نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د میې د میاشتې ۱۶ نیټه.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د دوام په اړه د بشر د حقوقو د څارنې د نړیوالې ادارې اعتراض راغستي او لیکلي دي چې دغې ادارې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د فوري مخنیوي غوښتنه کړې.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې له افغانستان سره د نړۍ په مرستو تبصره کړې او لیکلي دي چې د نړۍ هیوادونه باید افغانستان پخپلو سیاسي لومړیتوبونو کې ځاې کړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د راروانو انتخاباتو په امنیت تبصره کړې او لیکلي دي چې باید دغو انتخاباتو ته غښتلي امنیتي تدابیر ونیولې شي.
د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغان ځواکونو په روزلو او سمبالولو ټینګار کړې او لیکلي دي چې ددغو ځواکونو د ژر تر ژره سمبالولو لپاره نړیوالې همغږۍ ته اړتیا ده.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د سیمه ایزو همکاریو مسله راغستې او لیکلي دي چې افغانستان د سیمه ایزو همکاریو یو غښتلې پلوي دې.
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې په افغانستان کې د اداري فساد ستونزه راغستې او لیکلي دي چې د قانون نه رعایتول د فساد د ځیږیدو سبب ګرځي.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د نشه يي توکو ستونزه راغستې او پدې اړه کیدونکې هڅې يې ناکافي بللې دي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې پدې مسلې بحث کړې چې په سیمه ایزو همکاریو کې د افغانستان له حضور سره سره کمه ګټه ترلاسه کیږي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې افغان سیاستوال باید زیاته هڅه وکړي چې په سیمه کې له هر خوځښت نه زیاته ګټه پورته کړي.
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې په افغانستان کې روان جنګ څیړلې او لیکلي دي چې د افغانستان جنګ یو غیر قانوني جنګ دې.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د افغانستان په اړه د ناټو د لوې منشي د وروستیو څرګندونو ځینې برخې راغستي او د هغه په حواله يې لیکلي دي چې دوې افغانستان ته ددې لپاره راغلي چې یوه سمه فضا رامنځ ته کړي څو افغانان پخپله د خپلو چارو د پرمخ بیولو وړ شي.
ورځپاڼې په یو جلا ځاې کې د امریکا ددفاع د وزیر په حواله لیکلي دي چې امریکا په افغانستان کې د خپلو عملیاتو په بڼه له سره کتنه کوي.
دې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې په راروانو انتخاباتو تبصره کړې خو لیکلي دي چې دا انتخابات باید د خلکو ترمنځ د نږدې والي سبب شي نه د لرې والي.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې له افغانستان سره کیدونکو نړیوالو مرستو ته په اشارې لیکلي دي چې بالاخیره افغانستان باید پخپلو پښو ودریږي.
خو اصلاح بیا د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د سیلابونو راوتلو ته په اشارې لیکلي دي چې سیلاب ځپلي خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې د ناټو د لوې منشي د څرګندونو ځینې برخې راغستې او د هغه په حواله يې لیکلي دي چې په افغانستان کې بیارغونه د پوځي بري په څیر له خورا زیات اهمیت نه برخمنه ده.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په ځینو دیني عالمانو انتقاد کړې دې چې په هیواد کې روانو پیښو ته په نه پاملرنې سره ناسمې څرګندونې کوي او خلک غلوي.
ورځپاڼې د پاکستان روانو پیښو ته هم کتنه کړې او پوښتلي دي چې د سوات د جنګ اور به تر کومه ځایه ورسیږي.