کور / سياسي / د اقتصادي گټو جنگونه او پښتانۀ

د اقتصادي گټو جنگونه او پښتانۀ

 

کارل مارکس وايي چې ټول ليکل شوى تاريخ د طبقاتي جنګ پيداوار دى- بيا چې مارکس د دې خبرې تفصيل لپاره کوم مثالونه ورکوي د هغو پر بنسټ  وېلاى شو  چې تاريخ  د معاشي  حالاتو پيداوار دى ، او کۀ  موږ دمارکس د دې خبرې پخلي لپاره تاريخ وګورو نو ترېنه ښکاري چې نړى کې چرته هم کشالې ، شخړې او لانجې موجودې وې نو نومونه يي بيل بيل  خو بنسټ يي يو و، مانا دا چې هره کشاله د اقتصادي ناسموالي لکبله  پيدا شوې وه- کۀ څوک  د لومړي او دويم  نړيوال جنګ د پيل کيدو لپاره هر څومره سياسي ، مذهبي  يا کوم نور توضيحات   وړاندې کوي نو هغه فرعي دي ، اصل خبره هر ځاى کې د اقتصاد ده-

د غلامۍ د دور نه واخله  تر د کالونيالزم  او نيو کالونيالزم  او بيا پۀ روس کـې د بولشوېک انقلاب ، د هر يو پشا اقتصادي حالات موجود وو-

کۀ پۀ ننۍ نړى کې موږ روانو  پيښو ته وګورو نو دا وخت  افغانستان  او د پښتنو هاغه  سيمې چې د پاکستان د دولت د واک لاندې  دي د يو نۀ ختمېدونکي ، مسلسل اور پۀ  ولکه کې دي ، او دې اور د دين پۀ نوم  د پښتون ولس نه دۀ هغۀ تاريخي پيژندګلي ، کلتور ، پت ،پښتو او د ټولنيز ژوند هر څۀ وسوزول  او وس دا اور د پښتون  نوم د نړى د مخ نه ورکول غواړي-

د پښتون ولس پۀ کور دا اور  نۀ صرف دا چې بهرني محرکات  او وجوهات  لري ، بلکه  کورني وجوهات هم لري – پۀ حقيقت  کې دا ټول محرکات  او وجوهات  اقتصادي بڼه لري چې يي پۀ دې ليکنه کې د رانغاړلو  هڅه کوم-

لومړې بايد د کورينو وجوهات پۀ لور ورشو-

د افغانستان  د ثور انقلاب چې خالصتاً بايد يو اقتصادي انقلاب واى، او پۀ سياسي توګه ښۀ پۀ منظم ډول پۀ مخ بيول شوى واى، ډېر زر يې سياسي رنګ واخسيت  او پرګنوال (کميونسټ) ګوند د ګټو جنګ دوه ټوټې کړ،د هغې ورستۀ بيا د حکومت  او مشر تا بۀ زر زر بدلونونو انقلاب او هېواد پر خپلو پښو ودرېدو ته  پرېنښود ، وېل کېږي چې د هر انقلاب نه وروستۀ  لومړي دوه کلونه ډېر ارزښت  لري ،او افغانستان  کې داسې ونشو –

بل پلو  د پاکستان  د واک  د لاندې د پښتنو سيمې د وفاقي حکومت  د وجود د لرلو سر بېره  د بې انصافۍ د غشو  د باران  لاندې راغللې-

ډاکتره عايشه صديقه پۀ خپل کتاب (ملټرى اينک) کې ليکي

“د پاکستان پوځ د خپل اقتصاد مضبوطولو لپاره څو څو ځل د هيواد پر سياست يرغل وکړ او حکومتونه يي چپه کړل-”

نوموړې وړاندې ليکي چې ”  پوځ خپل ځانله يو لوي اقتصادي سلطنت جوړ کړ –”

د دې ګامونو تاثير پۀ صوبه سرحد او بلوچستان  وشو- کۀ څۀ هم دې اقتصادي ناسموالي پرسېند صوبې  هم اغېزې وکړې  خو د ژوند مشين يې په پورتنيو دوه ذکر شويو صوبو کې ودرولو او د دې  وجه د برېطانيا  هاغه کرښه  وه چې د کومې لوجې دا سيمه بفر زون وګرځول شوه، او بيا دې سيمې تل د يوې ليبارټرۍ پر حيث کار کړى دې، يعنې دلته اشرار (چې ورته اسلامپاله  ډلې مجاهدين وايې ) وروزل شول تر څو د ټولنواله ( سوسيالزم ) غورځنګ مخ نيوى وکړي-

د شوروي  اتحاد د ماتېدو نه وروسته  دا اشرار د طالب ټلوالې پۀ څېره مخې ته راغلل  او د اکتوبر ١٩٩٩ م کال د پوځي کودتا او بيا د يولسم سپتمبر پېښو دې کورني اقتصادي “کش وګير” ته نړيواله حيثيت ورکړ-

وس بهرينو اقتصادي وجوهاتو  پۀ لور راځو-

که يو پلو افغان انقلاب ډير غير قيام پذير    (Volatile) و ، نو بل پلو امريکا او اتحاديانو د پاکستان  پۀ ذريعه افغانستان  دې ته وهڅا وۀ چې دلته سره ځواکونه (Red Army) راشي-  د امريکايي ولسمشر ريګن د ولسي سلامتيا مشاور برېژېنېسکي يوې خبري ادارې سره د مرکې پر مهال  وېلي وو”  ما ريګن ته وويل چې دا وخت  دى چې موږ د پاکستان مرسته تر لاسه کړو او افغانستان  کې لاسوهنه پيل کړو تر څو شوروي اتحاد  دې ته اړ شي چې خپل ځواکونه  افغان ښاورې ته راولي او موږ  ورته د وېتنام  ځواب ورستون کړو-”

برېژېنېسکي دا خبرې  هاغه مهال کړې وې کله چې افغانستان  ته د سرو ځواکونو د راننوتو  هيڅ امکانات  نه وو- د امريکا پېلان  کاميابه شو او آخر  شوروي اتحاد د خپل ټولنوال ( سوسياليسټ ) ملګري  د مرستې لپاره د افغانستان ښاورې ته راننوتو  تر څو دا هيواد د ناسم پانګوال غونډال (Capitalist System) د ناولتوب او بدرنګوالي نه وژغوري-

دلته پاکستان  صرف او صرف د اقتصادي ګټو تر لاسه کولو لپاره بغير د څۀ فکر کولو امريکا سره لاس يو کړ  او د مجاهدينو پۀ نوم  يې داسې بوټي وکرل  چې اوس يې د ونو  بڼه اخستې ده چې نيلې يې پۀ زمکه کې دننه تر لرې لرې تللې دي او څانګو يې پۀ ټولنه خپل سپيرۀ سيوري خپور کړى دى-

پاکستان د غلطيو د پاسه غلطئ وکړې  او جنرال مشرف د امريکا او اتحاديانو  نه نوره اقتصادي ګټه تر لاسه کولو لپاره يو ځل بيا  د هاغو طالبانو پر ضد چې چا ته به ځواکونو “خپل بچي”  وېل  د امريکا د يرغل   د پوره  مرستې ډمامې وغږولې-

دا دى نن چې د امريکايي او اتحادي ځواکونو افغانستان  کې د موجوديت  اتم کال  روان دې  نو پاکستان  کې تر آخري  راغليو رپورټونو  شل لکه خلک چې ټول پښتانۀ دي در پۀ در ګرځي-

د بي بي سي  د يو څېړنيز رپورټ  تر مخه  د صوبه سرحد اتۀ ديرش فيصده ښاوره د حکومت او دوه ديرش فيصده  ښاوره د طالبانو  د پوره واک لاندې  ده او پاتې ديرش فيصده  ښاوره کې طالبان پۀ هر ځاى کې خپارۀ دي-

د ټولنوال اقتصادي غونډال او بيا د ترهګرۍ پر ضد د اقتصادي ګټو  په تمه دې هېواد خپل هر څۀ د لاسه ورکړل  د جلوزو او کچه ګړۍ کيمپونه يې د افغان کډوالو نه خالي کړل نو سمدستي پکې د باجوړ،مومند او سوات کډوال دېره شول  او وس د مردان او صوابى پشمول  د هېواد نورو برخو کې د سوات ، دير او بونېر په لکونو کډوال پۀ بې پتۍ د ژوند شپې سبا کوي –

د ډاکترې عايشه صديقه پۀ ژبۀ”  د ځواکونو طبقې ( ملټرى کلاس ) خپل اقتصاد مضبوطولو لپاره پۀ ټول هيواد کې د محرومۍ او ځان ځانۍ احساس پيدا کړ او ولس  هم پدې غلې پاتې شو چې دا ځواکونه پۀ موږ د بهرني يرغلونو نه وژغوري-” وس هماغه  ځواکونه د کورني يرغلګرو پر ضد د سوات ، بونير او دير پۀ سيمو کې شپۀ ورځ جنګېږي  او طالبان  دي چې نۀ ختمېږي —–!!

د پاکستان مشرتابۀ تل د پانګوالو هيوادونو سره د هغوئ د ګټو لپاره ملګرتيا کړې ده  او چې وس يې ځان ته پام شو نو در پۀ در پورنه غواړي-  د هېواد دننه ناسم پانګوال غونډال وفاق تر دې حده  کمزورى کړى دى چې د ملاکنډ اپرېشن ځپلي خلک وس سېند صوبې ته نشي ننوتاى او د منګو پير پۀ سيمه کې د کډوالو لپاره چمتو شوي کيمپونه سوزول  شوي دي-  همدارنګه  د سېند حکومت د کشمور نه د کډوالو  ټرکونه بيرته وګرځول-

دا مهال زۀ دا فکر کړم چې د پاکستان  د کال ١٩٧٣ م ايين دې مادي چې پکې وېل شويدي چې “د هيواد هر وګړى چې د هيواد دننه چې چرته وغواړي  تللى شي ،وسېدلې شي او خپل کاروبار  کولى شي  او پۀ هغه هيڅوک  بنديز نشي لګولى”  سره بايد څۀ  وشي آيا دا به مناسبه  وي چې يو وفاقي هيواد کې د ايين نه دا ماده وويستلاى شي  ؟ ؟