ای زما ځورېدلی، ربړېدلی،کړېدلی پۀ اور ورتېدلی، د بېلتانۀ پۀ رنځ رنځور او د کهف د اصحابو پۀ شانې پۀ درانۀ خوب کې ډوب تللی بېوطنه هموطنه :
ما د لاندینیو مطالبو د رئوسو پۀ هکله، د اجمال او اېجاز پۀ توګه اشاره ، زما د تحلیل او ارزیابی د صحت او سقم پۀ هکله قضاوت او داوري د لوستونکو واک او صلاحیت دی، ولی یوه خبره بې د دلائلو او براهینو لۀ اقامه کولو، حتماً او حکماً باید ومنو او هغه داده
* کۀ نه یو کېږو ورکېږو *.
ای پۀ باندنۍ نړۍ کې بیطرفو، وطنپالو او کاراګاه مهاجرو هموطنانو !
باورلرم دا مسلم واقعیت منئ چې د قهرمان افغان ملت د سیاسي ژوند د اسمان افق د حوادثو پۀ تکو تورو ورېځو کې پټ او هغو منـقرضو هیوادو ته ورته حالت لري چې د انقراض او نابودۍ د ګړنګ پۀ څنډه د سیاسي ژوند وروستۍ سلګۍ وهي. دېرش کاله کېږي چې بې دفاع او بېګناه مجاهد ملت چې ماسوا لۀ صلح، انسان دوستي او ازادي بل شعار نلري، د شرقي او غربي امپریالستي مسلح جهان توپ ګولیو او بمو پۀ اور ورتېږي. موږ ټول افغانان د خپل ابائي او اجدادي ټاټوبي مدیون او پوروړي یو. تاریخي رسالت او مسئولیت لرو چې د عقل او نقل لۀ دساتیرو سره سم، د ملي ارمانونو د تر سره کولو د پاره یو د بل تر څنګ کښېنو، یو د بل خبرې او نظریات پۀ سړه سینه او ورین تندي واورو، او د ډارنو او وېرېدونکو انسانانو پۀ شان د مختلفو بهانو پر بنسټ لۀ سیاسي تشکل او مسالمت امېزه ډله ایزه سیاسي مبارزې د رقابت لۀ میدان څخه تېښته ونه کړو. ځکه بېطرفي او د مسالمت امېزه مبارزې لۀ ډګر څخه تېښته دا مانا لري چې ظالم او مظلوم، پاک او ناپاک، خاین او خدمتګار پۀ یوه سترګه ګورو.
متعال خدای(ج) خپلو بندګانو ته داسې لارښوونه او هدایت کوي: ( و اعتصمو بحبل الله جمیعاً و لا تفرقو. لا تکون کلذین تفرقو . و امرهم شوری بینهم . ): یو مټي متحد سئ،
نفاق مه کوئ، د تفرقه کونکو پۀ شان مه اوسئ، پۀ امورو باندې مصلحت او مشوره وکړئ. سر بېره پر اسماني یا الهی هدایاتو هغه نور علل او عوامل چې انسانان یو مټي کېدو او ټولنیز ژوند لورته هدایت کوي، هغه لۀ غلیم څخه وېره او د امنیت د تامینولو احساس دی. انسان د همدغه احساس پر بنا پۀ دې باور شو چې یوازې او یوازې پۀ ډله ایزه توګه کولای شي خطرات پۀ اسانۍ سره دفع او خپل ځان خوندي وساتي.
د بشریت د تاریخ لۀ پاڼو څخه پۀ صراحت سره څرګندېږي چې د بشر لومړني او ساده ټولنیز شکل ژوند، خلګو ته دا ورزده کړل چې د ژوندانۀ پۀ پېچلو ستونځو او مشکلاتو باندې د غلبې د پاره د انسانانو یو مټی کېدل او سیاسي تشکل یو دائمي حتمي او حکمي ضرورت دی. یقیناً کۀ د بشري ژوندانۀ پۀ دوران کې د خلګو اجتماعات، یو مټي کېدل، سیاسي تشکل، همفکري او هم یاري نه وای، انسان به یوازې د ژوندانۀ پۀ پېچلو مسایلو او ستونځو باندې بریالی شوای نه وای ، بلکه نني مدنیت به هم موجود نه وای. هماغه د یو مټي کېدو او سیاسي تشکل ضرورت وو چې پۀ بشري ټولنه کې د ستونځو د حل ، د انساني ژوند د بقا او دوام پۀ خاطر د تفاهم روحیه ژوندۍ پاته شوه.
پۀ ننۍ بشري ټولنه کې ډېر کم خلګ اټکل کېدای شي چې د دېموکراسي، دیکتاتوري، لېبرالېزم، نېشنلېزم، سوسیالېزم، فاشېزم، کمونېزم، ماکیاولېزم، او داسې نورو اصطلاحاتو او د همدغو اېدیالوژیوپر بنا یې پۀ شرق او غرب کې د سیاسي سازمانو، سیاسي ګوندو، د کړن لارې او مبارزو حکایات او داستانونه نه یي اورېدلي.
پۀ هر یوۀ هېواد کې اګاه او منور انسانان هڅه کوي د همدغو سیاسي مکتبو د تاریخي سیر پۀ اهدافو باندې ځانونه پوه او د سالمې سیاسي پوهې پۀ رڼا کې د خپلو هېوادو لۀ عیني او ذهني شرایطو سره سم معقوله او منطقي لار تشخیص کړای شي.
ګوند یا حزب معمولاً یو مټی، تشکل، سازمان یا ډله ده چې پۀ هغې کې هم نظر او هم فکر کسان پۀ یوه مشخصه کړنلاره، مرام یا پرنسیب باندې راټولېږي، دا ځکه چې مرام یا پرنسیب د ټولنې لۀ عیني او ذهني شرایطو څخه الهام اخلي، تکامل مومي، د انعطاف او انطباق قابلیت لري او لۀ یوۀ نسله بل نسل ته د یوۀ کلتوري میراث پۀ حیث انتقال کېږي.
پرنسیب یا مرام د فزیکي قدرت او شخصیت پۀ شانې اناً لۀ منځه نه ځي بلکه لۀ نسلو سره وده کوي او ژوندی پاتې کېږي.
د سیاسي ګوندو تشکل یوه جهان شموله پدیده او د بشري ټولنې د سیاسي ژوند ضروري او نه بېلېدونکې برخه ده چې د غرب پۀ پارلماني نظامو، پۀ سوسیالستي نظامو او دریمه نړۍ کې وجود لري. د سیاسي ګوندونو د موجودیت فلسفه سیاسي مبارزه ده، ځکه سیاسي احزاب یا ګوندونه، بېلۀ سیاسي مبارزې نه شي کولای چې پۀ خلګو کې نفوذ وکړي او د خلګو ملاتړ تر لاسه کړي.
پۀ باندنیو هیوادو کې د بېطرفو وطنپالو کاراګاه مهاجرو افغانانو د پاره د سیاسي تشکل او مسالمت امېزه ډله ایزه تحریک زمینه برابره ده او سره لۀ دغو مساعدو شرایطو او امکاناتو چې دباندې لۀ هېواده څخه زموږ پۀ واک او اختیار کې دي، نه ښایي د نندارچیانو پۀ شان لاس تر زنې کښېنو او د جنګ ځپلي افغاني وروڼو د قتل او قتال، دربدري، بې عفتي، بې عصمتي، آه او فریاد نندارې وکړو.
د هغو بد نامو ډلو چې پۀ ټولنه کې ریښې نه لري، څپ وهل او تجریدول دروند او مشکل کار نه دی. د بېطرفو وطنپالو کاراګاه مهاجرو افغانانو ستره ستونځه د سیاسي تشکل فقدان او پۀ یوۀ معقول او منطقي مرام باندې د راغونډېدو نشتوالی دی، د مسالمت امېزه ډله ایزه تحریک او مبارزې د پاره دا مهمه نه ده چې د میدان د مېړنیو شمېر به ډېر زیات نه وي، لوی لښکر نه دی پۀ کار، یوازې ملي ارمانو ته متعهد خلګ چې پۀ خپل ځان او نهایي بریالیتوب باندې باور ولري پۀ کار دي.
د بېلتانۀ پۀ مهلک رنځ رنځور پوهان، منورین، د نظر او قلم اربابان د مهیجو، مستدلو او منطقي مقالو لیکلو او مصاحبو پهلوانان دي، دوی، یو موټي کېدل،سیاسي تشکل او مسالمت امېزه ډله ايزه مبارزه پۀ خبرو او لیکنو کې ضروري او حیاتي بولي، او د بېلتانۀ او نفاق پۀ جبران نا پذیره زیانو اعتراف کوي ولې د سیاست د سیالۍ لۀ ډکر او عملي سیاست څخه ډډه کوي. پۀ باندنیو هیوادو کې د بېطرفه افغانانو دغه یو لۀ بل څخه د شخصي مسایلو پر بنا فاصله نیول داسې تعبیر کېږي چې ګڼ شمېر بېطرفه پوهان او منورین د ځان (خود) پرستي او جاه طلبي احساس ته د عمومي او اجتماعي ګټو تر احساس رحجان ورکوي. د افغانانو دغسې احساس او یو لۀ بل سره بېلوالی هغه هم پۀ اوسنۍ خطیره او بحراني مرحله کې سربېره پردې چې یوه بله ستره فاجعه تلقي کېږي د افغانانو د موجودیت د فقدان او نشتوالي ثبوت هم دی.
دننې پۀ هېواد کې مېشته افغانان لۀ دې وېرې چې د اوسني لاس پوڅي تحمیل شوي رژیم لۀ سقوطه وروسته به د خلګو د اعتماد وړ دموکراتیک بدیل د نشتوالي پۀ نسبت بل خود کامه او لاس پوڅی رژیم د چارو واګي پۀ لاس کې واخلي، اوسنۍ لۀ ستونځو ډکه وضعه او حالت پټه خولۀ او پۀ سکوت کې زغمي، اما کۀ پۀ دې پوه شي چې لۀ هېواد دباندې بېطرف وطنپالو کاراګاه پوهانو، د متعهدو انسانانو پۀ صفت یو بل ته د اسلامي ارزښتو او دموکراتیکي منل شویو معیارو پر بنا د ولسواک نظام د استقرار پۀ منظور د ملګرتیا، همکارۍ او هم یارۍ لاس سره ورکړی، باور لرم پۀ هېواد کې اوسېدونکي افغانان به د یو مټي مبارزو مهاجرو پوهانو ملاتړ او همکاري ته راودانګي.
د دموکراسۍ پۀ تعویض نا پذیرو اصولو او د ولسواکۍ پۀ مزایاو باندې د نه پوهېدو پۀ نسبت ، فرد پرستي او غیر دمکراتیکه روحیه د خلګو پۀ مغزو کې ریښې زغلوي، د خلګو شخصي حریت او حقوقي شخصیت مري، خلګ خپل بنیادي او سیاسي حقوق، خپله ازادي او د ځان د سر نوشت ټاکلو پۀ هکله د ګډون حق نه پېژني، ټولنه د یو ملت پۀ شانې خپل موجودیت هېروي او تل پۀ یوۀ سړي پسې منډې وهي او پۀ پای کې ملت د یوې فکر کونکې او تصمیم نیونکې ټولنې پر ځای د یوې فرمان بردارې ټولنې شکل غوره کوي او د ملي مصالحو خلاف لورته ښویږي.
ولسواکي یا ولس سالاري هغه سیاسي رژیم یا نظام دی چې د واقعي حاکمیت خاوندان وروسته لۀ متعال خدای(ج) څخه خلګ دي، او خلګ هم خپل دغه د حاکمیت حق دازادو انتخاباتو لۀ لارې مستقیماً یا بالواسطه استعمالوي، او د حکومت پۀ کړو وړو باندې د مراقبت او نظارت ازاد حق د ځان د پاره خوندي ساتي.
ټوله نړۍ پوهېږي چې د غربي امپریالستي جهان د دوڅلوېښتو مسلحو هېوادو تر شپېتۀ زره زیات وسله وال پوځ د افغانستان پۀ ټولو ولایاتو کې تعبیه شوي، فلهذا زموږ هېواد یو ازاد او خپلواک هېواد نه دی او هیڅوک نشي کولای د راتلونکو انتخاباتو د مشروعیت پۀ هکله معقول او قانوني مصداق پۀ ډاګه کړي. پۀ داسې شرایطو کې چې د غربي امپریالستي دووڅلوېښتو هیوادو، تر شپېتۀ زره زیات وسلوال پوځ د افغانستان پۀ ټولو ولایاتو کې سنګر نیولی وي، جنګ سالاران او ګڼ شمېر نور خلګ هم مسلح، رعب او وحشت هم مسلط وي او د انتخاباتو نظارت هم د لاس پوځي تحمیل شوي رژیم د عمالو پۀ لاس کې وي، هلته مستقیم، ازاد او عادلانه انتخابات چې د مجاهد افغان ملت د قاطع اکثریت د ارادې ممثل وي، نه یوازې امکان نه لري بلکه د حامد کرزي او د پخواني پارلماني انتخاباتو پشانې یو ډول محیلانه تشریفات، یوه فریبکارانه لوبه او د تزویر دام دی چې د قهرمان افغان ملت د اغفال دپاره غوړول کېږي.
راځئ پاڅو، قیام وکړو، یو مټی شو، پۀ یوۀ معقول، منطقي دولس پۀ ګټه پۀ پرنسیب باندې راټول او پۀ ډله ایزه توګه مسالمت امېزه سیاسي مبارزه پیل او خپل ژغ بین المللي سازمان، د امریکا سنا، د ناتو رهبري کدر او بشر دوستو هیوادو ته ورسوو، او هغه تعهدات چې یې سپارلي دي او هغه ژمنې چې یې کړي دي، چې راتلونکي نسلونه به د جنګ لۀ آفت څخه خوندي ساتي او ټول بین المللي اختلافات او منازعات به د مسالمت امېزه وسایلو پۀ وسیله د مللو د منشور او د بشر د حقوقو پۀ چوکاټ کې حل او فصل کوي، لۀ زور او پۀ زور سره لۀ تهدید څخه به ډډه کوي ورپۀ یاد کړو او هیله وکړو چې لۀ زور، کبر او استکبار څخه لاس واخلي، تر مخاصمې مصالحې ته ترجیع ورکړي، د افغانستان اشغال ته د پای ټکی کښېږدي او سیاسي قدرت د یوې موقتي او انتقالي دورې د پاره د یو سلسله تکالیفو پۀ چوکاټ کې لکه د نوي اساسي قانون تدوین او داسې نورو ضروري قوانینو د تدارک پۀ غرض، کاراګاه وطنپالو بیطرفو افغانانو ته بې لۀ قید او شرطه وروسپاري او د ملګرو ملتو د سولې قواوې لۀ بېطرفو اسلامي هیوادو څخه لکه اندونیزیا، مصر او نورو څخه افغانستان ته واستوي چې د ملي اردو او پولیسو تر تشکیل پورې پۀ هیواد کې د امنیت څارنه وکړي.
فلهذا هیله کېږي د ملګرو ملتو سازمان د بین المللي سولې او بین المللي امنیت د تامینولو پۀ هکله خپل مسئولیت احساس کړي او د مجاهد افغان ولس تراژدي د یوې داغ ، بېړنۍ یا عاجلې موضوع پۀ حیث پۀ ممکنه بېړه تر څېړنې لاندې ونیسي، بې لۀ ځنده او بې لۀ قید او شرطه اوربند اعلان او تر شپېتۀ زره زیات د امریکا او ناتو جګړه مار پوځ چې صعب العلاج نګراني یې خلق کړې خپلو هیوادو ته ستانۀ او د مجاهد افغان ولس سیاسي، انساني او اجتماعي حقوق د قانون د حاکمیت پۀ وسیله حمایه او خوندي وساتل شي تر څو افغان ولس د وروستي علاج تر عنوان لاندې د ظلم او فشار پر ضد قیام او پاڅون ته اړ نشي او هېواد یو وار بیا د وینو او اور لورته ونه څکول شي.
د پتمنې روغې جوړې، وروري او برابري او یو مټې متشکله ډلې پۀ هیله.