د امريكا پوځ يو ځل بيا د بالابلوك په ولسوالي كي د ملكي كسانو مرګ ژوبله رد كړه.
د نيو يارك ټايمز ورځپاڼه د امريكايي پوځ د قومندان په حواله وايي د فراه ولايت په بالابلوك ولسوالي كي د ملكي كسانو مرګ ژوبله په هغه اندازه نه وه، چي ميډيا ته راوتلې ده.
پوځ وايي په هغه مخامخ جنګ او وروسته بمباري كي چي دوې اونۍ دمخه د بالابلوك ولسوالي د ګراني په سيمه كي رامنځته سوې په ترڅ كي يې ښايي له ۲۰ څخه تر ۳۰ پوري ملكي كسان وژل سوي وي، چي ۶۵ طالبان هم پكښي وژل سوي وو.
د بالا بلوك د ملكي قتل عام په اړه په تېرو دوو اونيو كي څو ځله د امريكايي پوځيانو له خوا بېلابېلي څرګندوني كېږي، امريكا د پېښي په لومړۍ ورځ د ملكي كسانو مرګ ژوبله ردوله، وروسته يې د ۱۲ كسانو مړېنه ومنله، بيا يې دا قتل عام په وسله والو مخالفينو پوري وتاړه، چي ګنې طالبانو د سپين فاسفورس كېمياوي ماده استعمال كړې او دغه كسان يې وژلي دي.
خو دا چي په ملي او نړيواله كچه ټولو څېړنو د ۱۴۷ بېګناه كسانو مړېنه د امريكايانو له خوا وبلله، اوس د نيويارك ټايمز په وروستي راپور كي د ۶۵ طالب جنګياليو د مړيني خبره ورسره غوټه سوه.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه