کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

نیټه:            د ۲۰۰۹ میلادي کال د میې د میاشتې ۲۳ نیټه.

د ویسا خپلواکې  ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي دي چې د افغانستان د جنوبي سیمو خلک په بیړه د خوراکي موادو مرستې ته اړتیا لري.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د افغانستان ددفاع د وزیر دا وینا راغستې چې د افغانستان د امنیت د  ساتنې لپاره شپږو لکو افغان سرتیرو ته اړتیا ده.

ورځپاڼې په دوام کې د جنرال عبدالرحیم وردک په حواله لیکلي دي چې  افغان ملي ځواکونه د هرې سیمې د نیولو توان لري خو شمیر يې دومره زیات ندې چې هلته تر پایه پاتې شي.

ورځپاڼې په مسکو کې د روسیې او اروپايي ټولنې د سرمشریزې په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې د افغانستان او پاکستان روان حالات د غونډې د اجنډا په سر کې  ځاې لري.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د راتلونکو انتخاباتو په اړه کیدونکو منفي تبلیغاتو ته په اشارې دا کار د ځینو هغو مغرضو کړیو کار بللې چې غواړي په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون مخنیوې وکړي.

ورخباڼې به یو جلا مطلب کې په کابل کې د امریکا د نوي سفیر په حواله لیکلي دي چې امریکا په انتخاباتو کې د افغانانو د پریکړې درناوې کوي.

ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د امنیتي کمپنیو د فعالیتونو په اړه په یو مطلب کې یو ځلې بیا دا کمپنۍ د سړي تښتونې، د نشه يې توکو په قاچاق او د دولت مخالفینو ته د وسلود رسولو په څیر په جرمونو تورنې کړیدي.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د امریکا د لوې درستیز په حواله د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې  لیکلي دي چې په افغانستان کې ددوې ستراتیژۍ د عراق د تجربو پر بنسټ جوړه شوې ده.

ورځپاڼې وړاندې د هغه دا وینا هم راغستې چې په افغانستان کې بریا د امنیت د ټینګښت لپاره له ښو اقداماتو، د ولس  ملاتړ او د دولت لپاره د ښو شرایطو له برابرولو سره تړاو لري.

ورځپاڼې د همدې مخ په یو بل سرلیک کې د راې اچونې له کارتونو څخه د طالبانو د ګټه اخستنې مسله څیړلې او لیکلي دي چې طالبان دا کارتونه چاته د راې ورکولو لپاره نه بلکه د پیژندنې د یوې وسلې په توګه کار اخلي.

ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې یو ځلې بیا د دولت او وسلوالو مخالفینو ترمنځ د سولې د خبرو مسله راغستې او هغه يې یوه افسانه بللې ده.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ولس مشر کرزي په خلاف د ولسي جرګې د ځینو غړو لخوا د شکایتو نو  ثبتولو ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې ایا د انتخاباتو خپلواک کمسیون د کاندیدانو له لسټ نه د کرزي د نوم د لرې کولو توان لري.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د ولسي جرګې د ځینو غړو او امنیتي چارواکو ګډې غونډې ته په اشارې لیکلي دي چې په کابل کې د امنیتي موانعو کلتور له منځه وړل کیږي.

ورځپاڼې د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د سیلابونو د  زیانونو په اړه هم یو مطلب خپور کړې دې او لیکلي دي که په بیړه مرستې ونشي نو ممکن یو بشري ناورین رامنځ ته شي.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس هم پخپله سرمقاله کې د خصوصي امنیتي شرکتونو په فعالیتونو تبصره کړې او لیکلي دي چې دا شرکتونه نه یوازې د قانون په چوکاټ کې فعالیت نه کوي بلکه په یو شمیر جنايي جرمونو کې هم ښکیل دي.

خو اصلاح بیا د راتلونکو انتخاباتو په اړه پخپله تبصره کې لیکلي دي چې د افغانستان خلک د شفافه او عادلانه انتخاباتو غوښتونکې دي.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې لیکلي دي چې د ولسي جرګې نولسو غړو د ولسمشر کرزي د کاندیداتورۍ په خلاف خپل شکایتونه ثبت کړل.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په تهران کې د افغانستان پاکستان او ایران د مشرانو ترمنځ د درې اړخیزې غونډې خبر هم ورکړې دې  چې د ورخپاڼې په وینا د یکشنبې په ورځ جوړیږي.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې په کابل کې د امریکا د سفارت د چارواکو په حواله لیکلي دي چې غواړي د افغانستان په شمال او لویدیځ دوه قوسنلګرۍ پرانیزي.