په ناتاييد شويو راپورونو کي د پاکستاني حکومت له خولې ويل سوي ، چي د دپخوانۍ لومړۍ وزيرې په وژنه کښي د بيت الله مسعود دډلي لاس دئ.
د حکومت له خولې دا هم ويل سوي چي د بيت الله مسعود ډلي د بېنظير بوټو د وژني په اړه نن يو بل ته مبارکۍ هم ويلي دي .
بوټو د پنجشنبې په ورځ د يوه ځان مرګي بريد له امله د راولپنډۍ په روغتون کښي پر سيمه ييز وخت د ماښام په ((٦:١٦ )) ساه ورکړه او نن جمعه يې دجنازې د مراسمو د ترسره کولو وروسته هغه په پلرني ښارګوټي لاړکانې کښي د خپل پلار تر څنګ خاورو ته وسپارل شوه .