کور / تازه خبرونه / غزني: د انتخاباتو يو كانديد ورك دئ

غزني: د انتخاباتو يو كانديد ورك دئ


د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كمېسون د يوه كانديد د وركېدو خبر وركړ.
د انتخاباتو كمېسون وايي د دوشنبې په ورځ د غزني ولايتي شورا ته كانديد يحيى مولايي اطهر د نامعلومو وسله والو له خوا تښتول سوئ دئ.
د غزني ولايتي چارواكي وايي نوموړى له كابل څخه د غزني ښار په شل كيلومترۍ شاه ګاو كلي كي تښتول سوئ دئ.
د چارواكو په وينا نوموړى په غزني  كي د مسعود فاونډېشن مشر وو، چي سږكال يې د غزني ولايتي شورا ته  ځان كانديد كړئ دئ.
د مولايي اطهر د كورنۍ غړي وايي د هغه د تښتوونكو په اړه معلومات نه لري، نه تر اوسه چا ګواښ ورته كړئ وو او نه يې له چا سره كومه شخصي دښمني درلوده.