د نيمروز ولايت چارواكي وايي په زرونو هغه كتابونه يې د هلمند سيند ته وغورځول چي له اېران څخه افغانستان ته د شيعيزم او د مذهبي تعصبونو د پارولو په موخه قاچاق سوي وو.
د نيمروز چارواكو دغه ۱۱ عنوانه كتابونه شپږ مياشتي وړاندي له اېران څخه افغانستان ته د را اړولو پر مهال نيولي وو.
د نيمروز ولايت چارواكو دغه پرېكړه د اطلاعات او فرهنګ وزارت او عدليې وزارت په امر ترسره كړى دئ.