نيم تياره يم نيــــــــــــــــم رڼا يم
زه وجود دکومې ســــــــــــاه يم
هلته ورک يمـــــــه لـــــــــه ځانه
دلته بېرته راپيـــــــــــــــــــــدا يم
بس جـــــــوړيږم او ورانېـــــــږم
ابتـــــــدا کــــه انتهــــــــــــــــا يم
له ډېروخته وروسته پوه شوم
له ډېر وخته زه زمــــــــــــــــــا يم
چې ښارونه يې هوښيــــارکړل
دهغه جنون صحــــــــــــــــــرا يم
دخپل ځان په وينو رنګ شوم
مقدســــــــــــــــــــــــــه کربلا يــــم
په ظالم خزان پسې شــــــــــــوم
دشهيد ګلاب ښېــــــــــــــــرايم
دثواب په چــــــــــم کې اوســــم
کــــه هــرڅـــو لويه ګنـــــــــا يم
کله لمر دمازيګر شــــــــــــــــم
کله ستورى دسبـــــــــــــــــا يم
څـــــــــــــه دروغ دې راته ووې
چې استازى دريښتيـــــــا يم
دې طوفان که راويښ نه کړم
بس مړشوى خامخـــــــــــا يم
زه لــــــــه خپل ځانه پردى يم
چې له خپل خياله جـــــدا يم
ستا دعشق دسيند پر غاړه
ستا دخيــــــال په باران پايم
خيرالله (خيال )
جلال آباد