نن ماسپښين د دوو بجو په شا و خوا کې د پېښور په ګنجان اباد سيمه کې په يو موټر کې درنه چاودنه وشوه چې له امله يې لس تنه مړه او نهه ويشت تنه نور ژوبل شول .
د عيني شاهدانو په خبره چاودنه د هغه موټر د چاودېدو له امله رامېنځته شوه چې وار لا پکې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو.
له پېښې سمدستي وروسته سيمه کې د پوليسو له خوا کلابنده شوې ده او چا ته د ورتګ اجازه نه ورکوي .
د چاودنې ټول قربانيان دا مهال د پېښور پېښور ليډي ريډينګ ښوونځي ته روسول شوي دي چې زياته برخه يې د ښوونځي زدکوونکي دي .
تر اوسه پورې د پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې .