نن يکشنبه د خوست ولايت په يعقوبيو ولسوالۍ کې د ملي امنيت چارواکو زيات شمېر وسلې او مهمات نيولي دي
پدغه وسلواو مهماتو کې يو ميل راکيټ ، درې ميله کلاشنکوف ، ٧٦ د راکيټ مرمي ،٦٥ روسي او ايراني لاسي بمونه يو توغندی ١٣ صندوقه د پيکه ماشين مرمۍ او يو زيات شمېر د نورو وسلو مرمۍ شاملې دي
چارواکي وايي چې دغه وسلې اومهمات يي د يعقوبيو ولسوالۍ د مکتب بازار ترڅنګ له يوکور څخه تر لاسه کړيدي خو په تور يې تر اوسه څوک ندي نيول شوي او په نيولو پسی يی پلټنې روانې دي
د يادونې وړده چې د تيروڅو ورځو راهيسې په يعقوبيو ولسوالۍ کې عمليات روان دي چې په ترڅ کې يي تر ديرشو زيات شکمن کسان اوزياتې وسلې نيول شويدي