کور / تازه خبرونه / افغان لوبغاړي د کريکټ په نړيوالو درجه بنديو کې راغلل

افغان لوبغاړي د کريکټ په نړيوالو درجه بنديو کې راغلل

نور علي ځدراڼ د افغان ملي لوبډلي د منډه جوړونکو په کتار کې تر ټولو وړاندې دى.
د کريکټ د نړيوال اول پړاو يا ليگ د لوبغاړو نوې غير رسمي درجه بندي خپره شوې چې پکې گڼ شمير افغان لوبغاړي هم ځليدلي دي .
دا لومړى ځل دى چې افغان لوبغاړي په دغو درجه بنديو کې ځاى مومي .
افغانستان تيره مياشت د کريکټ د نړيوال ليگ لومړي کتار ته لار ومونده او تر څلورو کلونو پورې به اوس په همدې پړاو کې وي.
په تير يوۀ کال کې د ډيرو په گومان د افغانستان بالران ډير ځليدلي و او منډه جوړونکي يې بريالي نه و .
خو په نوې خپره شوې درجه بندۍ کې تر بالرانو افغان منډه جوړونکي ډير وينو .
په لومړيو ديرشو منډه جوړونکو کې د افغانستان شپږ لوبغاړي ځاى شوي دي .
حال دا چې د بارلرانو په پنځه ويشت کسيز کتار کې يوازې دوه افغان لوبغاړي وينو .
د منډه جوړونکو په کتار کې د ايرلنډ مورگن لومړى نمبر دى او د افغانستان نور علي ځدراڼ په څلورم نمبر راغلى دى .
کريم صادق په دولسم ، ريس احمدزى په ١٦ ، نوروزمنگل په اتلسم ، محمد نبي عيسى خيل په ٢٧ او سميع الله شينوارى په ديرشم نمبر دى .
د بالرانو په کتار کې د سکاتلند جې بلېن لومړى نمبر بلل شوى دى . د افغانستان تيز بالر حميد حسن په پنځم نمبر دى او محمد نبي عيسى خيل په ٢١ نمبر دى .
د کريکټ د چارو شننونکي په دې باور دي چې په راتلونکو څلورو کلونو کې چې افغانستان له ښو لوبډلو سره پرله پسې لوبې وکړي نو د لوبغاړو په درجه بنديو کې به هم د پام وړ بدلون راشي.