د روان زېږد کال د مۍ په ۱۶مه نیټه د ډنمارک مېشتو افغان فرهنګپالو لخوا د ارواښاد ملنګ جان یادغونډه جوړه شوې وه چې له ډیری اروپايي هېوادو څخه یو شمېر لیکوال، شاعران او ډیر شی ځوان فرهنګپال او د ملي کولتور مینه والو ګډون کړې وو. که څه هم د ځوانانو پکې ونډه لږه وه اودغونډې موخې ته ورته مواد هم لږ وړاندې شول، خو بیا هم د غونډې سمبالګرو ډېر زيار ویستلی وو ، مېلمه پالنه ېې د يادولو وړ ده او همداسې دځينو وطنپالو خويندو سپېڅلی نيت هم د ستاينې وړ دی چې ېې د نورو ګډونوالو نه د غمځپلي اولس سره د مرستې غږ پورته کړ. پدغه غونډه کې ادبي ، سياسي ، او ټولنيزو څېړونکو ، شننونکو ، ليکوالانو ، شاعرانو او ګڼ شمېر هېوادپاله او د ملنګ جان په کلامونو مينو ځوانانو ګډون کړی وو. دا غونډه په درې پړاؤونو وېشل شوې وه ، لومړی پړاو ېې د ملنګ جان په ژوند او کارونو رڼا اچول وو چې د تکړه څېړونکو او شنونکو لخوا پرمخ ولاړه او دوهم پړاو ېې د ملنګ جان په ياد شاعري وه چې ډېرو تکړه شاعرانو خپل شعرونه او د زړه خوالې د ملنګ جان په ياد څرګندې کړې. درېيم ېې د ټنګ ټکور اړخ وو چې ډېرو اوسمهالو او پخوانو تکړه سندرغاړو پکې ګډون درلود او د ملنګ جان کلامونه ېې د ټنګټکور په څپو د ملنګ جان مینه والو ته وړاندې کړل. غونډه د ډاکټر صېب محمد اصف لخوا د سپېڅلي قرآن په څو ایتونو پرانیستل شوه. ورپسې په ډنمارک کې د افغانستان د فرهنګ ټولنې د پښتو ښوونځي زده کوونکو له خوا ملي سرود ترانه ووېل شوه او همداسې ورپسې په ډنمارک کې د افغانستان د فرهنګ ټولنې د مشرتابه جرګه ګۍ په استازيتوب د ښاغلي زمري محقق لخوا وينا وشوه او بيا د ارواښاد ملنګ جان ياد غونډې ته د ښاغلي حبيب الله غمخور او ورپسې ښاغلي صديقي له خوا ويناوې وشوې. پدې غونډه کې يو په زړه پورې اقدام دا وو چې د ارواښاد ملنګ جان د کورنيو غړو سره يوه لنډه ويډيويي مرکه ترسره شوې وه چې هغه ېې ليدونکو ته وړاندې کړه .د بعضو څېړونکو پیغامونه هم ياد شول چې له هغو کتار نه د محترم اکاډمسن اعظم سيستاني صاحب پيغام هم ياد او ولوستل شو.همداسې په ډنمارک کې مېشتو ډنمارکي او ځينوافغان مېلمنو فرهنګپالو خپلې ويناوې واورولې بيا د جرمني څخه د راغلو مېلمنو وار وو چې د هغه ځای په استازيتوب ليکوال او شاعر استاد علي ګل پيوند خپله د زړه خواله وکړه او محفل ېې په يو څو طنزونو خوندور کړ. د نيدرلېنډ (هالنډ) څخه راغلي مېلمه ، شاعر او څېړونکي ښاغلي ننګيالي بڅرکي خپله څېړنيزه وينا واوروله ، د انګلېنډ مېشتو افغانانو په استازيتوب د لنډن نه راغلی مېلمه استاد پوهان مجاوراحمد زيارهم خپله څېړنيزه وينا واوروله او همداسې د يو ساعت لپاره د ماښامنۍ ډوډۍ لپاره دمه وشوه او بيا د غونډې نوره برخه په ډنمارک کې د افغاني کلتوري ټولنې د پښتو ښوونځي د زده کوونکو لخوا د ملنګ جان په ياد د يوې ترانې د اورولو سره مخته شوه. د غونډې دویم پړاو ملنګ جان ته ځانګړې شوې مشاعره وه. مشاعره کې د هېواد د څو نومياليو شاعرانو ترڅنګ د نویو شاعرانو ګډون هم د يادونې وړ دی، په دې مشاعره کې په ډنمارک کې يوې پېغلې ښکلی شعر وړاندې کړ همداسې ښاغلي عبدالوهاب سرتېر له جرمني نه ، ښاغلي علي ګل پيوند هم له جرمني نه ، آغلې نجينه سارا بياباني له ناروې څخه ، ښاغلي ننګيالي بڅرکي له هالنډ څخه ،ښاغلي تلاش ، ښاغلي بيانخېل او بېکسيار د کوربه هېواد ډنمارک څخه وو او همداسې ښاغلي ننګ، آغلې زرلښتې حبيبزۍ ، ښاغلي ودير صاپي ، ښاغلي بهرام جان او همداسې نورو ځوانو شاعرانو خپل شعرونه راوړي وو او محفل ېې لا پسې ښکلی کړ. په پای کې د ټنګ ټکور وار راورسېده چې د هېواد مشهوره غزل بول استاد رحماني خپلې ښکلې غزلې د راغليو مېلمنو او ناستو اورېدونکو تر غوږو ورسولې او همداسې د نورو نوؤ سنردغاړو لخوا ښکلې پزړه پورې کلامونه د موسيقۍ په څپو کې ووېل شول ، او غونډه د شپې په ۲ ۰۰ بجو شاوخوا پای ته ورسېدله.
یادګارې انځور ښاغلې یوسف هیوادوست پوهاند صیب زیار او سمسور