دكليو دپراختيا او بيا روغوني وزير انجينر محمد احسان ضيا تيره ورځ هلمند ته دخپل سفرپرمهال لمړى ګرشك ولسوالي ته سفروكړ او دجمعي په ورځ دژورناليستانو سره په يوه خبري ناسته كي راڅرګند سو،په دې خبري ناسته كي لمړى دهلمند والي محمد ګلاب منګل دانجينر محمد احسان ضيا دراتګ موخه بيان كړه او زياته يي كړه چي دكليو دپراختيا او بيا روغوني د وزير په راتګ به په هلمند كي ديو ميليون او اوه سوه زره امريكايي ډالروپه مالي لګښت نوي پروژې پلي سي
وروسته دكليو دپراختيا وزير انجينر محمد حسان ضيا دژورناليستانو پوښتنو ته ځوابونه وركړه او ديو شمير پروژو دنه پلي كيدو لا مل يي يوازي امنيتي ستونزي وبللې،وزير انجينر محمد ضيا احسان څه كم دوه كاله وړاندي كله چي موسي كلا ولسوالي دولت اونړيوالو دطالبانو له ولكې و ايستله نوهغه مهال يي هلمند ته دخپل سفر پرمهال په موسي كلا ولسوالي كي دزياتو پروژو دپلي كيدو زيرى وركړ.
دكليو دپراختيا وزير خبريالانو ته ديوې پوښتني په ځواب كي دموسي كلا ولسوالي پاته سوو پروژولامل يوازي په هغه ولسوالي کي نا امني وبلل ،ښاغلي احسان ضيا زياته كړه چي په نا امنۍ كي قراردادي دپروژي له پاره مواد نه سي انتقال كولى چي لامل يي دپروژې نيم حاله پاته كيده دي
دكليو دپراختيا او بيا روغوني وزير انجينر محمداحسان ضيا په داسي حال كي په موسي كلا ولسوالي کي د نا امني په خاطر دپروژو دنه پلي كيدوخبره كوي چي دموسي كلاولسوالي حاجي ملا عبدالسلام څه موده وړاندي دازادۍ راډيو سره په يوه مركه كي ويلي وه چي هلته پوره امنيت دى خو نړيوال او دولت نه دى توانيدلي خپلي پروژي پلي كړي
ديادوني وړ خو داده چي دهلمند دمركز په شمول دولسواليو ټول اوسيدونكي په دي وروستيو كي دبياروغوني دټولو پروژو دپلي كيدو پرمهال دهغوي دناوړه كيفيت له امله شكايت كوي چي دكليو دپراختيا او بيا روغوني وزيري يي په اړه يوازي سيميزي انكشافي شوراګاني پړي بولي ،دى وايي انكشافي شوراګاني ورته دپروژو دپلي كيدو وړانديزكوي او دڅار ډله يي هم بيرته دوى دي چي كيداي سي ددې شيانو مخه ونيسي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه