د هندوستان پارلماني انتخابات چي له تېري يوې مياشتي راهيسي روان وو، د كانګرس د واكمن ګوند په ګټه پاى ته ورسېدل.
صدراعظم من موهن سنګ د كانګرس ګوند له مشري سونيا ګاندي سره يوه خبري كنفرانس ته راڅرګند سو او رسمي توګه يې د ګوند مشري ته د دې بري مباركي وركړه.
د كانګرس ګوند په برياليتوب سره د من موهن سنګ د واك موده دوهمي دورې ته وغځېده.
د كانګرس مخالف ګوند بهارتيه جنتا پارټۍ او كمونست ګوند دواړو په خپرو سوو اعلاميو كي د انتخاباتو پايلي بېله كومي نيوكي ومنلې او وايي د هندوستان د عوامو رايو ته پوره درناوى لري.