ايتلافي او افغان پوځيانو په ګډو عملياتو كي طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د غزني چارواكي وايي ۷ طالبان يې د چارشنبې په ورځ د غزني ښار ته نيژدې په هوايي بمبارۍ كي وژلي دي.
همدا راز ايتلافي ځواكونه وايي د افغانستان په يوه ختيځ ولايت كي يې د طالبانو قومندان چي په سيمه كي يې عمليات پر مخ بېول نيولئ دئ.
بلي خواته د هلمند چارواكي د دوو طالبانو د وژلو او شپږو د نيولو خبر وركوي، چي وايي د پنجشنبې په ورځ يې د عملياتو پر مهال نيولي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه