تا ناپايه مايوسي چيري څکلې؟
ته دغم د سمندر تل ته يې تللی ؟
تا په زيچ له خلکو ډک ښار کي هم کله ؟
يک تنها چيري دا خپل ځان دی موندلی؟
تا په خپله ورکتلي چي ستا مخ ته ؟
ستا د هيلو په ماڼۍ پوري لمبه سي؟
ته پخپله وې ګواه چي دي خوبونه؟
د نامرد روزګار له لاسه لولپه سي ؟
ستا هم زړه چيري تر پښو دی لاندی کړی ؟
تک تور دیو د نامراديو خواشينيو ؟
تا هم مخ باندي څپېړي دي خوړلي ؟
د ژوندون د دښمنيو تربګنيو
تا ته هر ګام کي خډل سپي دي غپلي ؟
د تور بخت ، تکي سرې سترګي ، سپيني داړي
تا منګولي د تقدير چيري حس کړي ؟
پر دې خپل له غريوه ډک ستوني او غاړي ؟
تاليدلي دي د وخت تک تور مخونه ؟
ته خبر يې چي خواري مايوسي څه ده ؟
ته پوهېږي چي په دومره لوی جهان کي ؟
هر يو غم ته د يو چا تنهايي څه ده ؟
چي دا ټول دي نه ليدلي نه څکلي
نو به څه خبر سې ، وايه زما له حاله ؟
چي مي کوم غمونه نن دا زړه را مروړي
چي مي کوم ماتم پر زړه کړېده ځاله ؟