( او ځواب يې ) " /> ( او ځواب يې ) " /> ( او ځواب يې ) " /> ( او ځواب يې ) " /> د پکتيا والي جمعه خان همدرد ته پرانيستی ليک( او ځواب يې ) – لراوبر ویب پاڼه
کور / خبرتیا او پيغامونه / د پکتيا والي جمعه خان همدرد ته پرانيستی ليک( او ځواب يې )

د پکتيا والي جمعه خان همدرد ته پرانيستی ليک( او ځواب يې )

د پکتيا ډېر قدرمن والي ښاغلی جمعه خان همدرد، ستاسو درانه حضور ته خپل سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کوم.

قدرمن والي صيب ! زه ستاسو شخصيت ته د زړه له کومې درناوی لرم او د افغانستان په شمال کې ستاسو کارنامو ته د قدر په سترګه ګورم او له همدې امله کله چې تاسو پکتيا ته د نوي والي په توګه تشريف راوړ، د پکتيا والو په زړونوکې ډېرې هيلې راوټوکېدې. خو له بده مرغه په پکتيا کې هغسې چې موږ يې تمه درلوده د پام وړ کار و نه شو. زه غواړم په ډېر درناوي سره ستاسو پام يو څو ټکو ته راواړوم:.

ـ زه پوهېږم ، چې ستاسو وياند ښاغلی روح الله سمون په ډېر اخلاص هڅه کوي ،چې ستاسو د لاسته راوړنو خبرونه هېوادوالو ته ورسوي ، خو زما په اند دغو هڅو يوازې تبليغاتي بڼه غوره کړې. زه فکر کوم ، چې يوازې د غونډو جوړول او يا له يوې نيمې ولسوالۍ څخه ستاسود کتنې د عکسونو خپرول او يا په بهر کې له افغانانو او بهرنيانو سره ستاسو د ليدو کاتو راپورونه د هغو اساسي کارونو ځای نه شي نيولی ، چې بايد د پکتيا په ولايت کې ترسره شوي وائ .

ـ يقيناً تاسو به دې ټکي ته ډېر ښه متوجه ياست، چې پکتيا د افغانستان په ختيځ کې هغه ولايت دی چې له ښه ثبات او کرارۍ څخه برخمن دی او د لته د بيارغاونې او پرمختيايي چارو ډېر ښه امکانات شته. زما په نظر موږ نه شو کولای ټوله پړه د حکومت پر وزيرانو او نوروچارواکو ورواچوو ، بلکې کېدای شي د ننګرهار والي ګل آغا شېرزي په څېر پر چارواکو فشار راوړل شي څو د کابل په ګاونډ کې دغه مهم ولايت ته لازمه پاملرنه وشي ، خپل حق ورکړل شي او په دې توګه پکتيا د هغو ولايتونو لپاره چې هلته ډېره ناکراري ده د بيا رغاونې يوه ښه بېلګه وګرځي..

ـ د نسبي ثبات تر څنګ پکتيا يوه بله ښېګڼه هم لري او هغه د کوکنارو نشتوالی دئ، موږ ګورو چې نړيوالې ټولنې او حکومت يو شمېر هغو سيمو ته د دې لپاره چې له کوکناروسره مبارزه کوي ډېر ښه امتيازات ورکړي.له کوکنارو سره د مبارزې د هڅولو په موخه حکومت يو شمېر ولسوالۍ وزمه ولايتونو( لکه پنجشېر) ته هم يو ميليون ډالره مرسته ورکړې ، حال دا چې دا مرسته بيا د پکتيا په برخه کې نيمايي ( 500 زرو) ته راکمه شوې ده. که چېرې له حکومت څخه په دې برخه کې د پکتيا لپاره عادلانه برخه ونه غوښتل شي او د خلکوستونزو ته سمه پاملرنه ونه شي، ښايي يو زيات شمېر بې وزله خلک دلته هم کوکنارو ته مخه کړي..

ـ په پکتيا ولايت کې د وران او ويجاړوسړکونو له امله د خلکو تګ راتګ ډېر ستونزمن دی ، که څه هم د افغانستان حکومت د سړکونو د جوړولو په اړه د ډېرو لاسته راوړنو ادعا کوي ، خو په پکتيا کې دغه لاسته راوړنې په نظر نه راځي. حتی دپکتيا ـ خوست لوی سړک چې نه يوازې د دواړو ولايتونو لپاره بلکې د ټولې سيمې لپاره ځانګړی اهميت لري ، کار يې تقريباً په صفر کې دی.دا خو پر ځای پرېږده ، حتی هغه سړکونه چې پخوا جوړ شوي مخ په ورانېدو دي او په دې برخه کې د خلکو شکايتونه هم مخ پر زياتېدو دي..

ـ په پکتيا کې د اوبو او برېښنا لپاره د بندونو ډېر طبيعي او ګټور امکانات موجود دي . د بېلګې په توګه کېدای شي په څمکنيو کې د سروۍ بند، په ځاځيو کې د مدخېلوبند او په زرمت کې د مچلغو بند له جوړولو سره په لسګونو زره جريبه ځمکه خړوبه او ټولې سيمې ته برېښنا ورکړل شي..

د مچلغو د بند په اړه د شهيد داود خان د واکمنۍ پرمهال سروې ترسره شوې وه او د کارپوهانو له انده دا يوه ډېره مهمه او ګټوره پروژه ده او په وروستيوپنځوکلو کې هم د دغه بند په اړه ډېر چيغې ووهل شوې ، خو له بده مرغه په دې برخه کې عملي کار نه ليدل کيږي..

همداراز په مدخېلو کې د يوه بند ډېر ښه امکانات شته دي، د شوم خېلو په دره کې دوه سيندونو په نرۍ تنګي کې سره يوځای کيږي او د بند د جوړولو لپاره ډېر مناسب طبيعي امکانات برابروي. زما په اند د دغو بندونو د کار ځنډول به د ټولې سيمې لپاره دروند زيان وي.

ـ تاسو ښه پوهېږیء ، چې لوړې زده کړې د يوه هېواد لپاره بنسټيز ارزښت لري، که څه هم په پکتيا کې له نېکه مرغه يو پوهنتون جوړ شوی ، خو له بده مرغه پوهنتون تر ډېره ځايه تش په نامه دی. په داسې حال کې چې کېدای شي له دغه پوهنتون څخه د پکتيا ، پکتيکا، غزني او لوګرولايتونو ځوانان ډېره ښه استفاده وکړي، خو په تأسف سره بايد ووايو چې په دغه پوهنتون کې د استاد ، لابراتوار اوفاکولتو څرګند کمی محسوس دی .حال داچې موږ هره ورځ اورو چې د افغانستان په نورو سيمو کې پوهنتونونه او دلوړو زده کړې مؤسسې ډېرې په چټکۍ پراخيږي او وده کوي.زما په فکر ستاسو لږه پاملرنه هم کولی شي د پوهنتون په وضعيت کې ډېر مثبت بدلونونه راولي..

ـ غواړم يوې بلې ستونزې ته ستاسوپام راواړوم او هغه د پکتيا په دارالمعلمين او د عبدالحی ګردېزي په لېسه کې په دري ژبه زده کړې دي. موږ له خپلې دري ژبې سره کوم حساسيت نه لرو ، خو تاسو ته څرګنده ده چې پکتيا په مطلق ډول يو پښتو ژبی ولايت دئ او په ټول ګردېز کې يوازې د (بلديه) په سيمه د ګوتو په شمېر دري ژبي هېوادوال اوسيږي . که چېرې پکتياوالو ته د دوی په مورنۍ ژبه د زده کړې امکانات برابر نه شي دا به د دغه ولس په حق کې ډېر لوی ظلم وي او يقيناً چې په دې برخه کښي به تاسو ته هم ګوته ونيول شي.

په دې برخه کې د پکتياوالو د ستونزو په اړه د لازياتومعلوماتو لپاره تاسې کولای شیء لاندې لينک وګوریء:

http://www.dawat.no/index.php?mod=article&cat=پښتواوپښتانه&article=392


قدرمن والي صيب!

زموږ په اند که چېرې تاسو د هېواد په شمال کې د مهمو پروژو او کارونو په ترسره کولو بريالي نه شویء، هلته ستاسو پر وړاندې پراته مخالفتونه او ستونزې د پوهېدو وړ دي ، خو په پکتيا کې تاسو د خلکو پراخه ملاتړ له ځان سره درلود. زه وېرېږم ، چې که تاسو د بيا رغاونې په برخه کې ځان ونه خوځویء نه يوازې به خپل محبوبيت له لاسه ورکړیء بلکې لکه څنګه چې واردمخه يو شمېر قومي مشرانو ګواښ هم کړی، ښايي د سيمې خلک ستاسو پروړاندې پراعتراضونو او لاريونونو لاس پورې کړي ، چې دلته نو بيا موږ پړه په جنرال دوستم اويا کوم بل چا هم نه شو اچولی..

دا وو يوڅوټکي چې ستاسو درانه حضور ته مې د اخلاص او خپل هېواد سره د مينې له مخې وړاندې کړل. ستاسو د پاملرنې او ډېرو برياليتوبونوپه هيله..

په درنښت


ميوند منډهېر




د قدرمنو ليدونكو لوستونكو او ښاغلي ميوند منډهېر صيب د پام وړ!


تر كومه ځايه چي ټولو ته معلومه ده پكتيا ولايت يوه داسي ستراتيژيكه سيمه ده ، چي تل پكتيا وال د كابل فاتح پاتي شوي ، خو تل ورسره دوكه شوي او د دوي حقوق تر پښو لاندي شوي ، يواځي په دي خوشحاله ساتل شوي چي دوي شمله ور دي ، او دا د جرګو او مركو خونه ده .
كه ريښتيا ووايو په تيرو حكومتونو او دورو كي پكتيا ته هيڅ ډول پاملرنه ، نه ده شوي ، او مونږ هم چي كله په لمړي ځل پكتيا ولايت ته راغلو نو باور مو هم نه كيده چي ګرديز دي د يوه ولايت مركز وي ، په حقيقت كي ګرديز د شمالي ولايتونو د يوي ولسوالۍ بڼه هم نه درلوده.
والي د ځاي ناستي ځاي نه درلود ، ميلمستون تش په نوم وو ، سركونه په ټوليزه توګه خامه ، ښار په ماستر پلاني بڼه نه وو جوړ ، پوهنتون تش په نوم او  شخصي كور كي وو، ښوونځيو ودانۍ نه درلودي او داسي نور .


خو اوس الحمد الله په تير يو كال كي ، د والي لپاره د آبرو او عزت ځاي جوړ شوي ، ميلمستون د ميلمنو لپاره ترميم شوي چي دا د ټولو پكتيا والو د ميلمه پالني ځاي دي ، په ښآر باندي ماستر پلان پلۍ كيږي ، د ګرديز – خوست پر سړك عملي كار روان دي همدا رنګه د ښار پر سركونو كار روان دي چي په پاخه او اساسي ډول بۀ جوړيږي ، پوهنتون له شخصي كور څخه را ووت او اوس يو ځانګري سيمه او ودانۍ لرۍ ، د ۷۹ ښوونځيو لپاره په مركز او ولسواليو كي ودانۍ جوړي شوي ، همداسي نور  په ټوليزه توګه تير كال ۵۳۷ ټولګټي پروژي پلي شوي او سږ كال ۹۶ د رغوني پروژي تر كار لاندي دي ، خو دا كافي نه دي ، مونږ هڅه كوو په دي وتوانيږو  تر دي ډير كار وكړو ، خو يو څه چي ووايو د ۲۰۰ كلونو كار په يوه كال كي نشي كيداي،


كيداي شي ښاغلي منډهېر صيب له هيواده بهر ژوند وكړي او پكتيا يي له نږدي هم نه وي ليدلي ، ځكه د مچلغو بند چي دي په زرمت ولسوالۍ پوري تړي هغه احمد ابا ولسوالۍ ته اړوند دي .
د لا زياتو معلوماتو لپاره تاسو كولاي شي لاني سلايډ وكورۍ چي په هغه كافي معلومات شته


په مينه
سمون – د پكتيا ولايت مطبوعاتي دفتر