کور / تازه خبرونه / په لوګر كي د ۱۳ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

په لوګر كي د ۱۳ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

افغان او ايتلافي ځواكونو په ګډو عملياتو كي د ۱۳ طالب جنګيالو د وژلو خبر وركړ.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي دغه كسان يې د لوګر په ولايت كي د ايتلافي ځواكونو سره په ګډو عملياتو كي وژلي دي.
د دفاع وزارت چارواكي وايي وسله والو طالبانو د پوځ پر يوه هډه وسله وال بريد وكړ، چي په جوابي ډزو كي يې څلور طالبان ووژل. تر هغه وروسته د دواړو اړخونو ترمنځ د سپكو او درنو وسلو ډزي تبادله سوې او د ايتلافي پوځيانو په هوايي حمله كي ۹ تنه نور طالبان هم ووژل سول.