په كندهار كې د پنج شنبې په ورځ د انارګل پر دوديزې مشاعرې د كندهار د ملي امنيت رياست وسلوالو ناڅاپي بريد وكړ، ځينې فرهنګيان يې وډبول او د ځينو نورو لاسونو ته يې زولنې واچولې، پاتې نورو ته يې ګواښونه وكړل.
دغه مشاعره چې د اطلاعاتو او كلتور رياست په نوښت جوړه شوې وه د كندهار پوهنتون درېيو محصلينو او ځينو فرهنګيانو د غونډې په جريان كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي ژوندليك وېشه چې د كندهار ښاروال غلام حيدر حميدي او د اطلاعاتو او كلتور رئيس عبدالمجيد بابي په قهر سره دغه پاڼې وڅېرلې او ښاروال پر عزت الله اميد او ښاغلي غلام محمد حميدي ګوزار ونه وكړل او دوى ته يې سپكې سپورې وويلې.
وروسته د ملي امنيت رياست ځينې كاركوونكي چې په شخصي كاليو كې وو، غونډې ته دننه شول، ځوان شاعر عزت الله اميد او فرهنګپال حميدي ته يې په لاسونو كې زولنې واچولې او نيم ساعت يې لمر ته كښېنولي وو. دوى يې وويل چې حق نه لري مشاعرې ته لاړ شي.
وروسته عبدالاحمد محمديار د منځګړي په توګه دننه شو، دغو وسلوالو محمديار ته هم د وتلو امر وكړ، وروسته د ملي امنيت رياست مرستيال او د دې رياست دوو نورو كاركوونكو محمديار يوې بندې كوټې ته دننه كړ او له هغه څخه پوښتنې ګروېږنې پيل كړې، چې ولې يې په غونډه كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي ژوندليك وېشلى دى. كله چې دغه شاعران له مشاعرې څخه په زوره وايستل شول، د كندهار هوټل مخې ته د ملي امنيت رياست درې وسلوال راغلل د هغه سره ورسره ملګري يې په وسلو وګواښل او محمديار يې د هغه په لكړو سخت وواهه چې لاسونه او مخ يې ټپي شوى دى.
محمديار په دې اړه وويل:
د ملي امنيت رياست دغو وسلوالو چې په شخصي كاليو كې وو، ورته ويل چې والي ډاكټر توريالي ويسا ورته امر كړى چې محمديار له دې غونډې وباسئ، ويې ډبوئ او مشاعرې ته يې مه ورپرېږدئ.
محمديار وويل چې دغو كسانو سپكې سپورې هم ورته ويلې چې په دې وخت كې پوليس هم راغلل، خو پوليس نه يوازې له موټر څخه نه دي راكښته شوي، هېڅ عكس العمل يې هم نه دى ښوولى، نه يې د هغه د وهلو مخنيوى كړى دى او د ملي امنيت رياست دغو وسلوالو كسانو د پوليسو خبرو ته غوږ هم نه نيوه.
تر دې پېښې وروسته د مشاعرې فضا ګډه وډه شوه او د ملي امنيت رياست وسلوالو چې د هېچا خبرو ته يې هم غوږ نه نيوه نورو ته هم ګواښونه وکړل.
د دې رياست مسوولينو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې او نه يې دي ويلي چې د دې شديد عکس العمل مقصد څه و، خو ولسمشر حامد کرزي په وار وار په خپلو مرکو او څرګندونو کې ويلي دي چې د بيان او نظر ازادي خوندي ده او هېڅوک نه شي کولاى دغه حق تر پښو لاندې کړي.
دا لومړى ځل نه دى چې فرهنګيان او ليكوالان په دې توګه د وسلوالو كسانو له خوا وهل كېږي، تر دې پېښې مخكې هم په كندهار او ورڅېرمه ولايتونو كې چارواكو دغه كسان ګواښلي، بنديان كړي، ډبولي او سپك كړي دي. تر اوسه په دې اړه كومې ادارې عكس العمل نه دى ښوولى.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه