کور / تازه خبرونه / دخوست مېشتو فرهنګيانو دمحمديار وهل وغندل

دخوست مېشتو فرهنګيانو دمحمديار وهل وغندل

دغبرګولي لومړۍ، دپژواک خبري اژانس څخه په مننه


د اطلاعاتو او کولتور وزارت په كندهار كې د بېنوا دفرهنګي ټولنې مشر محمديار د وهلو او ټكولو په اړه دپلټنې غوښتنه کړې او په خوست کې مېشتو شاعرانو، ليكوالانو او ژورنالستانو له محمديار سره دغسې چلند په کلکه غندلى دى .


په کندهار ولايت کې دانارګل د مشاعرې په ترځ کې امنيتي چارواکيو دبېنوا دفرهنګي ټولنې مشر او په سوېل لوېديځه حوزه کې دسوېلي آسيا دخپلواکو ژورنالستانو د ټولنې مرستيال محمد يار له خپلو ملګرو سره وواهه او له مشاعرې څخه يې ووېست .


 


 دانارګل مشاعره، چې دکندهار ښار دمنډيګک په ماڼۍ کې دغويي په ٣١مه، جوړه شوې وه، دهېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه په کې په لسګونو شاعرانو او ليکوالانو ګډون کړى وو .


په هغه مطبوعاتي خبرپاڼه کې چې نن د اطلاعاتو او کولتور وزارت لخوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلي دي، چې دوى ته د ځينو رسېدلو راپورونو له مخې، شاعر او ليکوال محمديار سره په کندهار کې دځينو امنيتي کسانو له خوا د انارګل د دوديزې مشاعرې پر مهال  ناوړه سلوک شوى دى .


خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د اطلاعاتو او کولتور وزارت دکندهار ولايت دمقام او نورو اړونده مسوولو له چارواکيو څخه غوښتنه کړې، چې ددغې پېښې هر اړخيزه څېړنه وکړي، ترڅو د نوموړې پېښې لاملونه روښانه شي .


له بلې خوا نن دخوست شاعرانو، ليكوالانو او ژورنالستانو په كندهار كې د وتلي فرهنګپال او د بېنوا دفرهنګي ټولنې مشر محمديار وهل او ټكول په كلكه وغندل .


 په هغه غونډه كې چې په همدې موخه د خوست په ښوونيز او كلتوري مركز كې جوړه شوې وه په لسګونو فرهنګيانو په کې ګډون كړى وو.


د نوموړي مركز مشر عبدالشكور ماليار وويل چې پر محمديار بريد په حقيقت كې د هېواد پر ټولو فرهنګي كړيو بريد دى . 


د غونډې يوه بل ويناوال محمداور خاورين دا كار په هېواد كې د خپلسريو دوام وباله او له افغان حكومت او نړيوالې ټولنې څخه يې وغوښتل، چې نور دې په هېواد كې د ټوپكسالارۍ سيستم ته دپاى ټكى كېږدي . 


ځوان شاعر فريدالله قربان په حيرانۍ سره وويل چې دا به نو كوم ډول لاسونه وو، چې پر يوه معيوب قلموال دوهنې او سپكاوي په موخه پورته كېدل ؟!.


ده د هېواد له ټولو فرهنګيانو څخه وغوښتل، چې د محمديار ترڅنګ ودرېږي او د امنيتي ځواكونو پر مشرانو يې غږ وكړ، چې ددې سترې تېروتنې له امله دې په بيړني ډول بښنه وغواړي .  د موضوع په اړه نور جزيات له دې ځايه ولولئ