د افغانستان د ولسي جرګې ځيني غړي او د ولسمشر حامد كرزي سياسي مخالفين وايي د ولسمشر حامد كرزي د حكومت يوه (سبا پنجشنبه) ورځ پاته ده او سرله جمعې ورځي (د مى له ۲۲ -مي) چي د جوزا د مياشتي لومړۍ نېټه كېږي د ولسمشر حامد كرزي حكومت قانوني مشروعيت نه لري.
د افغانستان د اساسي قانون له مخي بايد د جوزا له لومړۍ نېټې څخه نوي ولسمشر په كار پيل كړى واى، خو د افغانستان د ټولټاكنو كمېسون د ځينو ستونزو له كبله د جمهوري رياست انتخابات له اصلي مودې څخه څلور مياشتي وځنډول او د حامد كرزي د حكومت په وړاندي يې د هغه د مخالفينو نيوكي زياتي كړې.
د ولسمشر مرستيال احمدضياء مسعود هم يو له هغو كسانو دئ چي د حامد كرزي حكومت د جوزا له لومړۍ نېټې څخه ناقانونه بولي او دمخه يې لا ويلي چي د جوزا پر لومړۍ نېټه به استعفاء وكړي.
خو حامد كرزي دغه لانجمنه موضوع ستري محكمې ته وړاندي كړه، چي د محكمې له خوا يې د حكومت موده د نوي انتخابي حكومت تر راتګ پوري نوې سوه.