کور / طنز / : تور اسماعیل د امانیه دور یو طنز ویونکی شاعر

: تور اسماعیل د امانیه دور یو طنز ویونکی شاعر

چې کله تیاره پر روښنایي خپره شي اوشاعران بله لاره ونه وینی نوناچاره هجو یا مدح ته مخه کوې په مدح کې ځان ته څه غواړی او په هجو کې یا له چا څخه غڅ اخلی یا هم خوارانو ته
د اد غواړې د قربانې ضعیفو خصلتونو ته نغوته کوی او د هغو پټ د استان بیانوي او په دي ډول خپل زړه تش وی
 
اسماعیل هجو له خپله ځانه پيلوی او وايي:
 
عمرها بنده گی صاحب دیوان کردم
تا مسمی شدم القصه به میرزا گوزک
نکته ها گفتم وهرگونه فضولی کردم
تا شدم هــــمنفس حــــاکم اعلا گوزک
 
کلنو مې د دیوان لرونکی شاعر وکړه بنده ګي
ترهغه چې مسمی شوم باالاخره په میزرا ګوزک
چټیات می وویل او و مې کړل هر ډول فضولی
چې شوم دحاکم اعلا همناستی ګوزک
  
تور اسماعیل په خپل د سپي او چغال مثنوي کې استاد علامه صلاح الدین سلجوقی چې
دشاه امان الله په وخت کې يې د ښځو دحجاب بندولو فتوا وکړی وه دهغه د پلار له خولې داسې هجو کړی دی
 
قرة العین من صــــلاح الدین
از برای تو مـــــــنزلی تعیین
میکند میدهد صـــــباح ومسا
از برایت حــشــیش ومهرگیا
بــــهر تخریب دین پیغـــــمبر
او شفیراست ومملکت موتر
 
زما د سترګو توره! صلاح الدینه
تا ته دی منزل تعینه
کوي ورکوي سهار او مسا
تاته حشیش او مهر ګیا
دد ین د تخریب لپاره دپیغامبر
هغه چلوونکی دی او هیواد موټر
 
گوزک چه غم خوری که به دختر حجاب نیست
شــــرم وحـــــیا به دیدهء فرزند نر نمــــــاند
 
ګوزکه څه غم خورې چې دجنو حجاب ورک شو
شرم او حیا د زامنو په سترګو کي پاته نشوه
 
هغه د امان الله ځان په وخت کې د ښځو په آزادی باندې کلکه نیوکه کړې او صلاح الدین داسې هجو کوي
باهمه کفرخود صـــــــلاح الدین
حرف او پارهء شده است از دین
کرده مــــشرب وطن پرستی را
داده فــــتوا شراب ومســــتی را
په خپل ټول کفر صلاح الدینه
دهغه خبری څیری شوی له دینه
ادعا کوی د وطن پرستی
فتوا ورکوی د شراب او مستی
بیا وایی
برهــــــد از غــم زکـــات ونمـــاز
جهد از صوم واز طواف حــــجاز
بلکــه صرف از پرستــــش یزدان
روی آرد به خــــــدمت شـــیطان
نه غـــــم عصمت ونـه یاد حـجاب
نه که مشروطه را حساب وکتاب
 
ځان به خلاص کړی د زکات او نماز
روژه نیول او طواف د حجاز
بلکه په هڅه عبادت د یزدان
مخ به کړی چوپړ ته د شیطان
نه غم د عصمت لری نه یاد د حجاب
نه د مشروطي شته حسا ب او کتاب
هغه په ادبی ژوند او ټولنیزو فعالیتونو کي یو متضاد یا دوه رخه حالت لري کله د ملت دلسوزه شي ، کله دربار ته مخه کړی او هلته د ناټکي کار تر سره کوي، چې دا حالتونه هغه کله کښته او کله لوړوی
هغه په سردرګمی او تضاد کي دی یووار د یو سړی هجو کوی بیا يي مدح کوی
هغه د حبیب الله کلکانی په وخت د ښوونځيو بندول مدح کوی او د امان الله خان په لومړی کلنو کې د علامه صلاح الدین سلجوقی کارونه غندی او د امان الله دوره د کفر دوره بولی خو وروسته بیا د امان الله خان مدح کې داسې وايي
 
درزمــان شه بـــــلند اقــبال
شـــه امان الله آنکه درهمه حال
کرد هرفرد را ادیب کمـال
صاحب اقتدار وجـــاه وجــلال
وز معارف بلند ســازد قدر
تا شود هریکی به عالم صــدر
 
د لوړ اقبال پاچا په مهال
پاچا امان الله هغه چي په ټوله حال
هر سړی يي کړ ادیب خاوند دکمال
خاوند د واک ، عزت او جلال
له معارفه يې لوړ کړ قدر
چې شی هر یو په نړۍ کې صدر
 
بل ځای د امان الله خان په مدح کې وايي
آنکه زیباست براو خلعت شاهنشاهـــی
گشت تسـلیم بدو رومی وروس والمان
مدح تو از برانصاف خرد کاردل است
راست آنست که از سینه نیاید بـــیرون
 
هغه چې په هغه ښکلی دی خلعت د شاهنشاهی
هغه ته تسلیم شول روم ،روس او المان
ستا مدح د انصاف اوپوهی له مخه کار دی دزړه
رښتیا هغه دی چې له سینی نه راوځی بیرون
 
هغه د حبیب الله کلکانی په مدح کي وایي
 
اسم محضش بود حبیـــب الله
لقـــــــــبش خــــــــــادم رســــــــــول الله
از میان چیده رسم عبرت را
کــــــــــرده روشــــــن طریق سنــــت را
بسته ازروی جــــدوجهد کمر
تــــا بـــــــود تـــــــــازه دین پیــــغمـــــبر
 
خالص نوم يي دی حبیب الله
ستاینوم يي دی خادم د رسول خدا
له منځه يې واخیستل د عبرت رسم
کړې یې ده روښانه لاره د سنت
تړلې يې ملا ده د جد او جهد
چې تازه کړی دین د پيغامبر
 
هغه د ظاهر شاه په دربار کې د هاشم خان صدراعظم سره راشه درشه درلوده او د هغه په مدح کې وایی:
خوشم که فتنه بیداررا به خـــو کــردی
چنانکه گرسنه را سیر از پلو کـــــردی
عجب است که بااین کمال وعزت وجاه
به حسن خلق جهان را چسان گرو کردی
مرا که اول شخـــص هرات میگفــــتند
به بین به طعن کسان عاقبـت کتو کردی
 
 
خوشاله یم چې وېښه فتنه دی کړه ویده
لکه چې وږي دی له پلوه کړه ماړه
عجبه ده چې په دې عزت، کمال او رتبه
په ښه خلق دی نرۍ څنګه ګرو کړه
ماته يې چې لومړی سړی د هرات وایه
وګوره د خلکو په طعن دی اخیر خون ځیګر کړم زه
 
هغه د طنز، مدح او هجو پرته هزلونه او ټوکې هم ویلی دي
تور اسماعیل په یوه ځانګړي ميړانه او زړه ورتیا سره په ټولنه کې نه ویل کیدلی توکي، په ډیره ځانګړې او ښکلي ډول بیانوي او د دې تړل شوی سندوک کولپ پرانیزی.
هغه دا منع شوی توکې د ايرج ميرزا، عبيد زاکاني، حکيم سوزني او ميرم سياه غزنوی په مهارت بیانوی خو د ده طنزی ظرافتونه د ورم اوښکوم( پند) سره ګډ دي چې دا کار يې په ادب کې خپل ځانګړی ځای لري .
 
د هغه شعرونه په متین او پر شوره بیتو پيل کیږي چې مابین ته رسی نو هزل او چټیاتو لاره خپلوی. هغه د دودیږو او ټولنیز و ادابو او مذهب بند شوی او نه ویل کیدونکی توکي اود ښځو او نارینو جنسي او پټ رازونه په جورت سپړی او هغه لوڅ لغړ بیانوي
 
نو جوان گردد و از عمر شود برخوردار
هرکه جــون من فشــــرد تنـگتر اندربر
وقت آن خوش که ستاند ز تو هردم بوسه
شب آن نیک که خوابد بتو دریک بـستر
قصـــه کــــوتاه چو تو نوچه پریزادی را
سزد اکنون که بود دیو ســـیاهی شـوهر
تا به خلوتگه خــــــطه اقلـــــیم جمــــــاع
زند از پیش چو… و کشد از پس چون …
 
ځوانیږي او عمر يي ډیریږی د هغه
لکه ما چې څوک ټینک کښیکاږی په بر
هغه وخت ښه چې وغواړی له تا مچه هر ګړی
هغه شپه ښه چې چي ویده وی ستا سره په یو بستر
لنډه دا چې لکه تا یوه پریزاده چټه پيغله
وړده اوس چې وي هغې ته تور دیب شوهر
چې په پټ ځای کي ورسره وکړی جماع
د مخ يي ووهی لکه… اوله شایې وباسی لکه …
 
 
زبسکه شایق… اهل عزت ونازند
پریده رنگ ز… مردی از… رفته
 
هغه دامان الله په وخت کې د ښوونکي او شاګردانو په هکله یو هزل داسې دی:
 
چرا پار معلم عوض اجرت خود
کرده در ترب تلامیز نهانی زردک
معلم چه شد آنکه دفع صــــــــــداع
نمـــــــــیکرد الی به طفــــــــلان …
 
ولې پخواښوونکی په بدل د خپلی تنخواه
د ژیړ ترب لاندې يې پټ کړی وې ګازرې
ښوونکی څه شو هغه چې دسردرد لپاره يې
نه يې کول خود ماشومانو سره مګر…
 
او بیا ځان ملامتوی چې ولې هزلونه وایي!
صریر عزت وعیش مدام ای گوزک
ترا سزد که بمیدان هزل دو کردی
 
په زوره عزت او تل عیش ای ګوزکه
تا ته ښايي چې د هزل میدان ته دی و ډانګل
هغه دځان په اړه واي
 
گاه همبزم شخص اســـتـبداد
گه عنان ســــوی حریت معــــطوف
سر بگوش وزارت ثابـــــت
پا به … ایالـــــــــت موقــــوف
کله همبزم د ظالیم سره
کله لګام د ازادی خواته سمه
کله ناست دبرحاله وزیر سره
کله پښه د موقوف والی په …
همچو گوزک زاهد از وضع مسلمانی ملاف
پاره خــــواهد کرد بــاد بی محــــل … ترا
باد از گوزک نماند و لاف بر ارباب زهد
این دو علــت کی به ارباب خرد میــــباید
 
لکه ګوزک اې زاهده د مسلمانی مه وله باټي
بې محل باد به څیری کړی … ستا
باد په ګوزک کې پاته نه شو زاهدته باټي ساټي
دا دوه علته کله د پوهی دخاوند سره ښايي
 
هغه ډیري لطیفې او ټوکې هم ویلی چې ځینې يې دولس ستونزې بیانوي
د هغه خندنۍ ،زهری او طنزی ټوکې د خلک په خولو کې دی او د مجلسو نقل دی
لمنلیکونه:
 
afghanmaug.net-1
۲-معروف کبيری: نيم نگاهی به کتاب:فردا ویب پاڼه
kohandazh.blogfa.com-۳
۴- ډاکټر روهین ، طنز اریا یی،خاوران ویب پاڼه
۵- فرهنګ ،اریایی موزیک ویب پاڼه