غزل
دلته هر ځوان د پښتو ژبې كتاب دى
زما ملګرى دى د هر مغل ځواب دى
*بس غوټي پسې وهو په لاس به راشي
له ګوهرو ډك مو مخې ته درياب دى
لار اوږده ده خو منزل ته به رسېږو
يو ځاى تګ كړو پل مو يو بل ته حساب دى
د هغو مشرانو شمېر يو څه كم شوى
چې ويل يې پام كوئ وخت لږ خراب دى
چې احساس ورسره دى ځكه بې درېغه
كار كوي او لرې كړى يې نقاب دى
د غبرګولي۳مه، ۱۳۸۸لمريز
لرغونى بلخ
* لاندې بيت څخه په الهام:
چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي
چا ويل چې په درياب كې ګوهر نشته
غزل
اوس خو مې سيكي په لاس كې نشته اوس به څه كېږي
اوس خو مې د چم خلك هم وايي چې څه نه كېږي
ما سره د كركې ښار كې مينه و زړه دي څه وكړم
دلته خو د مينې سپكه، سپكه هم د زړه كېږي
ما كيسې ګټلې تا دنيا خپله پرېمانه كړه
زما كار ګوره نه كېږي خو ستا كار به ډېر ښه كېږي
دا چې كله كله په چا باندې غلط شوى يم
دا خو رانه ښار كې عادتونه بس د غره كېږي
شكر ستړى نه يم خير لاسونه دي خيرن به شي
بيا به پرې هم زر كېږي، اور كېږي، اوبه كېږي
د غبرګولي۳مه، ۱۳۸۸لمريز
لرغونى بلخ