کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دا سرخوړونکی آرګ څومره خوږ دئ !؟

دا سرخوړونکی آرګ څومره خوږ دئ !؟

کله چې ښاغلي حامد کرزي په لومړي ځل په جمهوري ریاست ټاکنو کې د مخپټو اوټونو او د ویره وونکو بي ۵۲ دوستانو په مټ انتخاب شو، نوهغه په وار وار ویلي و، چې که پخپلو ژمنو او کړنو کې ناکام شو او پاتې راغی، نو استفا به وکړي او چوکۍ به پرېږدي. خو ښاغلي کرزي داسې و نه کړل،او پخپلو ژمنو باندې ټینګ پاتې نه شو. خو کله چې کرزي ځان د دوهم ځل لپاره کاندید کړ، ډېر زما غوندې وګړي ورته ګوته په غاښ شول! له ځانه سره مې وویل: چې اخر دا سرخوړونکی((آرګ)) څومره خوږ دی!؟


ټولو هېوادوالو ته روښانه ده، چې د کرزي د لومړۍ دورې پای لوبه د ده لپاره باید ډېره دردوونکي وه؟ځکه د هغه پرضد په کور دننه او بهر بې شمېره د خلکو سرټکونې،نیوکې رامنځ ته شوې، په بهر کې خو ((د کرزي دوستانو)) د هغه کارنامې، له واشنګټن نه نیولې بیا تر لندنه او پاریس پورې ، په لاړو مینځلې.سپینې ماڼۍ ته د باراک اوبهاما راتګ د کرزي هغه جنتي خوبونه سرچپه واړول، کله چې د هغې ماڼۍ واکمن په غوسه شو.نوی واکمن د زوړ واکمن جورج بوش غوندې ونه خوت، چې تر دې واپس دې کرزی او د هغه بې کفایته، د مافیایي غلو غدۍ، او د شر او فساده ډک بانډ دې و نازوي. خو کرزی هم وار ختا نه کړ،او د خپلې مداري ګري او د معامله ګرۍ وروستي چلونه لاړ.روسي ته یې مخ کړ،او په پټه یې ټول کوښښ وکړ چې د خپل ((شمالي ستر ګاونډي))سره هر رنګه اړیکو جوړولو ته چمتو دی، تر څو اوسني دوستان پرې سرګرولو او سوچ کولو ته مجبور کړي. کرزی بریالی شو، امریکایانو او اروپایانو بیرته کرزي ته مخ کړ.هغوی وویریدل چې په رښتیا(( افغانان کرایه کیږي خو خرڅیږي نه)) نو ښه به دا وي چې په بیړه د کرزي سره تر یوه ټاکلي وخته اړیکي تودې وساتي. هغه وه چې د غربیانو تروشه ټنډه ورینه شوه او کرزي هم ځان را روانو ټاکنو کې نوماند کړ. او ارګ ته په کډه کاندیدان، جلالی او خلیل زاد د یوه تازه نفس د ایستلو لپاره په مخ وپرځیدل.


د ایښتیا او د سیاسي لوبې د حیرانتیاځای دی، چې اخر ولې داسې حالت رامنځ ته شو؟


جلالي ته خو لا دوه کاله وړاندې ځینو خلکو د کمپاین ډنډورې غږولې، احدي هم خپل د پیسو وزارت به وچ ډاګ پرېښود ،چې کوندې ګلخانه یې په نصیب شي.احمدزی خدای خبر چې د کوم پړانګ زړه یې خپل کړی دی چې ځان یې کاندید کړ؟ ګل اغا شیرزوی،چې د شیر زوی ځان ته وايي، که څه هم څیره یې د اوبو پړانګ ته ورته ده هم له نیمي لارې بیرته ((شاهي باغ)) ته وګرځید .


زه فکر کوم چې پاس پوښتنې ته به هغه کسان ډاډمن ځواب ووایي کوم چې کولای شي، د دیوالونو بلې خوا خپل نظر وپیي، کوم چې دنیا پخپلو ورغوو کې سره لاس پلاس کوي. خو هر څه وي، هومره ویلی شم چې تر انتخاباتو پورې، یا د انتخاباتو په جریان کې کیدای شي افغانان د نورو حیرانوونکو او د وړاندینې نه بهر ، پېښو شاهدان ووسي.


پداسې حال کې چې کرزی نن ورځ د افغانانو او بهرنیانو په منځ کې یوازي د کرکې نه بل شی نه لري ، وینو چې هغه په ټول ځواک غواړي په څوکې کې پاتې شي. دا هم پداسې حال کې چې هغه په رڼو او شفافو ټانکو کې په سلو کې لس هم نشي کټلی. نو بیا ولې هغه بیا ځان ونوماوه؟روښانه ځواب دی، کرزی غواړي یو ځل بیا انتخابات نه بلکې انتخاباتي غوبل غواړي جوړ کړي. خو آیا د ده دې غوبل نندارې ته به افغانان لاس تر زني ناست وي؟له یاده باید و نه وځي چې سږني ټاکنې د تیرو غوندې نه دي. دغو ټاکنو ته ډېرو داسې وتلو څېرو رادانګلي چې زه یې د الف وبا غوندې وایم:لکه اشرف غني احمدزی – چې د افغانستان د ننه او بهر پلویان لري ،ډاکترحبیب منګل – چې د تیرو درو لسیزو د دیموکراتیکو ځواکونو نماینده ګي کوي، ډاکتر عبدالله عبدالله او رمضا بشردوست – چې د افغانستان د نارازو توکمونو استازي دي. آیا دغه پیاوړي نوماندان به هم لاس تر زني ناست وي او خلک به پاڅونونو ته را و نه بولي؟


په بهر کې هم کرزی نوره خپل ملاتړ له لاسه ورکړی دی .یوې کاناډایي معتبرې ورځپاټې کښلي دي، چې ((کرزي ته نور سلام نشته، او هغه ته به بیا په هوايي ډګر کې سره فرشونه لیکه نشي.)) د متحده ایالتونو د باندینو چارو وریرې هلاري کلنټن خو لا لږ وړاندې ،کرزی او د ده کبینه د دنیا تر ټړولو بې کاره او بې کفایته واکداران وبلل. بل پلو متحده ایالتونو ته کرزی نور د باور سړی نه دی،د هغه د کمپلې د ټولولو لپاره راتلونکي انتخابات بس دي. خو که په ټاکنو کې کرزي درغلي وکړه، نو بیا ورته د خلکو زور چې د خدای زور دی ،بس دئ .