کور / شعر / شمله ور زلميه

شمله ور زلميه

 
شمله ور زلميه راشه
بيا غيرت غيرت نارې که
انقلاب پر بېدو رواړه
لوى هلمند څپې څپې که
 
يو برياله پاڅون جوړ که
نړيوال ځان ته هک پک که
دا بې درده زړونه ټوله
د هېواد له دردو ډکه که
 
داسې شور او مستې ورکه
چې ميوند ټپې ټپې شي
دا مړژواند زړونه ژوندي شي
پردي پال زړونه تغمې شي
 
لر او بر ولسواکي که
زورواکي ورځنې واخله
ټوله يو افغان ولس که
قوم بازي ورځنې واخله
 
د خپلواک ژوند څه مې خوندې
لا محرومه دي خرڅېږي
ددې تورو تيارو شاته
کوټه قلفه دي کړيږي
 
لا ټوپک زما په خاوره
حاکميت کوي سالار دى
د ژوندون پر خزانه مو
په ناز پروت پردى ښامار دى
 
زما تاند استعدادونه
ترټل کېږي سوځل کېږي
زوړ اغيار زما سيالۍ ته
زما په خوله هڅول کېږي
 
او
موږ بې فکره غوندې ګرځو
تل د بل په اشاره ځو
د پردو مغز فعال دى
د پردو په اشاره ځو
 
نو
شمله ور زلميه راشه
لا تر څو به يو موږ داسې
د ړندو غوندې په کور به
مو نور باسي ننباسي