د پنجشنبې په سهار يوه ځانمرګي بريد كوونكي څلور افغان پوليس ووژل او يو تن يې ټپي كړ.
د كورنيو چارو وزارت وايي پېښه د كندهار په سپين بولدك ولسوالي كي هغه وخت رامنځته سوه چي يوه ځانمرګي خپل ځان د پوليسو په پوسته كي وچاودئ.
د كورنيو چارو وزارت مقامات وايي د پېښي قربانيان ټول د پوليسو افسران دي.