کور / خبرتیا او پيغامونه / د اطلاعاتو اوکلتور وزارت اعلاميه او بېلابيلي ډاډګېرني

د اطلاعاتو اوکلتور وزارت اعلاميه او بېلابيلي ډاډګېرني


د افغانستان اسلامي جمهوريت                                     جمهورى اسلامى افغانستان


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت                                           وزارت اطلاعات و فرهنگ


Ministry of Information and Culture


 د ويندوى دفتر
نېټه  ١/ ٣/١٣٨٨
مطبوعاتي اعلاميه


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د ځينو رسيدلو راپورونو له مخې، د بينوا د فرهنګي ټولنې مشر او د سفما د ساحوي زون د مرستيال شاعر او ليکوال عبدالاحمد محمديار سره  پرون په کندهار کې د ځينو  امنيتي کسانو له خوا  د انارګل د دوديزې  مشاعرې پر مهال  ناوړه سلوک شوئ دئ .


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کندهار ولايت د مقام او نورو اړونده مسوولو مقاماتو څخه غوښتنه کوي چې ددغه پيښې هر اړخيزه څيړنه وکړي . ترڅو د نوموړې  پيښې عوامل روښانه شي .


 د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت


د ويندوى دفتر
 



 




 د ستر او ذولجلال ذات په نامه

په افغانستان کي د بېنوا د فرهنګي ټولني د مشر عبدالاحمد محمديار د توهین او سپکاوې له پاره چې د قندهار د والي او د هغې ولایت د مزدورو او پلورل شوو مسؤلینو له اړخه کوم د شرم نه ډک عمل ترسره شوې دا یواځې د هغه پر خلاف نه بلکه د ټولې فرهنګي او روڼ اندې ټولنې  پرخلاف ډیر شجیعانه کړچار دې چې په ډیرو  کلکو  ټکو  یې غندو او د خپل دورند  ورور  عبدالاحمد محمدیار  او د بینوا د فرهنګې ټولنې سره په دې هکله  خپله د زړه له کومي خواخوږي څرګندوو .
زمونږ د هیواد یوه ستره غمیزه داده چې هلته نه د ازاد صحافت او لیکوالۍ  اجازه شته او نه داسې روڼ اندو ته، چې د هیواد په غمیزه خپله د زړه خواله لیکې او غواړې خپل هیوادوال د مفسدو ، پلورل شوو ، رشتوت خورو او مزدورو  عناصرو  د کړنو  او اعمالو  څځه خبر کړي، د کار کولو فرصت  ورکول کیږی. هغوې تل د همداسې دښمنانه عمل سره مخ کیږي. په هیواد کې نه څوک دا جرأت کولې شي چې د مزدورانو د خوښې پرته څه ولیکي، او که څوک د محمدیار په څیر دا جرأ ت وکړی نو بیا یې په دغه ډول برخه لیک اخته کوي.
د هیواد همداسې یو شمیر باتورو زامنو په دې لاره کې خپل ژوند هم له  لاسه ورکړ  او زمونږ د راتلونکې کوول له پاره یې د خپلو پاکو وینو په تویولو  سره یو ځلانده مشال روښانه پریښې.
مونږ ټولو هغه باتورو، روڼ اندو  لیکوالانو ځوانانو ته چې همدا اوس د اشغال لاندې هیواد  کې د اشغالګرو ځواکونو  او د هغوې د مزدورانو د کړچار په را برسیره کولو  کې هیڅ موقع او فرصت له لاسه نه ورکوي او د ټولو  احتمالي خطرونو او تهدیدونو په مقابل کې یې خپلې سینې سپر کړي ډاډ  ورکوو چې را تلونکې نسل به ستاسې په لیکنو فخر کوی او ستاسې کړچار  به د تاریخ په پاڼو کې په طلایې ټکو  و لیکې.


په درنښت
قریب الرحمن سعید
دحزب اسلامي  پخوانې  ویاند او
د افغان خبري اژانس پخوانې  رئیس



وګران او زړه ته رانژدې محمدیارصاحب؛


سلامونه او نیکي هيلي درلیږم،
هغه زور زیاتی چي دپردو په زور رسېدلو واکدارانو او دبشردوستۍ اوډیموکراسۍ تر پردې لاندي لوچګانو له خوا پرتاسو  پښتو، فرهنګ,او وطن مینو  باندی سوي په ژور خفګان  کي واچولم٠
نه پوهېږم چي دا کم  ظرفه  په کوم  نامه و بولم , چي  پرداسي  چا يې لاس پورته کئ ،   چي په خوار او ضعيف  بدن ئې دخپلي  ژبي او  فرهنګ دپر مختيا لپاره  شپه  او ورځ  پر ځان يوه  کړې ,    او هغه  خدمتونه ئې کړي  چي ډير لږ دتکړه او روغ صحت څښتنان  ځانونه ورته نيسي٠
دګران کندهار و واکدارنو ته ;
ديوه مظلوم او ضعيف  سره دڅو مسلحو کسانو زور او زياتئ  دکندهار او  کندهاريتوب له شانه  ليري  کار دی.   دا  کړنه دنامردو ,ناځوانو  او دهغو دبادارانو  چي راباندي مسلط کړي ئې دي شیوه  ده,  نه د يوه پښتون افغان  او متمدن انسان ٠
په محمديار صاحب,  او دهغه په څير نور پښتوپال او فرهنګپال هيواد مينو باندي دهر بااحساس افغان خوا  بدېږي.
دفکري بېلښت  او اختلاف  دحل لپاره  خدای ج انسان دعقل په شرف
نازولی دی نه په داسي بې نزاکتي  او بې  پروایي.
په اخر کي و زړه ته راتېر محمد يار صاحب ته دلوی او مهربان څښتن له درباره روغ صحت کاميابه ژوند او خوشحالي غواړم.
او تيري کونکو ته هدايت.


په درنښت
ا.سعيد  وصال/  استراليا



 

په کندهار کښي د درنو پښتانه فرهنګیانو وهل-ټکول

زه مې خپل مشر ورور ښاغلي محمدیار او د بېنوا درنې ټولنې ته په کندهار کې د وروستۍ پېښې په اړوند مبارکي وایم..

د ښاغلي محمدیار او نورو فرهنګیانو وهل، ټکول په رښتیا چې د حامد کرزي د حکومت د مافیایي توب ښکاره نښه ده، خو زمونږ دې عزیزانو ته غټ ویاړ دی..

بېنوا فرهنګي ټولنه او د دې ټولې مشر ، ورور محمدیار، د افغانستان او په ځانګړې توګه په خپل کور کې د بې کوره او در په دره پښتنو له پاره په څو کلن کولتوري – سیاسي کار و زیار بوخت دي.

مونږ پښتانه باید د یوه موټي او پر مختللي افغانستان له پاره د ستمیانو او شورای نظار ګوډاګی حامد کرزی او د ملي ګټو سوداګر کرزیان د افغانستان له سیاسي ډګر ه وباسو. که داسې و نکړو، دا ګوډاګیان به افغانستان او دا مونږ پښتانه لا پسې په سپکو سپک کړي. مونږ بایده ده،د پښتانه قوم او افغانستان دښمنانو ته په راتلونکو ټولټاکنوکې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو..

ویاړ دې وي په کندهار کې په ورور محمدیار او نورو پښتانه فرهنګیانو باندې.

لمسیان او کړوسیان د «ابدالي» خو دي بې شماره
یو نیم پکې پیدا سکه بچی د شـــــــــــاه شجاع شي

ابدالي واک
ناروې
د لسم ټولګي زده کوونکی





د دانش خپرندويې ټولنې د ډاډګېرني پيغام :


پام كوه وار دې خطا نشې
د ګلو لښته دې پر سر ولاړه يمه

حميد بابا وايي:

شپون غوبه ځكه سنګدله وبـــــاله
چې روزګار كاندي له كاڼو د بيديا

ګران يار، محمد يار- يار ته له هر څه وړاندې مباركي وايم، زه ډېر خوښ يم، چې زما دروند، خوږ او هوډيالى يار، محمد يار- يار هم د هغو ګوتشمېر ليكوالو او روښانفكرو سړيو په كتار كې حساب شو، چې نوم به يې تل په زرينو كرښو كښلى وي.

زموږ په هېواد كې ډېر داسې ليكوال شته، چې د روښانفكرۍ او هېوادپالنې په چيغو او نارو يې وخت پر وخت د خلكو غوږونه خوړلي او دا بېچاره ولس يې تېر اېستلى، خو ډېر ژر ولس د دوى په مكر و فرېب او (فردوسيت) پوهېدلى او د خپلو زړونو له خانو يې اېستلي دي، په دې اړه به نور تفصيل ته اړتيا نه وي.

ګران محمد ياره!

ته مه خپه كېږه، ځكه ته په حقه يې، كله چې څوك زورور له چا سره سيالي نشي كولاى، له وهلو- ټكولو كار اخلي، ستا د ځوروونكيو فكر مافيايي او ټوپكي دى، هغه د يوګوسلاويانو خبره، (لېوه به پوستكى واړوي خو فكر نه اړوي).

هغوى، چې ته يې وهلى يې د مافيايي ډلو نوكران دي، چې د نړۍ ډېرو شريفو(؟؟) انسانانو هم د دوى پر خلاف نارې ووهلې، خو هېڅ ګټه يې ونكړه.

په هر ډول، له تاسې به هم ځان په يوه بخښنه خلاص كړي، ځكه په شرم هغه شرمېږي، چې شرم لري. پاتې شوه د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس خبره، نو د دوى خو ګناه نشته، يو ورور يې پيسې وهي او بل يې اتلان.

زه د اطلاعاتو او فرهنګ له درانه وزيره په كلكه هيله كوم، چې د كندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته يو با كلتوره او وړ تن وروپېژني.

د يار دردونه دې خداى ښه كړي، لوى څښتن جل جلاله دې يې تل اتل او د ولس د دښمنانو په مخ كې سر لوړى لري.

پرون همځولو يادولې
جانانه زه دې په صفت نه مړېدمه






  اسدالله دانش ساپى – د دانش خپرندويې ټولنې مشر





ډاکټر نثاراحمد صمد : 


ګرانه او فرهنګپال وروره محمدیار صاحب ، ستا په وهلو ټکولو ډیر خپه سوم . خدای دې روغتیا او عاجله شفا درکړی . هر با احساس افغان چی خبریږی نو درباندی زوریږی او دا هرچاته ثابته ده چی کلي په زور نه آبادیږی .


که په دې وهلو ټکولو کی د ښاغلي ویسا صاحب لاس وی نو نور هم خپه او متأثر سوم ، ځکه هغه د نوروجابرانو پر خلاف یو اکاډمیک شخص دئ او دا توقع نه ځني کېده . هیله ده چی ویسا صاحب په افغانی شهامی سره عفو وغواړی او خپله اکاډمیک لیاقت ثابت کړی .


زموږ دعاوی درسره ملګري دي معزز محمدیار صاحب !وایی این هم میګذرد! له خدایه ایمانی او افغانی حوصله درته غواړم ، والسلام ، نثار احمد صمد





زرلښته حفطظ – کاناډا :

تر ټولو دمخه بايد دا ووايم چې زه د هيڅ چا پلوې نه کومه دغيرمسلکي سياست مدا رانو نه خسته شوې اوډيرمې بد هم راځي دکوم ځايه چې معلوميږي برحال بی کفايته، ناپوه اداره تل دخپل دجهالت په دونياکې سرتر پايه غرقدي نه په ازادي د بيان پوهيږي نه د بشر په حقوق نه د قانون او نه د قانون په پياده کولو باندې نه په حکومت او نه دحکومت کولو په طريقه ٠

په حکومتونو کې حکومت داري ځانته طريقه ،اخلاق او پوهه اوسياست غواړي جرم تر جرم فرق کوي دا چې نن مې په نيټ کې ديو ډير پياوړی او زمونږ د ورسته پاتی ټولنۍ يو ډير پوه اديب په بیرحمانه توګه وهل په عام په مظهر وليد زما د ژورخفګان سبب وګرځيد ه .

 دتاسف ځاې دی چې زمونږ ليډران د انګريزانو پر اوږو سپاره اوفغانستان ته د قدرت د دوام او اشغال د پاره راځي او بيا ځانونه داسی چوکې پوری ونښلوي چې ترڅو دافغانانو وينې سيلابونو غوندې توې نکړي دچوکۍ نه نه پاڅيږي .

په همدې حکومت کې زمونږد وطن ډاکټران او انجينران تکړه تکړه کدرونه دياړي ته اړ شوي دي روزي نلري دياړي هم نه پيدا کيږي پردي ملکونوته د مزدورۍ په موخه ځي کلونه مسافر دي کرزی صاحب ستا په وخت کې ستا دقدرت او حاکميت په وخت کې زمونږ مظلوم ملت دپردي تجاوز ګرانو په بمباريو يو کې زمونږ ناويان ،ماشومان، سپين ږيري ،تورسرې په وينو ولړل شول تا کوم يودبشر دحقوق ميز ته کش او محاکمه کړلو؟؟

ايادا ويني پوښتنې لري کنه په يو معذرت غوښتنه خوبشري جنايتونه نه نه بخښل کيږي او زه پوره باور لرمه چې ترټولو ښه د بشرپه حقوق پوهيږی دا هغه بشري جنايتونه دي چې يو وخت به ته ملت ته ځواب ورکوې .

 ته خو مسلمان وې ته خو مجاهد وې ته خو برحال دهيواد حاکمسياست مدار يې بلاخره ته خوجهان ديده سياست مدار يې په ازادي د بيان او دبشر په حقوق اهميت باندې پوهيږی دا دومره جنايت ،تيری ،ولی ستا په وخت کې کيږي ؟

د ملت واکدار ي اوس هم ستا په لاس کې دی سترګې پرانيزه اودخپل هيواد ديومعيوب ځوان تکړه قلم وال حالت وګوره او بياد عدالت او قضاوت پر چوکۍ کينه او بيا د هغه چانه چې ددی حادثی باحيث ګرځيدلی پوښتنه وکړه چې په افغانستان کې ازادي د بيان څه ته وايي؟ او دا ځوان ولې داسې وهل شوې دی ؟

زما د طن تاريخ د محمديار غوندی دقلم خاوندانو ته ضرورت لري چې قلم وال ،اديبان ،شاعران او ليکوالان د ژوندي اووسي تر څو د تيرشوي جنايتونو کارنامې او افساني راتلونکي نسلونو ته په خپلو ليکونوکې انتقالکړي په اخرکې داسې وايمه دهیواد وتلی او نامتو شاعر ،لیکوال اوژونالست ورورسره داسې ناځوانمردانه عمل غندمه خپل ګران ورور محمد يار ته داسی وايمه چې ته ترټولو غښتلی قوي قوت يي ، ته يي ځکه ډبولی يي چې د کار سړۍ يي له تانه ډيرويريږي او پوهيږي چې هرڅه ستا په لاس کې دی هغه متل دی چې وايي سل دی ومري خودسلوسردار دي نه مري تا وهي چې سل نور ځوانان ضيف کړي خو هغه د لايق صاحب شعر دی چې

هغه ځوان چې دوطن په دردسوځيږي
که سل ځله پرمخ لويږي پورته کيږي

ماترې سل ځله قربان او صدقه کړې
چې دمرګ په پوله ناست وي لاخوځيږي

زه دخپل شاعرورورښاغلی محمديارلياقت ته داحترام په سترګه ګورمه دخپل شاعرورور په هکله عادلان قضاوت غواړمه.