الله بهباني لسټوني بد وهلې توری آینکي په سترګو ماجد ته د فاتحې لپاره راغی په ماجد کې پېنځه نوري فاتحې هم وي هغه له ځان سره چرت وهه : د غو ټولو ته فاتحه ورکولی نشم زه خو د ټول افغانستان مسؤل نه یم زه باید په دې پېنځو کې یوه غوره کړم که څه د هغه لپاره راغلی یم خو هغه به غوره کړم چې دوستان يې غوښن ، هډور او ډنګ وي .
هغه دی ملا دا فاتحې اعلانوي.
الله بهبانی په خوشالي وویل :
وی د خو پينځه سره شهیدان دي !
بیا يي له ځانه سره وویل
وده کوم یو يې ځوان دی
د خولې کشکان يې سره ولاړه او له ځانه سره یې وویل :برکت ټوله ځوانان دي.
بیا يي له ځانه سره په غوم غوم وویل: د دې پېنځو سرو شهیدانو دوستان پيژنم خو ګورم کوم یوه ته یې باید رایه ورکړم
هو ددې دویمې فاتحې خلک غوښن دی اوس به ولاړ شم د هغو مخي ته به کښينم او نورو ته به جرتک ونیسم
هغه له ځایه پورته شو او د رایه وړي د فاتحې د دوستانو مخي ته په ګونډو کیناست او له ځانه سره یې وویل:
اوس مې ښه ویني او باور به یې راشي چې ددوی لپاره راغلی یم اوس به د هغه مهال انتظار وکړم چی بل څوک پورته نشي کاشکی یوه کمره وای چې زما عکس يې اخیستي وای
وی دا مبایل به هغه هلک ته ورکړم چې د مخ مچولو په مهال زما عکس واخلي
د دې قرات وروسته هیڅ څوک پورته نشو
هغه را پورته شو ټول فاتحه والا د هغه په درناوی لاس په نامه ودریدل خو هغه سیده خپل رایه ورکړی د فاتحی خلکو خواته ورغی
د هغو هر یوه سره يې د غیږې روغبړ و کړ او د هغوی په غم کې يې ځان شریک وباله
نورو فاتحه والا چې ډیر يې سپین ږیري او زاړه وه د هغه په درناوی ولاړ وه چې هغه هرومرو لکه انسان ددوی مخي ته تیریږي او تسلیت ورته وایي
هغه چې درایه ورکړی فاتحې له تسلیته بیغمه شو غوږ يې وګراوه،سترګې یې پټي او سر ټیټ کړ بیرته سیده په ناستو خلکو کې ننوت خپل مبایل يي واخیست او د بلي لار ي بهر ووت او له ځانه سره يي وویل : د نورو زړه مې ور وچوئ
نورو فاتحه لرونکو چې دهغه دا کړه ولیدل شکر یې وکړ چې هغه ولاړ او کیناستل
او ملا قرات پيل کړ