دهلمند ولايت دنادعلي ولسوالي دمارجي سيمه هغه عمليات چي تيره اوني دسه شنبه په ورځ پيل سوي وه تيره شپه ناوخت پاي ته ورسيده
داخبره په هلمندكي دملي اوردو ددريمي ليوا قوماندان محي الدين غوري رسنيو سره په يوه تليفوني تماس كي وكړه
غوري وويل په مارجې ولسوالۍ پيل سوي عمليات چي دم ګړى پاى ته رسيدلي دي په خاصه موخه هلته پيل سوي وه نه داچي مونږ هغه سميه تر خپل ولكي لاندي راولو
دى وايي.
موخه موداوه چي هلته ددولت دمخاليفينو مركزونه وځپل سي ،مونږ په ټنونو ترياك له منځه وړي ،دسلګونو داسي مايونه چي هلته جوړيده هم دګډو ځواكونو له لوري محوه سوي دي او مخاليفينو ته درنه مرګ او ژوبله اوښتي ده او مونږ اوس مهال خپلو مركزونو ته بيرته ستانه سوي يوو
دمارجي په سيمه كي دعملياتودپيل له مهاله تر دې دمه په سلګونه كورني دخپلو كورنو نه بي ځايه سوي
ملكي كسانو ته مرګ او ژوبله واوښتله او نږدې تيره ورځ دمارجي دسيمي اوسيدونكي دسميي دغنمو دحاصلاتو دريبلو په خاطر دعملياتو دبنديدو غوښتنه وكړه .
دهلمند والي محمد ګلاب منګل دعملياتو له امله دبي ځايه سوو كورنيو سره دعاجلو مرستو خبر وركړ او دسيمي نه راپورونه وايي چي لا تر دي دمه بي ځايه سوي كسان خپلو اصلي كليو ته نه دى ستانه سوي.
دمارجي نه راته شيراغا دتليفون پركرښه دهغه سيمي حال راكړ چي عمليات په كي ترسره سوي وه
دمارجي په نيم حاله دپاته سوو عملياتو په اړه دوسلوالوطالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي،ملګرو يي دمارجي نه ددفاع په خاطر مقاومت كاوه چي بهرني او افغان ځواكونه يي ديته اړايسته چي سيمه پريږدي. او همداراز قاري يوسف خبر وركوي چي تير ورځ ماپښين يي دبهرنيو ځواكونو يوټانګ او په كي سواره اته تنه يي ديوه ماين دچاودني له امله وژلي دي چي دهلمند مسئولين يي نه مني
دمارجي دسيمي اوسيدونكي په مارجه كي سوي عمليات يوازي دملكي كسانو ته مرګ او ژوبله ،اقتصادي زيان، اودګډوالي لامل بولي
خو دولتي مسئولين په كي وسلوالوطالبانو ته ددرني مرګ اوژوبلي خبرونه وركوي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه