ستا په نامه ژوند تېروومه ګورمه ! هېر مي نه کړې
ګرانې ! زارۍ درته کوومـــه ګوره ! هېر مي نه کړې
تنکي يادونه دي پــــــــه ســــر لــــکــــه ايرې دوړوم
پردي دېوال ته چې کښېنمه ګوره ! هېر مي نه کړې
درته د سره ټيکري په ښکلې شرابي پيڅــــکه کـــې
د زړه تاويز غوټه کوومه ګوره ! هېر مي نه کـــــــړې
بې وسه ژوند مي ټال تصوير دى ستا د خيال پر دېوال
ګوره ! نړېږم ګوره ! مرمه ګوره ! هېر مي نه کــــړې
د پېغلې هيلې شهيد مړى دي په غېږ کې پــرېږدم
سقيم تـــنــــــهـــــــا درڅخه ځمه ګوره هېر مي نه کړې