولنه كې ټولنيز عدالت او امنيت ټينګ كړي، د ولس تر منځ خپل باور له لاسه وركړى دى.

په ټاكنو كې كرزي د بري له پاره به تر ټولو لوى خنډ د ده پر وړاندې د ولس د بې باورۍ ستونزه وي او ده ته به د نړيوال ملاتړ د ګټلو تر څنګه اړينه وي چې د ولس تر منځ خپل باور بېرته اعاده كړي، يا په بله وينا باور سازي شي.

همدا اوس په دې اړه ځينې هڅې روانې دي، امريكه او نړيواله ټولنه هڅه كوي چې د ځينو كارونو په ترسره كولو سره باور سازي وكړي.

د كرزي د باور سازۍ له پاره د اداري فساد له منځه وړل، د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې درول او لكه برېښنا او ځينې نورو پروژو بشپړول او د بهرنيو ځواكونو د فعاليتونو قانوني كول لومړني ګامونه دي چې دا مهال كار پرې روان دى.

د بهرنيو ځواكونو د فعاليتونو قانوني كول د كرزي د باورسازۍ پر وړاندې ترټولو غټه ننګونه ده چې د مخكنيو تړونونو پر بنسټ ناشونې شوې ده.

ځكه د هغه مهال د كورنيو او بهرنيو چارو وزيرانو يانې محمديونس قانوني او ډاكتر عبدالله عبدالله له خوا له بهرنيو ځواكونو سره داسې تړونونه لاسليك شوي چې په كې د بهرنيو ځواكونو كړنې له عدلي تعقيب څخه معاف شوي او په ټولو چارو كې د وروستۍ پرېكړې حق بهرنيانو ته وركړ شوى دى.

دغه تړونونه چې هغه مهال په هر دليل شوي وي، كه موخه يې د واك ساتل وو او كه د پښتون وژنې له پاره د شرايطو رابرابرول، خو پايله يې دا وه چې بهرني ځواكونو په ډاډه زړه او د عدلي تعقيب له وېرې پرته جنګې جنايتونو او د پښتون ولس وژنې ته ملا وتړله او د هغوى كلي، بانډې، ودونه او خيراتونه يې په خلاص مټ بمبار كړل.

اوس چې كله په ولسي جرګه كې د بهرنيو ځواكونو د فعاليتونو قانوني كېدلو خبره مطرح كېږي، نو د ولسي جرګې رئيس چې د ولس د قتال تړون يې له بهرنيانو سره لاسليك كړى او په حقيقت كې د ولس د قتال بنسټ يې په خپل لاس ايښى او په دغه جنايت كې له بهرنيانو سره غاړه دى، هڅه كوي چې په يو ډول نه يو ډول سره په هيواد كې د بهرنيو ځواكونو د فعاليتونو د قانوني كېدو مخه ونيسې. په دې سره دوه موخې لاسته راوړي: يوه هماغه د پښتنو د وژلو ادامه او بله دا چې كوم خيانت او جنايت چې ده د افغان ولس او پښتنو پر وړاندې كړى د هغه اسناد ميدان ته راونه وځي او پټ پاتې شي، كه نه دا كار به د قانوني څېره ولس ته بربنډه او ده ته نور په افغانستان كې د ژوند او بادارۍ شرايط سخت كړي.

تېره اونۍ چې كله د ولسي جرګې يوه ډله غړو غوښتل په فراه كې د امريكايي بمبار او د 150 ولسي وګړو د مرګ ژوبلې له امله اعتراضيه اعتصاب وكړي او د پارلمان غونډې د بهرنيو ځواكونو د قانوني كېدو قانون تر تصويبه تحريم كړي، نو قانوني په دې حيله چې دا كار خو هر كله كېداى شي، لومړى بايد له حكومت سره پرې خبرې وشي چې په دې كار كې ناغېړي كوي، نوموړي وكيلان تېروېستل او په دې سره دغه پر ځاى پاڅون يې له ناكامۍ سره مخ كړ.

بل پلو نړيواله ټولنه او ناټو نه غواړي چې د دوى شتون او كړنې دې قانوني شي او له دوى څخه دې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې پوښتنه وشي او دوى دې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې له امله محكمې ته راكاږل او يا محاكمه شي.

ناټو او امريكې په دې اړه له افغان چارواكو كلك سندونه اخيستې لكه د ستراتيژيكو ملاتړونو د سندونو او د كورنيو او بهرنيو وزيرانو سره د وروستۍ پرېكړې او له عدلي تعقيب څخه د بهرنيو ځواكونو د معافيت تړونونو لاسليكونه او نور.

افغان ولس باور لري چې د ټولټاكنو پر مهال د دا رنګه خبرو راپورته كول د ولس په تمه كې له اچولو او له كمپاين كولو پرته بله موخه نه لري.

د ټولټاكنو تر پاى به نه دغه شتون قانوني شي او نه به يې كړنې، او كه ظاهراً قانون جوړ او لاسليك هم شي، لكه د نورو قانونونو غوندې به يوازې په المارۍ كې تړلى پاتې او هيڅكله به تطبيق نه شي.

خو دا خبرې به ډېر خوش باوره افغانان وغولوي او هغوى ته به ټكان وركړي چې د رايو اچونې تر صندوقونو ورشي او كرزي له پاره خپلې رايې وكاروي.

بل پلو د افغان ملي ګرايانو له نظره كرزى د ده د كړنو، كمزوري مديريت او د ده د بهرنيو مېلمنو د كړنو له امله په بشپړ ډول پرېوتى چې كېداى شي دغه مسئله كرزى په ټاكنو كې له سختو ننګونو سره مخ كړي او په يو غبرګونيزه حركت كې ملي ګرايان د ده پر ضد له اشرف غني احمدزي سره يوځاى كړي.

دا به د كرزي له پاره هم د دولت په دننه او هم له دولت څخه بهر ډېر سخت تمام شي.

لنډه دا چې له كرزي څخه د اوباما او امريكې ملاتړ كېداى شي ټولټاكنې له سبوتاژ او ننګونو سره مخ كړي او په افغانانو كې د خپلې راتلونكې په اړه باور لاپسې كمزورى او په هيواد كې د امريكې پر ضد نظرونه نور هم پسې پياوړى كړي.

دا به په تبليغاتي ډګر كې نور هم د امريكې په زيان تمام شي او په دغه ډګر كې به د امريكې ماتې يقيني كړي.