ژورنالېزم هغه لاره ده چې د ټولنې د شعور دبدلولو په لړ کې یی نړئ دسترو انقلابونو او بدلونونو ګواه کړې ده همدا رسنئ دي چې دنړئ تاریخ ته په کتو سره یې په وارو وارو داختناق په غیږه کې نه منونکی شهکارونه زیږولي دی .
داچې نړې ورځ په ورځ دیو موټی کېدو پر لور روانه ده او په بېلابېلو نومونو رامنځ ته شوې پولی او بریدونه ورځ په ورځ پیکه کیږی او یا هم له منځه تلونکي دي یانې ټولنه او دهغې اوسیدونکي دبدویت له ژورو څخه دمدنیت لوړو ته ورخیژی او دکورګیو ژوند اوس په ښاری یا مدنی ژوندانه اوښتی دی نو رسنې هم دښاری ژوندانه او مدني بنسټونو په پیاوړتیا کې دعامه ذهنونو په روښانه کولو کې پرله پسې کارو زیار ته اړې دي .
په تېره داچې په یوه ټولنه کې ټاکنې مخ په رانږدې کېدو کیږی نو رسنې دمسولیت په لحاظ ډیرې حساسې او چټکې کېږي .
خو دافغانستان په څېر ړنګې بنګې ټولنې کې درسنیو دغه یاد شوی مسولیت دنورو پرمختللیو ټولنو په پرتله یوه په څو وارې دروند دی او لا پسې درنیږی .
ځکه چې په دې ټولنې کې جګړو او ورانکاریو کرکو او تعصباتو ته پراختیا هومره وربښلې چې دغې چار دیوې ټولنیزې ناروغئ بڼه خپله کړې ده او دټاکنو په شمول ټولو حیاتی بهیرونو ته یې خنډونه او منډونه په مخ کې را هست کړی دي .
دلته نو درسنیو پازه تر بل هر ارګان او هر خوځښت څخه ډېره مهمه او درنه ده یانې خلک دټاکنو له ارزښته خبرول او دې ته هڅول چې د خپل راتلونکې زعامت په ټاکنه کې مخامخ ونډه واخلی دافغانستان دوروسته پاتې او لرې سیمو دوګړیو له پاره ډېره زیاته اړینه مسله ده نو پکار ده چې رسنئ په دې برخه کې له موجود تصور څخه زیات کار وکړی .
که څه هم په هېواد کې د چاپی ، تصویری او برېښناییزو رسنیو شمیر دسړی په سترګو تیاره راولی اما بیا هم خلک ددې پرځای چې ذهنونه یی روښانه شی ، په ذهنونو کې دکرکو ماینونه ورخښیږي چې له بده مرغه دخلکو په غوږونو کې دا پوکی هم رسنیو کړی دی .
دلته نو سړی ته زباتیږی چې یو شمیر افغانی رسنیو د ژورنالېزم له اخلاقي څادره پښې ایستلی دی او یوازي دپیسو او مادیاتو راټولنه یی دخپلو نشراتو نصب العین ګڼلې ده
اوسمهال چې درسنیو دحقیقی خدمت وخت رارسیدلی نو خلک پرځای پاتې دی دکاندیدانو سره دسوداګرې په بڼه د پیسو په بدل کې کمپاینونه کوی ، هر رسنې اخته ده او د کاندیدانو له پاره کمپاینونه کوی او خلک د منډئ د دلالانو په څېر تیرباسی او غاښ وتلی غوایان ورباندې د تنکیو خسیو په نامه پلوری .
بل لورته له خلکو هم لاره ورکه ده چې اوس نو له چا وپوښتي چې څوک وړ او مناسب دی ؟
ددې ډول تبلیغاتو پایلې دتجاربو پر بنسټ هم داسې وی چې بالاخره اداره دفساد خولې ته ورکړی او ضوابط دروابطو تر سیوری لاندې په خمار خوب ویده کړی یوازې ددې له پاره چې درسنیو مشرانو خپل ځانته یوه سابه او جواری ګټلی وي نو ارزښتونو سره لوبې ورته خپله سوداګریزه پالیسی بریښي او خلک به خپل کار کوی چې کورونه یی ور ړنګیږی او که اولادونه یی وروژل کیږی .دخلکو دتېرویستو له پاره همدومره بس دی چې په مقدساتو یی سوګند وکړی او دکاسې لاندې نیم کاسه تېره کړی .
دافغانی رسنیو دغه ډول تګلارواو تګلورو دمدني یا ښاری ټولنې دبنسټونو دپیاوړتیامالګه کمه کړې ده اوافغانی ټولنه دهمدوئ دتبلیغاتو په برکت دیوه ښامار له خولې راوځي اودبل په خوله ور ننوځي .
دا نړېوال آر دی چې دټولنې د شعورغوړېدو ته رسنئ او مطبوعات اوبه ورکوي او پښتانه هم متل کوي چې داور سوي به اور رغیږی یانې درسنیو له خوا ایجاد شوی کړکیچ رسنئ غوڅولای شي او بس .
اوس هم که افغانی رسنئ دتاریخ په دغه ستونزور پیچومي کې ناخبره افغان ولس ته دټاکنو د درانه بار لاندې اوږه ورکړي او دټولنې دبوهاوي په موخه سالم او ګټورې خپرونې ولري نو لرې نه ده چې افغانستان او افغانان به په دې توانیدلی وی چې له خپل ژوبل ژوبل بدن څخه د اژدها ګانو غاښونه اوباسی او دسوکالئ خوب وویني .