د غزني پوليس وايي د طالبانو او يوې شخصي امنيتي كمپنۍ د ساتونكو ترمنځ په جنګ كي يو پوليس او درې طالبان وژل سوي دي.
پېښه د قره باغ په ولسوالي كي نن سهار هغه وخت رامنځته سوې چي د لوجستيكي سامانونو كاروان د طالبانو په كمين كي راګير سو.
د غزني امنيه قومندان خيال باز شيرزى وايي په دې جګړه كي څو پوليس ټپان سوي هم دي.