بهرنيو رسنيو همدا اوس دا سي خبرونه خپاره كړل چې دسريلانكا هيواد دمخالفي ډلي (تاميل پړانگانو) مشر په يوه نښته كې وژل شوي دي ، رسنۍ وايې دسريلانكا دولتي تلويزيون دا خبر خپور كړي او تاميل جنگياليو ته يې ددرني مرگ ژوبلي خبره هم كړي ده ،رسنيو دوژل شوي تاميل مشر نوم ( ویلوپلائی پرابھاکرن) ښودلي او دټولومخالفتونو جرړه يي بللي وو، دا په داسي حال كې ده چې تر اوسه دا خبره كومي خپلواكي سرچيني نه ده تائيد كړي