د هلمند چارواكي وايي د دغه ولايت د مرجې ولسوالي يې د وسله والو مخالفينو له منګولو خلاصه كړې ده.
د مرجې ولسوالي له تېر يوه كال راهيسي د طالبانو په لاس كي وه، چي د ايتلافي ځواكونو او افغان چارواكو له خوا د سې شنبې په ورځ د نيولو خبر وركړل سو.
طالبانو د مرجې ولسوالي كي له دولتي ځواكونو سره جګړه تائېد كړې خو د دې ولسوالي له لاسه وتل نه مني.