د نيويارك پوليسو د داسي كسانو د نيولو خبر وركړ، چي وايي پر يوه پوځي الوتكه او د يهودانو پر عبادتځي يې د يرغل پلان تړلى و.
پوليس وايي جيمز كرومايټ مشهور په عبدالرحمن، ډيويډ ويليم مشهور په داؤد، اونتاويليم مشهور په حمزه او لګټر پين مشهور په امين يې د نيويارك د برونكس په ريورډيل سيمه كي د يهودانو د يوه معبد د ويجاړولو په تور نيولي دي.
نيول سوي كسان چي ټول امريكايان او په دغه هيواد كي زېږېدلي دي، كه چيري د محكمې له خوا مجرمين وپېژندل سي، قاضي به د ۲۵ كلن بند سزا وركړي.
د امريكا د ايف، بي، آى سازمان وايي دغو څلورو كسانو د يهودي معبد پر ويجاړولو سربېره د نيويارك د شمالي سيمي نيوبرګ په سټيورټ هوايي ډګر كي پر يوه پوځي الوتكه د حملې پلان هم جوړ كړى وو، چي وايي تر يو كلنو پرله پسې جاسوسي تحقيقاتو وروسته يې ونيول.
د ايف، بي، آى ادارې زياتوي چي له دوى سره يې په موټر كي د يهودي معبد د الوزولو دپاره چاودونكي مواد او په سټيورټ هوايي ډګر كي پر پوځي الوتكي د حملې دپاره يوه ميزايل توغندۍ هم نيولې ده.
د ايف بي آى اداره وايي چي په نيول سويو كسانو كي يوه يې د دوى جاسوسانو ته ويلي وو، چي دى پر افغانستان د امريكا له حملې سره مخالف دئ او د خپلي غوصي د سړولو دپاره يې په امريكا كي دننه د بريدونو پرېكړه كړې ده.
همدا راز د كورمايټ (عبدالرحمن) په دوسيه كي ليكل سوي چي نوموړى د يهودانو سر سخت دښمن دئ او يوه ورځ چي د دوى په كوڅه يو يهودي روان وو، ده ويلي وه چي كه يې توپك درلوداى د سيمي ټول يهوادن به يې پر دا سر سر ويشتلي واى.