کور / تازه خبرونه / حامد كرزى فراه ته ولاړئ

حامد كرزى فراه ته ولاړئ


د افغانستان ولسمشر حامد كرزى هغه ولايت ته په سفر تللى، چي دوې اونۍ وړاندي د امريكايانو په بمبارۍ كي ۱۴۷ تنه ملكي كسان پكښي ووژل سول.
ولسمشر كرزي د فراه په مركزي جامع جومات كي د بالابلوك ولسوالۍ د قربانيانو له دوستانو سره وكتل، له هغوى سره په خبرو كي يې د دې قضيې د څېړلو ژمنه كړې او د دې كورنيو د غړيو سره يې بيت الله شريفي ته د استولو ژمنه كړې ده.
د فراه په بالابلوك ولسوالي د ګراني په نامه سيمه كي امريكايي الوتكو درې كلي بمبار كړل، چي د رسمي شمېرنو پر اساس ۱۴۷ تنه بېګناه كسان چي ډېرى يې ښځي او كوچنيان وو د طالبانو په پلمه پكښي ووژل.