د پاكستان حكومت د پښتونخوا ايالت د سوات سيمي له بېځايه سويو خلګو سره د مرستي په خاطر په اسلام اباد كي يو نړيوال كنفرانس جوړ كړ.
په دغه كنفرانس كي چي نن د پنجشنبې په ورځ په اسلام آباد كي پيل سو، د امريكا، برتانيې، كاناډا، اروپايي اتحاديې، جاپان او منځني ختيځ هيوادونو سفيرانو او استازو ګډون پكښي كړى دئ.
د پاكستان صدراعظم رضا ګيلاني دې كنفرانس ته په وينا كي وويل حكومت يې د سوات له بېځايه سويو كسانو سره د مرستو ټولي ممكنه لاري په كار اچولي دي، خو د نوموړي په وينا په دونه غټ شمېر كسانو ته د مرستو رسول د پاكستان د حكومت تر وس وتلې خبره ده.
رضا ګيلاني پر نړيوالو باندي ږغ وكړ چي د سوات بېځايه سوو كسانو ته د ژوند د لومړنيو اسانتياوو په پوره كولو كي پراخي مرستي ورسره وكړي.
د پاكستان حكومت وايي د سوات تر عملياتو وروسته د پېښور، مردان، سوابۍ، چارسدې او نوښار علاقو ته نيژدې دوه نيم ميليونه كسان د جنګ له بېري ورغلي دي، چي د ملګرو ملتونو د مهاجرينو د سازمان UNHCR په وينا د نړۍ په تاريخ كي د بېځايه توب تر ټولو غټ رقم دئ.