نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د میې د میاشتې ۲۴ نیټه
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د پاکستان د ولسمشر په حواله لیکلي دي چې اسامه بن لادن دوې ژوندې نیولې وو خو امریکایانو بیرته خوشې کړ.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د اصف علي زرداري دا وینا راغستې چې پاکستان د سپټمبر له یوولسمې نیټې وروسته اسامه امریکا ته وسپاره خو هغوې وروسته اعلان وکړ چې په توره بوره کې ترې ورک شوې دې.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د دولت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه د امریکا ددفاع د وزیر نوې څرګندونې راغستي او د هغه په حواله يې لیکلي دي تر هغو چې طالبان جنګ کوي پخلاینه او سوله لرې بریښي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په تهران کې د افغانستان پاکستان او ایران ترمنځ جوړیدونکې درې اړخیزې غونډې ته په اشارې لیکلي دي چې په افغانستان کې د جنګ د اور خاموشیدل د سیمې د هیوادونون په ګټه ده.
د هیواد دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله د ښوونکو ورځې ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې د ښوونکو د ورځې درناوې باید د هغوې د ستونزو په هوارولو سره ونمانځلې شي.
ورځپاڼې افغانستان ته د امریکايي سناتورانو د پلاوي د سفر او له ولسمشر کرزي سره د هغه د لیدنې په اړه په یو تفصیلي مطلب کې ددغه پلاوي په حواله لیکلي دي چې له افغانستان سره يې مرستې دوام مومي.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د تهران درې اړخیزې غونډې ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې پدې غونډه کې به د ترورزم او نشه يې توکو پر ضد روانه مبارزه او اقتصادي همکارۍ د اجنډا په سر کې ځاې ولري.
دې ورځپاڼې هم د امریکا ددفاع د وزیر په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي چې له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستلو لپاره ځانګړې نیټه نشو ټاکلې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ښوونکې په ورځې تبصره کړې او د ښوونکې مقام ته يې په اشارې هغه د ټولنې معنوي پلار بللې دې.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خبلواکې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د تهران په درې اړخیزې غونډې تبصره کړې او لیکلي دي چې دا ډول غونډې د سیمې د ګډو ستونزو د هواري لپاره خورا مهمې دي.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه کړې څو د ترورزم په خلاف روان جنګ وګټلې شي.
ورځپاڼې د پاکستان په سوات سیمه کې روانو پوځي عملیاتو ته هم کتنه کړې او لیکليدي چې طالبان د پاکستان پوځ بې اثره کوي.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې د افغانستان پاکستان او ایران ترمنځ درې اړخیزې غوندې ته په اشارې لیکلي دي چې دا درې واړه هیوادونه یو ګډ دریځ ته اړتیا لري.
خو اصلاح هم خپله سرمقاله د ښوونکې ورځې ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې دوې د زیات درناوې وړ دي.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په هیواد کې موجودې سیاسي کړۍ هڅولې چې د ولس مشر کرزي د واک د دوام لپاره د قانوني تشې مسله راپورته کړي او د یوې سرپرستې ادارې د جوړولو غوښتنه دې وکړي.
ورځپاڼې په یو جلا ځاې کې دا خبر ورکړې دې چې مصر له افغانستان سره د پولیسو په روزنه، کرنه او بانکدارۍ کې مرسته کوي.
ورځپاڼې د هلمند ولایت په مارجه سیمه کې د امنیتي ځواکونو لخوا شویو عملیاتو ته هم کتنه کړې او لیکلي دي چې دولتي ځواکونه د عملیاتو له بشپړولو وروسته له سیمې وتلي دي.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا په سیمه کې د موجود بحران د حل لپاره روانې هڅې څیړلي او لیکلي دي تر هغو چې په اوسنیو بحرانونو کې د سیمې د هیوادونو رول و نه څیړلې شي او د ستونزو ریښې و نه موندلې شي سیمه ایز تفاهم نشي ترلاسه کیدلې.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې پدې ټینګار کړې دې چې د ثبات په ټینګښت کې د ګانډیو هیوادونو د همکارۍ د ترلاسه کولو لپاره افغانستان باید د هغوې اندیښنې لرې کړي.
دې ورځپاڼې هم د ښوونکې د ورځې په موقع هڅه کړې چې د ښوونکو روان حالت ته کتنه وکړي او لیکلي دي چې ښوونکې له دولت نه مایوسه شویدي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه