کور / شعر / کرزي ته

کرزي ته

پردي ځامن دهيچا نه خپلېږي _ لالادمرګ اجازه مه ورکوه
 
زمابچوړي سوال ته مه کېنوه _ زما دمرګ اجازه مه ورکوه
 
تابه له ټولوخلکو روسته وژني _ دچادمرګ اجازه مه ورکوه
 
زما ځنګلې په باروتو سېزې _ زما په غردې زړه خوږېږي که نه
 
مال مې دې لاړشي په بلا يي وله _ زما په سر دې زړه خوږېږي که نه
 
ماشومان وږي له کورونوتښتي _ په مازيګردې زړه خوږيږي که نه
 
دپارلمان وکيله ساه دې وځه _ ته دکرزي لالا سلام څه کوې
 
ته له تودې بړستنې نه راوځې _ بړستن دې ېخه شه ارام څه کوې
 
دادبمونوشوردې نه ويښوي _ په خپله خاوره اوخپل قام څه کوې
 
مشره وطن دې ټول سوری سوری کړ _ اوس رواجونه رنګ په رنګ راځي
 
پردۍ لښکرې په ټوپکو سنبال _ په سوله نه راځي په جنګ راځي
 
زمونږ په دين او وطن لوبې کوي_ ځکه مو وينې په غورځنګ راځي
 
ددې کيسې درنه پوښتنه کوم _ دادروند لقب مارشال دې چاته ورکړ
 
دملالۍ مزار جنډه نه لري _ د ايوب توره ډال دې چاته ورکړ
 
نور انسانان يي په بوټانو ولي _ دستر غازي مډال دې چاته ورکړ
 
ديموکراسۍ له ژونده وويستلو _ خپلو بچو پسې پېرې کوو
 
څومره دې ووژلو بس دی کنه _ همېشه غم دهديرې کوو
 
داور لمبه دې درنه وګرځېږي _ مونږ افغانان درته ښېرې کوو
 
لالا لالانه دې پوښتنه وکړه _ افغانستان سره دې څه کارو
 
که صليبي جګړه دې نه کوله _ دمسلمان سره دې څه کارو
 
که اسامه په توره بوره کې و _ وزيريستان سره دې څه کارو
 
داحمدشاه تاريخ دې نه دی لوستی _ تاسره قدر دامان نشته
 
ته دميروېس نيکه له ذاته نه يي _ تاکې غېرت تاکې ايمان نشته
 
زرده رسوا به شې ذليله به شې _ په سر دې سيوری دقران نشته
 
ته هم پوهېږې چې وطن تبا شو _ زه هم پوهېږم چې غلام يمه
 
يوه جوړه جامې خوراکه راته _ لغړ راوتی له بګرام يمه
 
پاچا صيب ګوته له ماشې لېرې کړه _ زه دې اولس يم زه دې قام يمه
 
لږدبړستنې نه بهر راوځه _ چې داپه کومه ډرامه جنګ دی
 
صليب ککرې غواړي وينې غواړي _ بيا په امت مسلمه جنګ دی
 
بش خو يي ستړی کړ په کور کېناسته _ دابامه نوی تا زه جنګ دی
 
ته وايي خوله پټه کړه غلی کېنه _ زه وايم غږ زما ازاد ښه دی
 
زه وايم قام تبا شه ننګ تبا شه _ ته واېې دغسې برباد ښه دی
 
بس ته پردوته ستړي مشي کوه _ مونږ سره فکر دجهاد ښه دی